دیني، سیرت او تاریخ

د طریقت او تصوف حقیقت او اصل هدف – لومړۍ برخه

لیکوال: حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رح،تسهیل او تشریح: مفتي محمد شفیع عثماني رح / کتاب: قصد السبیل

ژباړن: م رحمت الله نړیوال

حامدًا و مصلیًا

تصوف او طریقت چې په حقیقت کې پر شریعت د عمل کولو دوهم نوم دی، په دې کې له یوې اوږدې مودې راهیسي اختلاف او التباس را روان ؤ، چې ډېری ناپوهانو د یؤ څه بزرګانو رسمونه او عادتونه او ډېریو د دوی غیر اختیاري کیفیتونه او د وجد حالات تصوف ګڼلی ؤ، د مقصود او غیرمقصود ترمنځ د نه توپیر لامله ځیني خلک له دې لارې د زیاتي سختې او د عمل وړ نه ګڼلو لامله مایوسه سوي ول او ځیني بیا د غیرشرعي امورو د ترسره کولو او د شریعت خلاف عادتونو او اخلاقو سره سره د یؤ څه حالاتو او ښو خوبونو د لیدلو لامله د ځان اصلاح او د اعمالو د پابندیو څخه بې فکره سوي ول، ددې بدیو د اصلاح لپاره په دې لنډه رساله کې د طریقت او تصوف حقیقت او ددې اصل هدف او د هدف ترلاسه کولو د طریقو اړوند څو مهم او اړین مضامین د «لارښوؤنو» تر عنوان لاندي لیکل کیږي.

لومړۍ لارښوؤنه

د شریعت او طریقت په بیان کې

سلوک او طریقت چې په اصطلاح کې ورته تصوف ویل کیږي، حقیقت یې دا دی چې مسلمان خپل ظاهر/دباندي او باطن/دننه په نیکو اعمالو ښایسته کړي او له بدو عملونو یې وژغوري، د دې تفصیل دا دی چې:

اصل مقصد خو د الله ﷻ رضا ده او ددې ذریعه د شریعت پر احکامو په بشپړه توګه تګ کول دي، دا احکام ځیني د ظاهر سره تړاو لري، لکه: لمونځ، زکات، روژه، حج یا لکه: نکاح، طلاق او د میړه ماینې حقوق ادا کول،قسم/لوړه او کفاره… یا لکه: راکړه ورکړه،دسیسې او شاهدۍ، وصیت، د ترکې ویشل … یا لکه: د سلام او کلام، خوراک او خوب، ناسته او ولاړه، مېلمستیا او کوربتوب.. احکام ودې ټولو مسئلو ته د فقهي علم ویل کیږي.

او ځیني د باطن اړوند دي، لکه له الله ﷻ سره مینه کول او ځیني ویرېدل،الله تعالی یادول،له دنیا سره مینه لږول،د الله تعالی پر خوښه راضي کېدل، په عبادت کې زړه حاضرول،د هغه کارونه په اخلاص د الله ﷻ د راضي کولو لپاره کول،خلک سپک نه ګڼل،ځان خوښي نه کول،غوصه کنټرول او… ودې اخلاقو ته سلوک، طریقت او تصوف وایي.

او لکه څنګه چې پر ظاهري احکامو، لمونځ، روژه او… عمل واجب او فرض دی،همداسي پر باطني احکامو هم د قرآن او سنت له رویه عمل فرض او واجب دی او له باطني ناروغیو څخه د ځان ساتلو اهتمام ځکه ډېر اړین دی چې ددې باطني ناروغیو اثر پر ظاهري اعمالو هم لویږي لکه له الله تعالی سره د محبت د کمښت له کبله لمانځه کې سستي راتلل یا لمونځ ژر ژر د رکوع او سجدې حق ادا کولو پرته کول یا د بخل لامله د زکات او حج همت نه کول یا د تکبر او غوصې لامله پر یو چا ظلم کول، لنډه دا چې شریعت او طریقت/تصوف دوه بېل بېل شیان نه دي، بلکې د شریعت پر ظاهري او باطني احکامو پوره پوره عمل کولو نوم طریقت او تصوف دی، امام اعظم ابوحنیفه رح د علم فقه تعریف داسي کړی دی چې ظاهري او باطني اعمال ټول په کې داخل دي،خو متاخرینو علماؤو د هوسایۍ په خاطر ظاهري اعمال لمونځ، روژه، حج، زکات، نکاح، طلاق، تجارت،اجاره او… یې جلا سره را یو ځای کړل نوم یې فقه کښېښودی او باطني اعمال، اخلاص، صبر، شکر، زهد او… احکام یې جلا را یوځای کړل د هغه نوم یې طریقت او تصوف کښېښودی،له دې اصطلاح سره سم یؤ له بل څخه بېل داسي بللای سې، لکه لمونځ چې بېل او روژه بېل عبادت دی، د انسان لاس یؤ او پښه بل اندام دی،پوزه بل شی دی،غؤږ،زړه او ځیګر بېل بېل اندامونه دي،لیکن د انساني مجموعې بشپړتیا ددې ټولو له مجموعې څخه کیږي له دې څخه یؤ اخیستل له بل څخه بسنه نسي کولای.

همداسي د متاخرینو له اصطلاح سره سم د عقایدو علم،د فقهي علم،د تصوف علم بېشکه بېل بېل علوم او فنون دي، مګر انسان یا مومن او مسلمان ددې ټولو له مجموعې څخه بشپړیږي او د قران او حدیث اتباع پر دې ټولو له عمل کولو څخه ترلاسه کیږي په دې کې یؤه برخه اخیستل او بله له نظره غورځؤل داسي تباه کوونکې ده لکه چې د غوږو ساتنه وسي او سترګې ضایع سي یا د روژې ساتنه وسي او لمونځ ضایع سي.

حضرت شاه ولي الله قُدِّسَ سِرُّه فرمایي: شریعت له طریقت پرته مازي فلسفه ده او طریقت له شریعت پرته الحاد او زندقه ده.

حضرت قاضي ثناءالله پاني پتي رح فرمایي:

د چا چې ظاهر نه وي پاک، د هغه باطن نسي پاکېدلای.

د ظاهر د پاکوالي څخه مراد د ظاهري اعمالو پابندي ده چې په علم فقه کې بیانیږي او د باطن د پاکوالي څخه مراد پر باطني اعمالو پابندي کول چې د هغه بیان په علم تصوف او سلوک کې کیږي.

او امام سهروردي رح په عوارف المعارف کې و صوفیان کرامو ته د پېښېدونکې حالاتو او کیفیاتو په اړه فرمایي: چې حضرت سهل بن عبد الله رح وفرمایل: کُلُّ وَجْدٍ لَایَشْهَدُ لَهُ الْکِتَابُ وَالسُّنَّةُ فَبَاطِلٌ
ژباړه: هر هغه وجدي کیفیت/څرنګوالی چې قرآن او حدیث یې شاهدي نه ورکوي هغه باطل دی.

او بیا یې وفرمایل:چې د صوفیان کرامو د سنت په اتباع کې داسي حال وي ؛ نو ځکه که کوم جاهل صوفي له دې خلاف حالاتو دعوه کوونکی وي هغه په فتنه کې غرق درواغجن صوفي دی.(عوارف برحاشیه احیاءالعلوم ۱/۲۸۰)

د څلرمې هجري مشهور امام ابوالقاسم القشیري رح چې کوم پیغام د خپلـې زمانې د صوفیان کرامو په نامه په «رساله قشیریه» کې لیکلی، هغه کې یې هم د سنت اتباع د صوفیان کرامو اصل وظیفه بللې ده.

له دې معلومه سوه چې ځیني جاهل صوفیان چې دا وایي چې شریعت او طریقت دوې بېلي بېلی لاري دي یو کار چې په شریعت کې حرام وي هغه کېدلای سي چې طریقت کې حلال سي دا قطعا ګمراهي او ښکاره بې دیني ده او د ټولو صوفیان کرامو د مسلک مخالفت دی.

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x