نړۍ

سعودي د عمرې اجازه ورکړه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۹ل): د سعودي حکومت د راتلونکې اکتوبر مياشتې له ۴مې نيټې وروسته د عمرې او د مسجد نبوي زيارت کولو اجازه ورکړه.

د سعودي د داخله چارو وزارت وايي، د سعودي اتباع او دغه هېواد کې ميشت بهرنيان په مشروط ډول کولی شي د ټاکلي شروطو له مخې په تدريجي ډول عمره ادا کړي.

ددغه وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د عمرې لپاره جلا جلا پړاوونه ټاکل شوي او په تدريجي ډول به دغه پړاوونه پرمخ وړي.

لومړي پړاو کې به ځايي ۳۰ سلنه يعنې ۶۰۰۰ کسانو ته د اکتوبر له ۴مې نېټې د‌ عمرې کولو اجازه ورکړل شي.

دويم پړاو کې به د اکتوبر له ۱۸مې نيټې ۷۵ سلنه يعنې ۱۵۰۰۰ کسانو او دريم پړاو کې به د نومبر له لومړۍ نېټې۱۰۰ سلنه يعنې ۲۰زره کسانو ته د عمرې اجازه وي.

بايد وويل شي چې د سعودي حکومت د‌ کرونا وبا د خپريدو مخنيوي لپاره د ۲۰۲۰م کال په مارچ مياشت کې پر عمرې بنديز لګولی و.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x