ټولنیزه برخه

صدقه رد بلا ده

ژباړه: عبدالمجید بهار

د مصر یو مشهور تجار وو، د هغه عمر 50 کاله کم او زیات وه یوه ورځ هغه د زړه تکلیف احساس کړ، کله چی هغه د قاهرې په لوی روغتون کې د بیمارۍ علاج لپاره ورغی، نو ډاکټرانو د بښنې په غوښتلو هغه ته د اروپا هیوادونو ته د علاج لپاره د تګ توصیه وکړه.

هغه ته په اروپا کې د ټولو معایناتو د ترسره کولو وروسته ډاکټرانو وویل ، چی ته په  دنیا کې یواځې د څو ورځو میلمه یې ځکه چی ستا زړه کار پریږدي.

هغه تجار واپس مصر ته راغی او د خپل ژوند یوه یوه شیبه یی شمارله.

یوه ورځ هغه د یوه قصاب څحه غوښه اخیسته، چې ویې لیدل یوه ښځه د قصاب هغه غورځول  شوې وازده یوه یوه زره جمع کوي.

هغه له ښځی وپوښتل دا ولې راجمع کوې؟

ښځی وویل په کور کې مې ماشومان د غوښې د خوړلو لپاره ژاړي،که څه هم خاوند مې مړ دی، او د ګټې کومه بله لاره چاره نشته ، نو ځکه دغه د وازدې یوه یوه زره ټولوم،تر څو هغه ماشومان غلط کړم.

د تجار په سترګو کې اوښکې راغلې، هغه سوچ وکړ ،چی زما دومره مال او دولت ماته څه ګټه وکړه ،اوس خو زه یوازې د څو ورځو میلمه یم، که زما مال او دولت د کوم غریب کس په کار راشي نو څومره به ښه وي.

هغه له قصاب څخه ښه زیاته غوښه د ښځی لپاره واخیستله او قصاب ته یې وویل: دا ښځه وپیژنه دا چې څومره غوښه غواړي هره ورځ یې ورکوه، او پیسې له ما نه اخله.

له دې وروسته تجار په خپل کاروبار کې مصروف شو ،څو ورځې وروسته د هغه د زړه تکلیف ختم شو، هغه د قاهرې یو روغتون ته ورغی، او هلته یی معاینات تر سره کړل، نو ډاکټرانو ورته وویل: چی د معیناتو مطابق ستا زړه هیڅ تکلیف نلري،
هغه تجار بیا خپل معاینات په اروپا کې وکړل چې هلته یې هم معایناتو کې معلومه شوه چې  زړه یې هیڅ ډول تکلیف نلري.

ډاکټران حیران شول ،چی تا کوم داسې کار کړی چې د هغې په وجه ستا د زړه تکلیف په مکمل ډول ختم شو.

هغه ته د هغې کونډې ښځې د غوښې کیسه وریاده شوه.

هغه وخندل، او ويې ویل چې زما علاج د هغه ځای نه شروع شو چی هغه ځای باندې تاسو یقین هم نلرئ.

بیشکه زموږ خوږ پیغمبر(ص) موږ ته ویلي دي چې:

صدقه رد بلا ده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x