افغانستانسولې اړوند خبرونه

پنټاګان له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو په پلان کار پیل کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۹ل):  داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شوي؛ د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» له افغانستانه د ټولو امریکایي عسکرو د ایستلو په پلان کار پیل کړی.

له امریکا څخه خپرېدونکې ورځپاڼې «دي هیل» د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله لیکلي، چې تر راتلونکي پسرلي پورې د ټولو امریکایي عسکرو د را ایستلو لپاره په یوه احتیاطي پلان کار پیل شوی؛ خو تر دې دمه د ټولو عسکرو د د ایستلو امر نه دی شوی.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته په خپله وینا کې وویل، چې هیواد يې په منځني ختیځ کې د سولې په لټه کې دی او همدا اوس یې له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو او هلته د جګړې د ختمولو لپاره کار پيل کړی.

تر دې وړاندې هم ټرمپ او د امریکا دفاع وزیر ویلي وو، چې هیواد يې پلان لري د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د پیل تر مهاله «تر نومبر میاشتې پورې» له افغانستانه زرګونه عسکر امریکا ته ستانه کړي او هلته د خپلو شته عسکرو شمېر څلور یا پنځه زره ته راټيټ کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» تېره ورځ د کانګرس یوې ناستې ته وویل، چې که طالبان له امریکا سره په کړو ژمنو ودرېږي، امریکا به په افغانستان کې خپل نظامي حضور صفر ته راټيټ کړي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې، ټول بهرني ځواکونه باید په څوارلس میاشتو کې «تر راتلونکې می میاشت پورې» له افغانستانه ووزي.

تر دې وړاندې پنټاګان له افغانستانه د ۳۶۰۰ عسکرو د ایستلو او د پنځه نظامي اډو د تخلیه کولو خبر ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x