نړۍ

وسلوالو طالبانو دپاکستان دڅارګري اداري دری تنه چارواکي ووژل

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۴) ډیره اسماعیل خان: وسلوالو طالبانو دپاکستان په شمال لویدیځه قبایلي سیمي کي دپاکستان دڅارګري اداري آی ایس آی دري تنه چارواکي په مخامخ ډزو سره ووژل، له سیمي څخه امنیتي چارواکوخبرورکړی دی، چي نامالومو وسلوالو طالبانو دبنو په سیمه کی دپاکستان دڅارګري اداري دچارواکو پرموټر باندی هغه وخت له دواړو خواوو ډزي پیل کړی کله چی موټر پرسړک باندي دتیریدو په حالت کی وو. دپیښي له ځایه څخه دپولیسو یوه چارواکی دپاکستان یوي انګریزي ورځپاڼي ډان نیوز سره په خبروکي وویل چي دڅارګري اداري دچارواکو پرموټرباندي دکلاشنکوفونوپه واسطه ډزي شوی چي دري تنه وژل شوی اویو بل کس ژوبل شوی دي، دپولیسو سمیزچارواکي سجادخان زیاته کړه چي دوژل شوی چارواکی دپاکستان دڅارګري اداري دکښتي سویی چارواکي وو، په وژل شویو کسانو کی کوم لوړرتبه چارواکی نه وو. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x