افغانستان

صرافانو د اختطافونو او نا امنۍ په غبرګون کې په ټول هیواد کې اعتصاب پيل کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۳ تله، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو سرتاسري شورا په بلخ ولایت کې د صرافانو د رییس د تښتول کېدو په غبرګون کې اعتصاب پیل کړی.

د صرافانو د سرتاسري شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې وروستیو کې اختطافونه، باج اخیستنې، غلاوې او نا امني په بې  ساري ډول زیاته شوې، چې صرافان یې په ځانګړي ډول ښکار ګرځي او له هیواده د سرمایو ایستلو ته مجبوره کېږي.

خبرپاڼه کې وړاندې د بلخ ولایت د صرافانو د اتحادیې د رییس «حاجي عبدالقیوم زماني» اختطاف ته اشاره شوې، یاده پېښه په کلکو ټکو غندل شوې او په ټول هیواد کې د پولي خدمتونو او صرافیو د تړل کېدو غږ شوی «د صرافانو سرتاسري شورا په عمومي اعتصاب لاس پورې کوي او له همدې امله به د پنجشنبې په ورځ په ټول هیواد کې صرافۍ او د پولي خدمتونو مرکزونه تړلي وي.»

صرافانو غوښتنه کړې چې د ځان او مال امنیت ته یې پاملرنه وشي او د بلخ ولایت د صرافانو رییس هر څومره ژر چې شونې وي پیدا او له بنده خلاص کړل شي.

د صرافانو د شورا اعتصاب داسې مهال دی، چې وړمه د بلخ د صرافانو د اتحادیې رییس «عبدالقیوم زماني» په مزار شریف ښار کې په داسې حال کې اختطاف کړل شو، چې د سهار له لمانځه اداء کولو څخه وروسته کور ته په لاره و.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو وختونو کې د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو لویو ښارونو کې نا امني او د وسله والو غلاوې اوج ته رسېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x