افغانستانسولې اړوند خبرونه

زلمي خلیلزاد د امریکا کانګرس ته د افغان سولې پروسې په اړه وضاحت ورکړ/ مهم ټکي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» او د امریکا د دفاع وزیر سکرتر «ډيويډ هیلوي» د افغان سولې او د افغانستان په اړه د امریکا د پالیسي د واضح کولو په موخه د کانګرس له لوري وربلل شوي وو، چې په مهال یې د افغان سولې، له افغانستان څخه د امریکا د وتلو، له طالبانو سره د امریکا د تړون، بشري حقوقو ته د طالبانو د ژمنتیا او نورو برخو په اړه پوښتنې مطرح شوې.

نن ټکی اسیا د یادې ناستې مهم نکات راټول کړي، چې تاسو یې لاندې لوستلای شی:

  • د جګړې د شدت د کموالي هڅه کوو، د افغانستان له ګاونډیانو او د نړۍ له نورو هیوادونو سره مو ګډه هڅه کړې، چې د افغانستان کړکېچ ته حل لاره ومومو.
  • خلیلزاد کانګرس ته: په افغان مشرانو مې ټینګار کړی، چې له روان فرصت ښه ګټه واخلي. دوی د شوروي له وتلو وروسته له لاسته ورغلي فرصت ښه ګته نه واخیسته.اوس هم فرصت ددوی دی.
  • خلیلزاد کانګرس ته: موږ د عسکرو د راکمولو په هڅه کې یو، شمېر یې څلور یا پنځه زره ته راټيټوو او نور هم د شرطونو د پوره کېدو په شرط راکمېدای شي.
  • خلیلزاد کانګرس ته: امریکا په افغانستان کې له ډیموکراسي او د ښځو له حقوقو ملاتړ کوي، خو نه غواړي هلته خپل نظام وتپي، همدا مو مذاکره کوونکو ته هم واضح کړې.
  • خلیلزاد کانګرس ته:مذاکره کوونکي دې خپل شخصي او سیاسي اختلافونه پرېږدي او هوکړې ته د رسېدو هڅې دې وکړي.
  • کانګرس: کله چې مو په مذاکراتو کې د ښځو او بشري حقوقو په اړه له طالبانو سره خبرې نه دي کړي؟ څنګه کولای شو دا طالبانو ته ور وفهموو چې دا مسایل د افغانستان ثبات ته اړین دي؟

خلیلزاد: زه غواړم ډاډ درکړم، چې د ښځو، اقلیتونو او د افغانستان د ټولو اتباعو حقوق  امریکا ته مهم دي، زه افغان ښځو ته ډاډ ورکړم چې موږ ورسره یو.

  • خلیلزاد کانګرس ته:د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې به ښکېل پاتې شو، موږ یې له نږدې څارو، د ښځو او نورو حقوق په یاده پروسه کې شامل دي.
  • خلیلزاد کانګرس ته: د افغانستان ټول اقلیتونه اوس د مذاکراتو مېز ته راټول شوي تر څو افغانستان ته یوه سیاسي فارموله ومومي.
  • دفاع وزارت استازی کانګرس ته: ۲۰۱۸ کې دیارلس امریکایان وژل شوي او د دوحې تړون تر لاسلیک وروسته هیڅ امریکایي نه دی وژل شوی.
  • خلیلزاد کانګرس ته: افغانستان اوس د ۲۰۰۱ څخه ډېر بدل دی، ما طالبانو ته ویلي، چې دا د هغوی د پلرونو د وخت افغانستان نه دی، اوس ډېر بدل شوی، خلګ زده کړو، تلیفون او اړیکو ته لاسرسی لري.
  • خلیلزاد کانګرس ته: طالبانو ژمنه کړې، چې بیا به افغانستان کې «ترهګر» نه پرېږدي، زده کړې نه ورکوي، او فنډونه نه ورته راټولوي. دا خبره هم غلطه ده چې «ترهګر» او «القاعده» اوس تر پخوا غښتلي دي.
  • خلیلزاد کانګرس ته: د دوحې تړون یوازې په «باور» نه دی ولاړ، هلته طالبانو ژمنې کړې، که چېرې هغوی په خپلو ژمنو وفا ونکړي، موږ به عسکر ونه باسو.
  • خلیلزاد کانګرس ته: موږ به ډېر کوښښ وکړو، چې لاسته راوړنې وساتو
  • خلیلزاد کانګرس ته: طالبان او حکومت د خلګو تر فشار لاندې دي، چې ژر تر ژره خبرې پیل کړي… د دواړو لورو تر منځ فاصلې زیاتې شته او ضرور به په خبرو کې چلینجونه او ستونزې مخته راځي.
  • دفاع وزارت استازی کانګرس ته: د اوس لپاره پلان دادی، چې د عسکرو شمېر څلور یا پنځه زره ته راټيټ کړو، خو داسې امر لا هم نه دی شوی، چې ټول عسکر راوباسو، په راتلونکي «می» میاشت کې د توافق مطابق باید ټول عسکر وباسو؛ خو حالات له نږدې څارو، تړون مشروط دی.
  • که طالبان واک ته ورسېږي د امریکا مؤقف به څه وي؟ موږ باید واضح ووایو چې افغانستان کې زموږ ملاتړی حکومت ډېر ملاتړي نه لري. طالبان ورسره مخامخ خبرو ته هم نه کښېناستل.

خلیلزاد: که طالبان په راتلونکي واک کې شریک شي، دا د امریکا لپاره یوه مسئله ده، خو اوس موږ له هغوی سره مرستې ته تیار نه یو.

  • خلیلزادکانګرس ته: افغانستان کې د سولې یوه بله ګټه داده، چې سیمه ییز اتصال رامنځته کوي، افغانستان او پاکستان سره نښلوي او په سوداګري او نورو برخو کې پرمختګ رامنځته کولای شي.
  • د دفاع وزارت استازی کانګرس ته: افغانستان کې نظامي شتون یوه لاره وه، موږ نور افشنونه هم لرو چې له مخې یې کولای شو خپل هدفونه تعقیب کړو.
  • کانګرس: موږ ډېر اندېښمن یو چې شاید روسیه او نور هیوادونه طالبانو سره مرسته وکړي لکه مخکې چې نیویارک ټایمز ريپورټ ورکړی وو.

د دفاع وزارت استازي: موږ پوهېږو چې بهرني لوبغاړي هم فعال دي او ځیني یې افغانستان کې د مؤثریت د موندلو په موخه طالبانو ته وسلې ورکوي؛ خو د خپلو اتباعو ساتل موږ ته لومړیتوب لري او د روسیې له لوري طالبانو ته د جایزې د ورکړو په برخه کې هیڅ شواهد نشته.

د دفاع وزارت استازي کانګرس ته: د روسیې یوه اندېښنه په افغانستان کې د داعش په اړه وه.

  • د دفاع وزارت استازي کانګرس ته:موږ د طالبانو د کړو ژمنو پوره کول څارو، چې د بهرنیو ترهګرو د ځپلو په اړه یې له موږ سره کړې. موږ هیله لرو چې افغانستان کې بیا داسې څوک پیدا نشي، چې پر امریکا د برید توانايي ولري.
  • خلیلزادکانګرس ته: افغانستان یو غریب هیواد دی، خو هلته د امریکایانو له ورتګ سره یې پرمختګ کړی، د اړیکو نیولو اسانتیاوې رامنځته شوې. غني په خپله وینا کې وویل چې نوي سلنه افغانان د فقر تر کرښه لاندې دي، افغانستان په بهرنیو مرستو متکي هیواد دی.
  • کانګرس: ایا ته باور لرې چې طالبان په مذاکراتو کې رښتیني دي؟ ته باور لرې چې مذاکرات به داسې فرصت رامنځته نکړي چې بیا افغانستان کې «ترهګرو» روزلو ته لاره برابره شي؟

خلیلزاد:طالبان ترورستان بیا نه پرېږدي، هغوی له امریکا سره په راتلونکې کې د ښو اړیکو غوښتونکي دي

  • افغانستان کې ښې زیرمې لري او په ښه جغرافیه کې واقع دی، کېدلای شي چې تر سولې وروسته په یاد هیواد کې اقتصادي ثبات رامنځته شي.
  • خلیلزاد کانګرس ته: له افغانستان سره اوږد مهاله اړیکو غوښتونکي یو، مرستې ورسره روانې ساتو.
  • خلیلزاد کانګرس ته: راتلونکې مرستې په دې پورې اړه لري، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې کومې پرېکړې کېږي، موږ غواړو چې له افغانستان سره اوږد مهاله ملګرتیا لرو، خو موږ به خپلو ارزښتونو ته په کتو له افغانستان سره معامله کوو.
  • خلیلزاد کانګرس ته: کله چې د عسکرو شمېر څلور یا پنځه زره ته راټيټ کړو، بیا به حالات وڅارو چې له موږ سره شوې ژمنې عملي شوي دي که نه؟ موږ له خپل لوري د توافقنامې پلي کېدو ته ژمن یو.
  • کانګرس: ایا طالبان له القاعده سره اوس هم اړیکي لري؟

خلیلزاد: طالبانو د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې مثبت ګامونه اخیستلي، خو  لا هم فاصله شته. ..کله چې د عسکرو شمېر څلور زره ته راټيټ کړو، بیا ځلې به په هغوی ټینګار ولرو، چې کړې ژمنې عملي کړي… موږ نورو ګامونو ته په تمه یو.

  • خلیلزاد: د بین الافغاني مذاکراتو بریا ته په تمه یو، هر څومره چې مو توان وي په بریا کې یې هڅه کوو، که بریالۍ نشي د افغانستان خلګ به وځورېږي.
  • کانګرس: افغانستان کې د بریا تعریف څه دی؟ او څه وخت تر لاسه کېدای شي؟

خلیلزاد: بریا داده، چې افغانستان له ګاونډيانوسره او خپل منځ کې سوله ییز وي، بشري حقوقو ته درناوی لري.

  • خلیلزاد: ځیني خلګ لا هم د سولې مخالفت کوي، ځکه دوی په اوس وخت کې شخصي ګټې لري، واک لري او شتمنیو او پیسو ته لاسرسی لري.
  • کانګرس: د ښځو د حقوقو په برخه کې تاسو او دفاع وزارت څه ګامونه اخیستي؟ ځانګړی ثبوت دې برخه کې څه دی؟

خلیلزاد: موږ د ښځو حقوقو ته ژمن یو، ځانګړی ثبوت دادی چې ما هڅه وکړه ښځې مذاکراتي ټيم ته داخلې کړو، په دې برخه کې مې ځانګړی رول درلود.

  • خلیلزاد: طالبانو د ښځو په اړه رغندې او مثبتې خبرې درلودې، ویل یې هغوی د کار حق لري؛ خو مهمه وینا نه ده عمل دی.
  • کانګرس: ایا طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې له القاعده سره اړیکې پرې کړي؟

خلیلزاد: په دې اړه په ځانګړې ناسته کې خبرې کېدای شي.

  • کانګرس: دا سمه ده چې که طالبانو د حکومت چارواکي ووژل له توافق سرغړونه نه بلل کېږي؟ ایا د عسکرو په را ایستلو اغېز کوي؟

د دفاع وزارت استازی: موږ هیله لرو چې طالبان دا ونه کړي ، همدا «تشدد» دی چې موږ یې د کمولو غږ کوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x