
افغانستان
بدخشان کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۹ل): د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې د یو وسله وال برید پایله کې د یوې کورنۍ ۵ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا پېښه نن د پنجشنبې په ورځ سهار هغه مهال رامنځ ته کله چې ناپېژاندو سله والو د درایم ولسوالۍ اړوند «پتاوک» سیمه کې پر یوه موټر ډزې وکړې.
د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني وايي، په دغه پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، یادې کورنۍ غوښتل خپل ماشومان ښوونځي ته ولیږدوي چې له دغې پېښې سره مخ شول.
د روحاني په خبره پولیسو د پېښې د څرنګوالي په هکله څیړنې پیل کړي دي.