افغانستان

د طالبانو وضاحت: روزګان کې عسکر په مخامخ جګړه کې وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۹ل):  وروسته له هغه چې د روزګان ولایت امنیتي چارواکو طالبان د تسلیم شویو عسکرو په وژلو تورن کړل،طالبانو یاد تورونه رد کړي او په خبره يې، وژل شویو عسکرو له تسلیمي ډډه کوله چې له امله یې په مخامخ جګړه کې ووژل شول.

نن سهار د روزګان ځایي چارواکو رسنیو ته وویل، چې د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې طالبانو هغه ۲۸ عسکر او پولیس وژلي، چې دوی ته تسلیم شوي وو.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي « د دایکندي په ګیزاب ولسوالۍ کې د مخامخ جګړې په مهال د مزدور دښمن ۲۸ عسکر او اربکیان وژل شوي.داچې دښمن ادعا کوي یاد کسان له تسلیمۍ څخه وروسته وژل شوي حقیقت نه لري.»

د احمدي په خبره، طالبانو په مکرر ډول هغوی ته د وسلې غورځولو او جګړې نه کولو خبرداری ورکړی وو، خو هغوی په جګړه ټینګار کاوه.

حکومت داسې مهال طالبان د تسلیم شویو عسکرو په وژلو تورنوي، چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو برخو کې طالبانو ته د تسلیميدونکو دولتي منسوبینو شمېره په بې ساري ډول لوړه شوې.

هره میاشت سلګونه دولتي عسکر، پولیس او منسوبین له طالبانو سره یو ځای کېږي، چې د هغوی له لوري یې دروند هرکلی کېږي او په ویاړ یې غونډې جوړېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

It is a propaganda by the Kabul Admin to frighten their own soldier not to surrender to Talib Jan and BBC is obviously a SHAITAN brother of the Kabul Admin to distribute these words of the Kabul Admin I remember Karghal and Najeeb GANDA were doing the same thing via Moscow and Indian radios Talib is fallowing the orders of Holy Quran and Hadith. Talib does not have permission to kill a soldier that has surrendered. That soldier should be fully protected That Talib or that group of the Taliban could be executed by the SHARIA if they violate such… نور لوستل »

جمیل

دا بیهمته درواغجن غلامان غواړی چی د غولیدلو غلامانو د تسلیمی لړی سوکه کړی ، دا د تسلیمی او د حقیقت د پیژندلو لړی به نوره او نوره هم چټکه سی ان شاءالله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x