نړۍ

م م: ۶۶ لکه شامي کوچنيان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

نن ټکی اسيا: ملګري ملتونه وايي، چې سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې له امله ۶۶ لکه ماشومان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو د کوچنيانو لپاره کارکوونکې ادارې يونيسيف وياند سايمن انګرام وايي، چې د لوږې له ګواښ سره د مخ کوچنيانو شمېر د تېر کال په پرتله درې چنده زیات دی.

تېر کال۲۰ لکه سوريايي ماشومان د لوږې له خطر سره مخ و او سږ کال دا شمېره ۶۶ لکو ته رسېدلې ده.

انګرام زياتوي، چې دوی په دې اړه ۷۷۰ مليونه ډالرو مرستو ته اړتيا لري او دوی تر اوسه يوازې ۳۷ مليونه ډالر ترلاسه کړي دي.

انګرام وايي، که دوی ته ۷۷۰ مليونه بېړنۍ مرستې ونه رسيږي، نو ۶۶ لکه سوریايي ماشومان به د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې ۲۰۱۱ ز کال راهيسې سوریه کې د بشار الاسد پر ضد پيل شوې جګړه کې تر اوسه له يو لک شپيتو زرو زيات خلک وژل شوي او زرګونو نور ټپيان دي او لکونه سوریایان له خپلو سيمو نورو ګاونډيو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x