افغانستان

ناټو: طالبانو په مالي او نظامي برخو کې خپلواکي ترلاسه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۹ل): د ناټو تړون د یو محرم راپور په ترڅ کې دا خبره منلې، چې طالبانو په مالي او نظامي برخو کې خپلواکي ترلاسه کړې او دا هغه قوت دی چې کولای شي طالبان په راتلونکي وخت کې د نړیوالې ټولنې له هر قسم فشارونو څخه خوندي ساتلای شي.

په هغه محرم راپور کې چې د ناټو تړون او ازادې اروپا/ آزادي رادیو لخوا په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل نه مخکې چمتو شوی، راغلي چې طالبان اوس د خپل برخلیک ټاکلو لپاره نه بلکې په راتلونکي افغانستان کې د زیات نقش ترلاسه کولو لپاره د مذاکراتو په میز باندې چنې وهي.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی «طالبانو مالي او پوځي خپلواکي ترلاسه کړې او یایې هم ترلاسه کولو ته نیږدې شوي دي» چې ددوی په اند دا هغه سناریو ده د کوم په مټ چې به طالبان هغه ژمنې ماتې کړي، چې د بهرني اشغال د خاتمې  لپاره یې د امریکا متحدو ایالتونو سره کړې وې.

د ناټو په محرم راپور کې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو، د کابل حکومت چارواکو او بهرنیو کارپوهانو په استناد راغلي: «مالي خپلواکي به طالبانو ته دا وړتیا ورکړای شي چې د حکومتونو او یو شمېر نورو هېوادونو د اتباعو له ملاتړ پرته په خپلو ذاتي امکاناتو سمبال کړي.»

په راپور کې ادعا شوې چې دغه چاره به له شک پرته د القاعده په شمول نورو اسلامي تنظیمونو سره د طالبانو اړیکې هم تضمین کړي.

په دغه مشترک راپور کې د مخدره موادو سوداګري، د کانونو استخراج  او صادارات د طالبانو د سترو مالي منابعو په توګه یاد شوي او اټکل شوی چې طالبانو په تیر مالي کال کې چې د روان کال مارچ میاشتې په ۲۰ مه پای ته ورسېد، یو اعشاریه شپږ (۱،۶) ملیار ډالره عواید ترلاسه کړي دي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د طالبانو د مشر مرستیال او د نظامي کمیسیون مشر ملا محمد یعقوب د مالي چارو کنترول هم په خپل لاس کې اخیستی او د مالي منابعو د دقیق څار له لارې غواړي چې طالبان په دې برخه کې تر ممکن حده غښتلي کړي، ترڅو د خپلو پوځي او سیاسي تګلارو په پلي کولو کې چاته احتیاج نه وي.

دا راپور چې د خبریالې او څېړونکې «لین  او داونل» له لوري چمتو شوی خبرداری ورکړل شوی، چې د طالبانو مالي قوت کولای شي دوی له هغو احتمالي فشارونو څخه خوندي کړي چې د القاعده په شمول نورو اسلامي سازمانونو سره د اړیکو لرلو په صورت کې د بهرنیانو لخوا ورباندې واردیږي.

په راپور کې په دې اړه داسې لیکل شوي:«تر هغو چې په دې برخه کې نړیوال اقدام کېږي، طالبان به له ثابتې بودیجې او د سیمې هېوادونو له ملاتړ سره، د یوه غښتلي او شتمن قوت په توګه خپل ځای نیولی وي.»

ناټو په خپل دغه محرم راپور کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او د طالبانو واک ته رسېدلو په صورت کې د سویلي اسیا بلکې د نړۍ په کچه د یو قوت په توګه د طالبانو د راڅرګندېدو په اړه هم اندېښنه ښکاره کړې ده.

طالبانو تراوسه د ناټو او آزادې اروپا/ آزادي راډیو لخوا د چمتو شوي راپور د محتویاتو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو طالبانو تردې وړاندې هم ویلي وو، چې د بهرني اشغال پر وړاندې مبارزه یې ملي ده او له کوم بهرني ملاتړ پرته کولای شي د خپل هېواد دفاع وکړي.

ناټو په داسې مهال د یو محرم راپور له لارې د طالبانو په مالي او نظامي خپلواکۍ اعتراف کوي چې روانه اونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په خپلو څرګندونو کې طالبان ډیر ځیرک او سخت خلک بللي وو، چې په خبره یې امریکا له همدې امله ورسره ښه چلند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

هذا من فضل ربی والحمدلله
اللهم ایدهم فی ما ترضاک
اللهم ایدهم فی بنأ الامن و الازدهار فی وطننا افغانستان

عبدالواحد

111 ً وَ إِنْ یُقاتِلُوکُمْ یُوَلُّوکُمُ الْأَدْبارَ ثُمَّ لا یُنْصَرُون َاوکه هغوی ستاسوسره جنګ وکی نووبه ګرزوی تاسوته شاګانی بیابه هغوی ته مدد ورنکړل سی 112 ضُرِبَتْ عَلَیْهِمُ الذِّلَّةُ أَیْنَ ما ثُقِفُوا إِلاّ بِحَبْل مِنَ اللّهِ وَ حَبْل مِنَ وغورزول سوپرهغوی باندی ذلت په هرځای کښی چه هغوی بیاموندل سی په زمه واری کی دالله دطرفه النّاسِ وَ باؤُ بِغَضَب مِنَ اللّهِ وَ ضُرِبَتْ عَلَیْهِمُ الْمَسْکَنَةُ -سوره آلعمران په زمه واری کی دخلکودطرفه اوهغوی راغلل په غذب کی دالله ووهله سوه پرهغوی باندی محتاجی. داده دالله وعده دمسلمانانوسره خوصبراوجهادپه کاردۍ کامیابی انشاءالله دمسلمانانوده لکه سوویت یونین چه ترناټولس(۱۰) چنده زوروروو… نور لوستل »

Adam Khan

Your white flag, your white heart, your strength, your determination, your honesty and love with the nation, and your honesty and love with the neighboring countries, make me feel young and strong

TALIB JANAH YAWAZI NA YE – ALLAH DAR SARAH MAL DE
STA GHAIRA AW HEMAT TA SALLAM
STA DA ZWAN BADAN SRO WEENO TA SALLAM

طوطی

د جایزو له لاری یا د کانونو او تریاکو له لاری؟ ترمپ ماما د ژوندی وی تاسو به آسمان هم وخیزوی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x