افغانستان

هلمند کې یو نفوذي پولیس خپل ۵ ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې طالبانو ته د تسلیميدونکو دولتي عسکرو او پولیسو لړۍ چټکه شوې، ورسره د پولیسو په لیکو کې دننه نفوذي بریدونو هم زور اخیستی چې تازه په هلمند کې یو نفوذي پولیس خپل ۵ ملګري وژلي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه پرون د سه شنبې په ورځ سهار د نادعلي ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې یو شمېر پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په ورته مهال یوې بلې امنیتي سرچینې بیا آزادي رادیو ته ویلي، چې په دغه برید کې د پوستې قومندان عبدالباري په ګډون ۵ تنه پولیس وژل شوي او بریدګر پولیس په تېښته بریالی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د کندهار ولایت تخته پل ولسوالۍ په ملید سیمه کې هم څلورو نفوذي پولیسو د خپلې پوستې د قومندان په ګډون ۷ پولیس ووژل او د پوستې له وسلو او مهماتو سره یوځای ته طالبانو ته تسلیم شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اکبری

الحمدلله هره لحضه داسلامی امارت دبریا او کامیابی زیری دی دیر زربه دا خاوره داشغالگرو او دهغوی لاس په نا مه غلامانو سخه پاکه شی ان شاء الله .

طوطی

اکبریه: ستا په نظر نو دا تر ټولو غوره جهاد ده چی د خپلی جمعی ملګری په ناځوانمردانه توګه ووژنه؟ آفرین پدی غیرت د پښتون ځویه چی د کلیمی ورونه دی وژنی. په ریښتیا چی ##### یاستی.

طوطی

تر دی نو ناځوانمرادانه عمل فکر کوم نور نشته چی د یو چا په دسترخوان ډوډی وخوری او بیا یی ووژنی او وتښتی ور څخه او نور ټول مال یی غلا کړی او ځان سره یی یوسې. آیا فکر کوی چی پیامبر (ص) او اصحابو یی داسی کار کاوو او یا ځینو ځوانانو یی ځان وژنه کوله؟ #######

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x