ټولنیزه برخه

امت ته له ګمراهۍ څخه نجات ورکول فرض عین ده!

ژباړه: محمد عمر حماد

ډاکټر مولانا غلام غوث هزاروي رحمه الله ته وویل: ستا زوی یوازې نن شپه ستا میلمه ده، د علاج هیڅ طریقه یې نشته.

مولانا غلام غوث هزاروي رحمه الله چې د ډاکټر دا خبره واورېده ویې ژړل، زوی یې کور ته یووړ، ناڅاپه غږ وشه، مولانا رحمه الله ژر ځان دروازې ته ور ورسوه، ویې لیدل چې یو زوړ سپین ږیری ولاړ دی، مولانا رحمه الله له سلام وروسته له بوډا سپین ږیري وپوښتل:

پلار جانه د خیرات لپاره راغلی یې؟ بوډا ورته وویل: د څه شي خیرات!؟ زموږ سیمه کې یو قادیاني(۱) تبلیغ کوونکی پیدا شوی دی او غواړي چې خلک ګمراه کړي، امت د ګمراهۍ خواته روان ده او ته په کور کې ناست یې؟

مولانا هزاروي رحمه الله چې د بوډا دا خبره واورېده، له سترګو یې اوښکې روانې شوې، خپلي بي بي ته یې وویل: امسا مې چېرې ده؟ بي بي یې امسا ورته راوړه او ور یې کړه. مولانا هزاروي امسا ترې واخیسته او روان شه.

بي بي یې لمن ته لاس ور واچوه او ورته ویې ویل: مولانا! دا دې د زوی د ژوند وروستی شېبې دي دا پرېږدې او ځې؟ مولانا! د اسمان لور ته مخ کړ، په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې، روان شه. ناڅاپه یې زوی غږ پرې وکړ، پلار جانه! زه یوازې نن ورځ ستا میلمه یم، روح مې په پرواز کېدو ده، ما څنګه په دې حال کې پرېږدې؟

مولانا هزاروي رحمه الله خپل زوی پر دواړه مخه ښکل کړ او ورته یې وویل: زما زویه! حقیقت دا دی چې زۀ د محمد صلی الله علیه وسلم د دین لپاره روانېږم، سبا به د قیامت په ورځ د حوض کوثر پر غاړه له یو بل سره ملاقات کړو، دا خبرې یې وکړې، روان شه.

مولانا هزاروي رحمه الله هغه سیمې ته لا نه وو رسېدلی چیرته چې قادیاني مبلغ تبلیغ شروع کړی وو چې څو کسان ورته را ورسېدل، ورته یې وویل: ستاسو زوی وفات شو، لطفاً یې د جنازې لمونځ ته ورشئ.

مولانا رحمه الله د اسمان لوري ته وکتل، ویې ویل: د جنازې د لمونځ اداء کول خو فرض کفائي دي، او امت ته له ګمراهۍ څخه نجات ورکول فرض عین، زۀ فرض عین د فرض کفائي لپاره نه پرېږدم.

حرکت یې وکړ او هغې سیمې ته ورسېده چې قادیاني مبلغ پکې تبلیغ کاوه، الله تعالی مولانا هزاروي رحمه الله ته کامیابي ور په برخه کړه او قادیاني مبلغ وتښتېده، مولانا هزاروي رحمه الله وروسته له دریو ورځو څخه دوباره خپل کور ته را ستون شه.

بي بي یې د ژړا په حال کې ځان مولانا رحمه الله ته ور ورساوه او ورته یې وویل: مولانا! کله چې ته له دې ځایه لاړې، نو زوی دې ویل چې کله مې پلار جان را ستون شي زما سلام ورته وایه. مولانا رحمه الله چې کله دا خبره واورېده، په بیړه سره یې د خپل زوی قبر ته ځان ور ورسوه، او دا دعا یې ورته وکړه: اې ربه! د ختم نبوت په وسیله مې د زوی قبر د جنت باغ وګرځوې.

مولانا رحمه الله له دعا کولو څخه وروسته کور ته را ستون شه، د شپې یې خپل زوی پر خوب ولیده، زوی یې وروسته له ملاقاتو څخه وویل: قسم د محمد صلی الله علیه وسلم په رب چې الله تعالی د ختم نبوت په وسیله زما قبر د جنت باغ وګرځوه.

سبحان الله

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

داامامان خوټول دقرآنکریم داحکامومخالف حکمونه کړی دی اوقرآنکریم فرمایی محمد(ص)آخری نبی دۍ دوی ته داوحی چاراوړی اوداپنځه مذهبه یعنی ۵ ډلی په اسلام کی خوالله دمحمد(ص)په قرآنکی شرک بللۍدۍ(۳۰سوره الروم آیات ۳۲–۳سوره آل عمران آیات ۱۰۳–۶سوره الانعام آیات ۱۵۹ –اوداسی نور) داچه تالیکلی دی دابلکل ټف درواغ دی قرآنکریم په ترجمه ووایه اوپراحکا موعمل وکه که دالله بیریږی دادوهابیانواوکادیانیانولیکلی کتابونه مه وایه محمد(ص) آخری نبی دۍ اوقرآنکریم حق دۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x