
افغانستان
غزني کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۷ پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت مرکز کې د سړک غاړې بمي چاودنې له امله د ۷ پولیسو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.
دا پېښه تیره روځ ناوخته د غزني ولایت مرکز اړوند د روضې کوتل په سیمه کې د پولیسو په ګزمې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
د غزني ولایت د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر بازمحمد همت وايي، د پېښې له ځایه روغتون ته ۷ جسدونه وروړل شوي، چې ټول پولیس دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې دولتي عسکر هڅه کوي د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې نوي امنیتي پوستې جوړې کړي، چې د طالبانو له غبرګون سره مخ کیږي او دولتي عسکرو ته د تلفاتو لامل ګرځي.