دیني، سیرت او تاریخنظــر

د ښځو سیاسي حقوق د اسلامي شریعت په رڼا کې

لیکنه: عمرعبدالرحمن

په دې وروستیو کې چې د افغانستان د سرتاسري سولې لپاره بین الافغاني په قطر دوحه کې پیل شوي، د ښځو لپاره حقوقي بنسټونو، رسنیو او حتی د امریکا په کانګریس کې د خلیلزاد څخه اوله پوښتنه د ښځو د حقوقو او په سیاسي میدان کې د هغوی پر مشارکت باندي کیږي.

که په دې وروستیو کې د طالبانو د استازو سره د رسنیو مرکې وګورو، نو نیمی او یا دریمه برخه د مرکې به حتما د ښځو د حقوقو او په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د هغوی د پر رول باندي متمرکزه وي.
په عموم کې یوه ویره خپره ده او یا قصدا خپرول کیږي چې په راتلونکو تحولاتو کې به په افغانستان کې که طالبان واکمن شي او یا هم واک کې شریک شي، نو د ښځو ټول حقوق او ازادي به ورسره سلبیږي او یا به محدودیت باندي لګیږي.

دا خبره خو اوس یقیني ده چې طالبان په افغانستان کې یو سوچه اسلامي نظام غواړي او همدا غوښتنه د ټولو افغانانو ده او د همدې لپاره یې قربانۍ ورکړي او دا څلویښت کاله په یوه بل نامه د یوه او بل اشغال پر خلاف جنګیدلی ځکه چې اشغالګرانو تل هڅه کول چې د افغانانو دیني او عنعنوي ارزښتونه پایمال کړي او د افغانستان ټولنه هم د منځني اسیا او یا هم اروپا په څیر لغړه او د هر اصیل ارزښت څخه بې برخې کړي.

عموما له خپل مطلب څخه به لیري نه ځو، په لاندي څو ټکو کې به د شریعت په رڼا کې د ښځو سیاسي حقوق په لنډ ډول روښانه کړو:

۱- په اسلامي شریعت کې یو عمومي اصل دادی چې ښځه د نارینه سره په ټولو شرعي تکالیفو کې برابره ده، مطلب ښځه په لمانځه، زکات، حج، احسان، امر بالمعروف او نهی عن المنکر او نور ټول شرعي تکالیفو باندي همداسي مکلفه ده لکه څرنګه چې سړی دی، تر څو چې په شرعي دلیل استثناء نه وي. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمائي: (فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ ۖ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ )( آل عمران – 195). همداسي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: (انما النساء شقایق الرجال) رواه احمد.

۲- پر همدې اساس ښځه د سړي په شان مکلفه ده، ټول عبادات به ادا کوي، د الله تعالی شریعت به پر ځان او هم پر نورو تطبیقوي، فرایض به ادا کوي، محارمو څخه به ځان ساتي، د الله تعالی حدود به مراعتوي، د الله تعالی دین ته به بلنه ورکوي ، امر بالمعروف او نهي عن المنکر به کوي.

۳- په مطلق ډول ښځه او نارینه په شریعت کې یو ډول مخاطب دي، یوازي هغه وخت د دواړو تر منځ فرق کیدای شي کله چې په ښکاره نص سره د دواړو تر منځ فرق راغلی وي، او که داسي څه نه وي نو دواړه مخاطب دي. الله تعالی فرمائي: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ [المائدة:2].
همداسي فرمائي: وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ [العصر:3].
بناءا ښځه د نارینه په شان مکلفه ده چې د ټولنې د اصلاح لپاره لاس په کار شي، د محرماتو څخه ټولنه وژغوري، د حق او صبر توصیه وکړي.

۴- د ټولنې اصلاح او پر لارې برابرول د ښځې او نارینه دواړو مسؤولیت جوړیږي. الله تعالی فرمائي: وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَٰئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (71). دلته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دنده یوازي نارینه نه بلکې نارینه او ښځو دواړو ته سپارل شوې او دواړه به خپل دغه فریضه ادا کوي.

۵- اسلام کله هم په سیاست او دین کې تفرقې ته قایل نه دی، اسلام داسي مذهب نه مني چې هغه له سیاسته خالي وي او نه هم داسي سیاست مني چې هغه له دین څخه خالي وي. اسلام د ژوند د هرې برخې لپاره دی، هغه که د حکم او سیاست وي، که اقتصاد او ټولنیز ژوند، تعلیم او تربیه او یا نور هرڅه وي. نو ټول هغه حقوق چې ښځه یې په غیر سیاسي امورو کې لري، هماغه په سیاسي برخه کې لري.

۶- په حدیث کې راغلي: (من لم يهتم بأمر المسلمين فليس منهم)، نو هیڅ کله یو مسلمان نارینه او ښځینه باید خپل په شخصي ژوند او عباداتو کې دومره ورک نشي چې د مسلمانانو د امورو څخه غافله شي او نا خبره پاته شي، هر مسلمان هغه که نارینه او که ښځینه دی، باید د مسلمانانو په حال ځان با خبره وساتي او تر خپله وسه په هغه اهتمام وکړي.

۸- هغه نیکاني او صالحې باخبره ښځې چې کولای شي په سیاسي برخه کې د شریعت په چوکاټ کې کار وکړي، باید هیڅ کله دغه لوی او عظیم کار فاسدو او جاهلو ښځو ته پرې نه ږدي، بلکې دوی باید را میدان ته شي او د هغوی مخه ونیسي.

ځکه نو ویلای شو، ښځه کولای شي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ژوند په هره برخه کې کار وکړي، کولای شي خپل ځانته حلاله نفقه وګټي، کولای شي تجارت وکړي، کولای شي په رسنیو کې کار وکړي تر څو په ښه توګه امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي، کولای شي چې د خپلو مشروعو حقوقو لپاره اواز اوچت کړي، په سیاسي ژوند کې برخه واخلي، د ټولنې په اصلاح کې رغنده رول ولوبوي. یوه نیکه او صالحه ښځه تر ملیونو ناصالحو او فاسدو نارینه وو بهتره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هيښ ويښ

خير يوسی ډېره مهمه او د حالاتو سره برابره ليکنه ده، چې په ايتونو او احاديثو مستنده او د ښځو د مشارکت موضوع په سياسي ،ټولنيز ، اقتصادي ، ثقافتي ، علمي ، تحقيقي ،اداري او منجمنټي برخه کې نه يوازې روا بلکې د ټولنې د اصلاح او رفاه د پاره اشد ضرورت دئ . دهغه ياوه ګويانو او مغرضينو د پاره چې ددې موضوع نه ئې لنګه غوا جوړه کړې ده او د خپلو شيطاني مقصدونو د پوره کولو د پاره يې لوشي خوله ماتوونکی ځواب دئ . د محترم ليکوال نه هيله ده چې په دې موضوع نور… نور لوستل »

جمیل

هغه چی په افغانستان کی د ښځی دآزادی پلوی کوی هغه به یا کافر وی او یا د کفارو ملګری او ملاتړی ، دوی هیڅکله هم د ښځو اسلامی حقوق نه یادوی ، دوی غواړی چی ښځه هر هغه څه وکړی چی نران یی کوی چی دا پخپله جهالت دی ، که یو نر ډیره هڅه هم وکړی چی د ښځی کارونه وکړی کولای یی نسی همدا رنګه ښځه هم د نر پیښی نسی کولای . دا به پر ښځی ډیر جبر او ظلم وی چی د نارینو شاقه او سخت کارونه په وکړل سی . د نر او د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x