نظــر

د بي بي سي پالیسي او د محمود کوچي نابلدتیا

وایي بي بي سي راډیو د اروپا په سطحه تر ټولو ستره خبري اداره ده، ماته نه معلومه ده چې په نړیواله کچه ترټولو ستره خبري اداره به چیرې او کومه وي،مګر به باور سره ویلی شم، چې دنړۍ په سطحه  ترټولو سیاسي، تر ټولو هدفمنده، ترټولو غرضي او تر ټولو د دخپل متبوع حکومت د پالیسیو بریالۍ ممثله او مبلغه خبري اداره بیا هم بي بي سي ده، انګریز یا پرنګ دنړۍ یو خورا مرموز او جنجالي قوم دی، دوی په معاصره نړۍ کې داستعمار، اشغال ،سیاسي شیطان بازیو او پوځي یرغلونو تر ټولو اوږد تاریخ او پخه تجربه لري، همدې تجربې د بریتانیا له چارواکو اود بي بي سي غوندې ددې هیواد له تبلیغاتي بنسټونو سره مرسته کړې چې خپلې سیاسي تبلیغاتي هڅې په ډیر مهارت پرمخ یوسي.
نن سبا امریکایان هم خورا ډیرې خبري ادارې لري، دازادۍ، امریکا غږ، ازاده اسیا او په نورو نومونو خورا پراخې ادارې یي رامنځته کړي، مګر څرنګه چې امریکایان په استعماري تاریخ کې د انګریز د لمسیانو په ځای دي او له تجربې بیخي خام دي، ځکه یي تبلیغاتي ادارې هم داسې پوخ او ماهرانه کار نه شي کولای لکه بي بي سي یي چې دغربي اهدافو لپاره کوي.
بي بي سي د آزادۍ راډیو غوندې په بربنډه دښمنانه پالیسي باندې لوستونکو ته ځان نه شرموي ترڅو لوستونکي پوه شي چې دغرب دروغجنه تبلیغاتي اداره ده، بلکې خپل کار ډیر په رمازه کې کوي، تر یوه حده دبیان ازادي او دحقیقت بیانولو اکټونه هم کوي، مخالف او په انګریزي مزاج نابرابر مواد هم کله ناکله خپروي، خو هدف یي دا وي چې د اوریدونکي باور په ځان وساتي، ترڅو په همدې ګوړه کې کرار کرار خپل زهر ور قاچاق کړي
د بي بي سي کاري ټیم دازادۍ ، مشال ،ډیوې او یا هم محلي ایف ایم راډیوګانو غوندې د کرایې له ټټوانو او باسواده وزګارخیلو  نه دی جوړ، بلکې په بي بي سي کې نشراتي پالیسي، ادبیات ، ژبه  او ټوله  ژورنالیستیکي ترمینالوژي په ډیر دقت ټاکل کیږي، که تاسو دبي بي سي په شیطانت ځان پوهول غواړئ نو ددوی نشراتي ژبې ته په ځیر وګورئ چې دچا لپاره کوم اصطلاحات کاروي تاسو به وګورئ چې دوی ددارفور عیسوي یاغیان د ازادي مبارزین او دافغانستان مسلمان ازادي غوښتونکي اورپکي او  یاغیان بولي.
د بي بي سي یو بل شیطاني چال په ځینو مختاړو او وروستاړو جملو پرلپسې تاکید  او ځای نه ځای تکرار دی، دوی د هرې موضوع په اړه یوه داسې جمله  چې دانګریز ګټې او تبلیغ تمثیلوي جوړه کړي وي، چې باید داړوندې موضوع له یادولو سره ضرور یاده شي، د روس ضد جهاد په مهال چې انګریز غوښتل په افغانستان کې د قومي نزاع د راپورته کولو لپاره احمدشاه مسعود چاغ او مطرح کړي ، نو پالیسي یي دا وه چې باید ممکنه هڅه وشي ترڅو دافغان جهاد اړوند د هرخبر سره د مسعود نوم وتړل شي، مثلا که مجاهدینو به په کونړ کې  د شورویانو کتار له منځه یووړ ، بي بي سي به  خبر داسې خپراوو: مجاهدینو په کونړ کې د شورویانو کتار له منځه وړی، کونړ پنجشیر ته څیرمه پروت ولایت دی چیرته چې داحمدشاه مسعود به نوم وتلی جهادي قومندان د شوروي یرغل په ضد جنګیږي.
په افغانستان دامریکا او بریتانیا له یرغل وروسته بي بي سي دافغانستان لپاره په خپله تبلیغاتي ژبه له سره کتنه وکړه او ډیر دقت یي په کار واچاوو، بي بي سي ددې لپاره چې طالبان له منځه تلونکي وبولي ، لومړی یي د طالب پاتي شونو  اصطلاح ورته وضع کړه، مګر کله چې د بي بي سي د تمې خلاف د طالبانو مبارزه پراخه او محکمه شوه، بي بي سي هڅه پیل کړه چې دغه افغان جهادي خوځښت دپاکستان دمداخلې په حیث تعبیر کړي، ددې لپاره یي په خپلو خبرلیکونکو او نطاقانو لازمي کړه چې د طالبانو اړوند په هر خبر کې باید همدا سروکی زمزمه شي، چې  طالبان له پاکستانه راوړي، او په کومو سیمو کې چې طالبان بریدونه کوي کوښښ دي وشي چې له پاکستان سره د ګاونډیتوب خبره ورپورې وتړل شي.
تیرماښام د روژه ماتي په مهال مې راډیو هم راته چالانه کړه او بي بي سي پښتو ماښامنۍ خپرونه مي ونیوله، په خپرونه کې بي بي سي یو دروغجن خبر خپور کړ چې طالبانو په هلمند کې د پولیو دواکسین مخه نیولې، سره له دې چې د پولیو دواکسین په اړه دطالبانو پالیسي تر هرچا بي بي سي والو ته ښه معلومه ده، چې طالبان یي مخه نه نیسي مګر بیا هم بي بي سي چې د ددښمنانه تبلیغاتي سوژو له قحط سره مخ ده، له مجبورۍ یي دغه دروغجنه موضوع راپورته کړه، محمود کوچي له کابل څخه د هلمند راپور ورکړ چې طالبانو واکسین بند کړی، خبره د واکسین وه مګر داچې دطالبانو نوم په کې یاد شوی و، د بي بي سي دپالیسي له مخې محمود کوچی مجبور و، چې له پاکستان سره دتړاو هڅه یي وکړي، محمود کوچي دواکسین خبره راتاو کړه، او وې ویل چې طالبانو بند کړی، بیا یي وویل چې طالبانو په دې وروستیو کې دواکسین د بندولو غوندې په هلمند کې سختې حملې هم کړي دي، محمود کوچي وویل طالبانو په څلورو ولسوالیو سنګین ، نوزاد ، موسی کلا  او کجکي کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري د دولتي ځواکونو په پوستو بریدونو ته زور ورکړی.
د محمود کوچي دا وروستۍ بګتۍ مې چې واوریده ناڅاپه داسې خندا راغله چي شاید پخوا مې کوم راډیویي خبر ته دومره نه وي خندلي،ځکه محمود کوچی د پالیسۍ مجبور دی ترڅو طالبان له پاکستان سره  وتړي، نو اوس چې په دې موضوع کې بله وجه پیدا نه شوه، نو په وچ زور یي  دافغانستان جغرافیوي نقشې ته تغیر ورکړ، او دافغانستان په مرکز کې واقع کجکی او نوزاد یي دپاکستان ګاونډۍ ولسوالۍ وبللې.
محمود کوچی ګرم نه دی، مجبوري بده ده ، چې بهانه او توجیه درتمامه شي مجبور یې همداسې چل به کوې، دافغانستان ډیر خلک په نقشه نه پوهیږي، هسې خپل کار کول په کار دي څوک یي درپسې سپینوي چې کجکی چیري دی او پاکستان چیرې.
خو دمحمود کوچي او لوستونکو د پوهولو لپاره باید ووایم چې کجکی، سنګین ، نوزاد او موسی قلعه د شمالي هلمند ولسوالۍ دي، چې له پاکستانه په فرسنګونو لرې پرتي دي، په یادو ولسوالیو کې یوه هم له پاکستان سره پوله نلري او دا چې بي بي سي په سپینه ورځ دخلکو په سترګو ورننوزي او داسې خندونکي چټیات خپروي معلومیږي چې ددوی پالیسي له لویه سره غرضي او مرضي ده.
کلونه وړاندې چې غربیانو په افغانستان څلورم برید وکړ کوم هوښیار صاحبنظر ویلي و چې غربیانو جغرافیه لوستې خو له تاریخ ناخبره دي، مګر د بي بی سي دې مسخره راپور وښوده چې پیرنګیان او کاسه پاکان یي په جغرافیه کې هم ټمبلان دي، چې د افغانستان دترټولو لوی ولایت هلمند شمال او جنوب نه ورمعلومیږي او د تبلیغاتي موضوعاتو غوندې جغرافیوي واقعیتونه هم د اټکل په سوټي وهي.
بي بي سي ته بویه  چې دا ځل د ژورنالیستیکي زده کړو په ځای خپلو خبریالانو ته په کابل کې یو د جغرافیې کورس شروع کړي،او په دې یي پوه کړي چې دشمالي هلمند ولسوالۍ له پاکستان سره نه بلکې له مرکزي ولایاتو روزګان، دایکندي او غور سره پولې لري .

حبیب مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x