افغانستان

خوست کې عسکرو  د مدرسې دوه ښوونکي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۹ل):  په خوست ښار کې د کمپاین عسکرو د مدرسې دوه تنه ښوونکي په چاپه کې له ځانه سره وړي او له هغوی څخه د بدن د غړو تر غوڅولو وروسته یې وژلي.

یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې د قاري جنید او قاري عابد په نوم یادو دوو تنو ښوونکو د خوست ښار اړوند کابل زړې اډې ته څېرمه «سپین جومات» نومي مدرسه کې تدریس کاوه؛ چې تېره ورځ د کمپاین عسکرو ورباندې چاپه واچوله او له پنځو نورو کسانو سره یو ځای یې له ځانه سره یووړل.

سرچینه زیاتوي، چې د قاري عابد او جنید جسدونه په داسې حال کې وموندل شول، چې د یوه یې لاس او د بل سر ترې غوڅ کړل شوي وو.

د سرچینې په خبره، له یادو دواړو ښوونکو سره یو ځای د نیول شوو پنځو نورو کسانو برخلیک لا هم څرګند نه دی.

د کمپاین عسکر چې په خوست او له یاد ولایت څخه په چاپیره ولایتونو کې فعالیت کوي، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې «سي ای اې» تر قوماندې لاندې چارې مخته وړي او د بشري حقونو په نقض او د ولسي وګړو د وژلو تورونه ورباندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x