افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیه: طالبان له امریکا سره کړي توافق ته د «ژمن پاتې کېدو» پوره هڅه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۳ تله، ۱۳۹۹ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، سره له دې چې د طالبانو او د کابل د دولتي ځواکونو تر منځ جګړه زیاته شوې، خو طالبانو پر بهرنیانو هیڅ ډول برید نه دی کړی او په دې توګه  له امریکا سره په دوحه کې کړي توافق ته ژمن پاتې شوي.

د سپوټنیک خبري اژانس د راپور په حواله دغه څرګندونې د روسيې  د بهرنیو چارو وزارت ویاند «ماریا زاخوروا» تېره ورځ په مسکو کې یوې خبري ناستې ته کړې.

دې ویلې، سره له دې چې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی؛ خو له دې سره، سره طالبان له امریکا سره کړي توافق ته ژمن دي او پر بهرنیانو یې هیڅ ډول برید نه دی کړی « مسکو په دې باور دی چې طالبان له امریکا سره کړي توافق ته د بشپړې ژمنتیا ښودلو په هڅه کې دي.»

د زاخاروا په قول، په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په لومړي پړاو کې د بحث پېچلتیا او اوږدوالی په افغانستان کې د جګړې د زیاتوالي لامل شوی، نو ځکه ښایي چې ژر تر ژره د ناستو په اصولو او طرزالعمل توافق وشي او سمدستي د مهمو موضوعاتو مطرح کولو ته لار  پرانیستل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ددې تر څنګ وړاندیز کړی، چې اوږد مهاله اوربند باید د بین الافغاني مذاکراتو د لومړي پړاو له مطرحو موضوعاتو څخه وي.

پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوی تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ او  په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي.

روسيې په بیا، بیا د امریکا او طالبانو تر منځ له شوي تړون هرکلی کړی او په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو شتون یې خپلو ملي ګټو او د منځني ختیځ امنیت ته زیان بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x