افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزی: هند دې له طالبانو سره اړیکي ټینګي کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۹ل):  د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» وایي، خوښ دی چې هند په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په پرانیستونکي ناسته کې برخه واخیسته او له دې وروسته هم باید له طالبانو سره په تماس کې پاتې شي.

کرزي دغه څرګندونې له «دي هندو» ورځپاڼې سره په خپله تازه مرکه کې کړې. نوموړي ویلي، چې طالبان د افغان ټولنې برخه دي او هند ته ښايي چې په افغانستان کې د نورو جهتونو په څېر له طالبانو سره هم اړیکې ولري «طالبان د هیواد او ولس برخه دي او هند د افغانستان تاریخي ملګری. د هند غوندې ملګري ته ښایي چې د افغانستان له ټولو سیاسي ډلو او د ولس له هرې برخې سره په اړیکه کې وي، نو له همدې امله هند ته ښايي چې له طالبانو سره په تماس کې پاتې شي او له افغان سولې پروسې ملاتړ وکړي.»

کرزي وړاندې زیاته کړې، چې دا د هند لپاره یو ښه ګام وو چې د افغان سولې په پروسه کې یې برخه واخیسته او په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په پرانیستونکې ناسته کې يې ګډون وکړ «ناوخته نه دی، هند په یوه ښه وخت کې د سولې په پروسه کې برخه واخیسته، موږ ترې هرکلی کوو.

نوموړي ددې تر څنګ له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه ډاډ څرګند کړی، او په خبره يې، امریکایان له اوږدې مودې راهیسې له افغانستانه د وتلو پالیسي لري او داسې کوم څرک نه تر سترګو کېږي، چې هغوی دې د ټاکنو له امله د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي.

د کرزي له لوري پورته څرګندونې داسې وخت دي، چې په دوحه کې د افغان جهتونو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي.

هند په لومړي ځل د افغان سولې په پروسه کې ګډون کړی او د بین الافغاني مذاکراتو په پرانیستونکي ناسته کې يې برخه اخیستې وه.

یاد هیواد که څه هم په افغانستان کې د شته حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کاوه؛ خو طالبانو په بیا، بیا ټينګار کړی چې د هند په ګډون د افغانستان له هر ګاونډي سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکي غواړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

د شیطان زویه!
په دی کی دی بیا څه شیطانت دی. شرم هم نلری. لوی احمدشاه بابا دی د(ک، ژ، ب) د جاسوس سره برابر کی. لعنت پر داسی پښتون. پوپل نیکه دی په ګور کی نا ارامه کی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x