افغانستان

بغلان کې ۲۲ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ په سلسله کې تازه ۲۲ تنه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې ویلي، چې دغه تسلیم شوي عسکر د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ مربوط دي چې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون چارواکو لخوا ورته هرکلی ویل شوی دی:

«د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادرې ۲۲ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول. د دعوت او  ارشاد مسئولینو یې هرکلی وکړ.»

طالبانو ته دغه ډله دولتي عسکر په داسې مهال تسلیم شوي چې د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x