افغانستانسولې اړوند خبرونه

له پیام افغان تلویزون سره د طالبانو د ویاند «ذبیح الله مجاهد» د مرکې مهم ټکي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ تله، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د افغانستان د سولې پروسه یوه حساس پړاو ته ننوتلې او د روانې اوږدې جګړې د پای ته رسولو په موخه په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټيمونه د خبرو مېز ته ناست دي؛ د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» له «پیام افغان» تلویزون سره مرکه کړې او د افغان سولې پروسې، راتلونکي نظام، سیاسي جوړجاړي او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه یې د لیدونکو پوښتنو ته جواب ویلی.

نن ټکی اسیا د مرکې زماني اهمیت ته په کتو د یادې مرکي مهم نقاط راټول کړي، چې تاسو یې لاندې لوستلای شئ.

مجاهد: راتلونکی نظام د ټولو په خوښه جوړېږي، د امارت او جمهوریت نومونه مهم نه دي، خو محتوا ډېره مهمه ده، موږ د یوه بشپړ اسلامي نظام غوښتونکي یو.

مجاهد: په اوس وخت کې کابل کې د نظام په نامه څه نه پېژنو، دا خلګ د امریکايي الوتکو او توپ او ټانګ په زور په افغانستان تحمیل شوي.

مجاهد:که د چا خوښه وي که نه، افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړې ضرور به اسلامي نظام راځي. پردي وارداتي نظامونه د منلو نه دي.

مجاهد:د قطر ناستې د مذاکراتو لپاره یو ښه پيل وو، اوس د طرزالعمل په اړه خبرې روانې دي، تمه ده چې دواړه لوري په نږدې وخت کې توافق ته ورسېږي. مذاکره کوونکي باید درک ولري، چې د سولې ضد څېرو ته فرصت ورنکړي. موږ مذاکراتو ته تعهد لرو.

مجاهد: خلګ دې صبر ولري، ډېره اوږده جګړه تېره شوې، او تخریب کوونکي ډېر زیات دي، مذاکرات ښايي وخت واخلي. خو له خپله اړخه بشپړ ورته ژمن یو.

مجاهد: په دې اخرو کې یوه بدبختي داده، چې «کابل ادارې» په ولایتونو کې عملیات پيل کړي، نوي امنیتي پوستې جوړوي، چې له امله یې جګړه تېزه شوې. د جګړې د زیاتوالي پړه دې پر موږ نه اچول کېږي.

مجاهد: نه غواړو کرښې وکاږو، هر څه ته حل لاره پیدا کېدای شي.

مجاهد: د مقابل لوري د مذاکراتي ټیم بشپړه پېژندنه خو لا نه ده شوې؛ خو ښايي داسې کسان پکې شامل وي، چې درک ولري او درد ورسره وي. موږ د پلاوي په غړو باندې نیوکه نه لرو.

مجاهد: زموږ یوازېنۍ نیوکه دا وه چې بهرنیان باید په مذاکراتو کې نه وي، مقابل لوري همدا خبره منلې ده.

مجاهد: اسلامي نظام او د افغانستان مسایل د افغانانو خپل کار دی، چاته د فشار اجازه نه ورکوو او نه هم دا مسایل د امریکا په ټاکنو پورې تړو.

مجاهد: که چا د بیت المال شتمني په زور او غلا وړې وي، باید تحویل یې کړي او په اړه یې جواب ووایي. دا هر څه هله شونې دي، چې نظام جوړ شي. یاد ټول مسایل بعدي ګامونه دي.

مجاهد: کله چې کابل ته راغلو، نوي وو او حالت له کنټروله وتلی وو، شاید «مجاهدینو» د حالت د کابو کولو په موخه له څه سختۍ کار اخیستی وي؛ خو دومره بد چلند نه دی شوی، څومره چې تبلیغات کېږي.

مجاهد: امرالله صالح د پاکستان دښمن نه دی، د همده په وخت کې پاکستان اغزن تار وغځاوه او په ډېورنډ یې معامله وکړه. یو څوک که د «امریکا» غلام شي، د بل هر ملک غلامي کولای شي.

مجاهد: د افغانستان زیاتره برخه حنفيان دي، قانون دا دی چې د اکثریت مذهب د قانون په حیث پېژندل کېږي، موږ نور مسلکونه نه ردوو؛ خو په یو وخت کې نشي کېدلای دوه متضاد مذهبونه په قانون کې راشي.

مجاهد: په راتلونکي نظام کې د افغانستان هغو برخو ته چې ډېر زیان یې لیدلی؛ بیارغونې ته پاملرنه کېږي.په دې برخه کې پلانونه شته.

مجاهد: که جنګ ودرېد، زه په تمه یم چې وطن به یو نوی رنګ واخلي او په ډېر لنډ وخت کې به بدل شي. موږ زیرمې لرو. ګڼو هیوادونو ډاډ راکړی چې په راتلونکي کې همکاري کوي.

مجاهد:هر څوک چې له موږ سره خبرو ته کښېني، بیا موږ پېژني او درک کوي مو. امریکا ډېر قوي ډيپلوماټان او شخصیتونه له موږ سره خبرو ته راولېږل. هغوی شاید موږ درک کړي یو، چې د وطن د ازادۍ په برخه کې جدي یو.

مجاهد: که دښمن زمو صفت کوي، دا د معاملې په معنی نه دی؛ بلکې دا ښيي، چې هغوی موږ درک کړي یو.

مجاهد: منان نیازی یو فرد دی. د کابل د استخباراتو له لوري ساتل کېږي. نه یو قوت دی او نه هم کومه ساحه په لاس کې لري. ځیني وخت په ټولنیزو رسنیو کې بې مورده څرګندونې کوي. قابل تشویش خبره نه ده.

مجاهد: صالح دې د کابل غم وخوري، چې د چارواکو له «فحاشۍ» موج وهي، د عاشورا په ورځ ښاروال په شهرک کې ونیول شو. قضیه یې څنګه شوه؟

مجاهد: که اسلامي نظام راشي، موږ ډاډ ورکوو چې پولې به امن کېږي او هیڅوک به نشي کولای له قوانینو سرغړونه وکړي.

مجاهد: موږ د الله په وړاندې ځانونه مکلف بولو، چې د مظلومانو حق له ظالمانو څخه واخلو.

مجاهد: د کونډو لاسنیوی موږ ته لومړیتوب لري، په اړه یې ځانونه مکلف بولو، مهمه دا نه ده چې کونډه د کوم لوري ده. دې برخې ته بشپړه ژمنتیا لرو. د هغوی د عفت ساتنې او د ستونزو حل ته بشپړه پاملرنه کېږي.

مجاهد: ټول افغانان باید وپوهېږي، چې امریکا نه زموږ د راتلونکي مسئولیت لري او نه یې هم باید ولري. د افغانستان راتلونکي په افغانانو پورې اړه لري.

مجاهد: پردیو ته باید د لاسوهنې وخت ورنکړو. کله چې هم افغانستان وران شوی، د دوستۍ په جامه کې پردیو هیوادونو لاس را اوږد کړی او بیا یې دلته تخریب کړی.

مجاهد: موږ امریکایانو ته دا حق نه ورکوو چې موږ ته دلته نظام وټاکي.

مجاهد: که امریکایان ځانونو ته درییمګړي هم ووايي، بیا هم خپلې ګټې لري. موږ که د جګړې پای ته رسول غواړو خپله باید لاس په کار شو او خپل مسایل خپله حل کړو.

مجاهد: له امریکا سره کړو ژمنو ته ژمن یو او له امریکا هم ورته هیله لرو. امریکایانو ژمنه کړې چې په څوارلس میاشتو کې به خپل «اشغال» ختموي او د افغانستان په چارو کې به هيڅ لاسوهنه نه کوي.

مجاهد: که چېرې تعهدات عملي شي، امریکا به له هر ډول مداخلې لاس اخلي. امریکا هم دې پایلې ته رسېدلې، چې دلته د هغوی «تحمیل شوې څېرې» هیچا ته د منلو وړ نه دي.هغوی هم نور «استفراق» کړي.

مجاهد: دامریکا تر څنګ نړۍ هم اوس دې پایلې ته رسېدلي، چې د افغانستان جګړه باید ختمه شي. موږ سیاسي اړیکې جوړې کړې او په دې برخه کې نور هم کار روان دی. موږ غواړو له دې ځایه د جګړې لاسونه لنډ کړو.

مجاهد: له سرحداتو د باندې هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې موږ ته فرمایشونه راکړي. افغان له افغان سره جوړېږي. افغانان که جکړه کوي او که سوله خپلمنځي مسئله ده. په دې برخه کې هیچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوو.

مجاهد: د افغانستان بیا رغونه به افغانان خپله کوي. ټولو نړۍ ولیده او اوس د وطن جوړونې حرص ورسره دی.

مجاهد: که موږ د اوسنۍ «کابل ادارې» برخه ګرځو، موږ هم په فساد کې غرقېږو. دا کله هم شونې نه ده. دا اوسني خلګ چې له بهر راغلي، نه د افغانانو له فرهنګ خبر دي او نه هم له تاریخ. موږ نه غواړو د داسې «فاسد رژیم» برخه وګرځو.

مجاهد: موږ ډاډ ورکوو چې بیا داخلي جنګونه نه پیلېږي، اوسنۍ جګړه خو د امریکایانو له لوري پیل شوې وه او ټغر یې ټولېږي. داخلي جهتونه هم دې پایلې ته رسېدلي، چې یو واحد نظام باید رامنځته شي، او داخلي جنګونه پيل نشي.

مجاهد: داخلي جنګونه نه پيلېږي، موږ مسلط یو. که یو څو «شورشیان» پیدا هم شي، تر امریکایانو غښتلي کېدای نشي.

مجاهد: یوه کیلو اوسپنه مو هم په پردیو خرڅه نکړه، مطلق بندیز ورباندې وو. خپل وخت کې مو د تخریب شویو وسلو اوسپنې مو وزارت دفاع کې راټولې کړې وې، چې د کرزي په وخت کې بیرته په پاکستان خرڅې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ایران پلوه کسان دی یووار پوه شی چی په تهران کی سنی مسلمانانو ته یو مسجد هم نشته ولی برعکس کابل د شیعه ګانو له مساجدو او تکیه خانو څخه ډک دی. ایرانیان حنیفی فقه په خپل قانون کی نلری. د ایران د سنی مسلمانانو نفوس د افغانستان له شیعه ګانو په مراتب زیاد دی. افغانستان کی به صرف او صرف هر څه د حنیفی مذهب تر اصولو لاندی حل او فصل کیږی. آفرین دی برخه کی جدی باید ټولی جدی ووسو. تاسی ګوری چی شیعه سرور بی دانش لا اوس پایڅی رابیډوهلی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x