افغانستان

پکتیا کې ۱۱ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۹ل): د پکتیا ولایت په درې ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه دولتي عسکر او پولیس له دولتي لیکو څخه راجلا او طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې په دغه ډله تسلیم شوو دولتي عسکرو کې دوه تنه د سیدکرم ولسوالۍ، درې تنه د ځاځي اریوب ولسوالۍ او شپږ تنه نور د احمدخیلو ولسوالۍ مربوط دي.

طالبانو دغه راز د تسلیم شوو دولتي عسکرو مکمل شهرتونه هم خپاره کړي او داچې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مسئولینو لخوا ورته هرکلی ویل شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ لړۍ چټکه شوې او نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته ډلې ډلې تسلیمیږي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دوی دی د ارزګان له عسکرو پند واخلی. د اسیرانو وژنه یو غیر اسلامی عمل چی په ارزګان کی د طالبانو لخوا تر سره شوی. ډیری طالبان بیسواده دی او د اسلام او شریعت په اصولو خبر هم ندی نو ځکه هغوی اسیران وژنی. ما داسی طالبان لیدلی چی په والله که یی خپل لونځ هم زده وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x