لیکنېنظــر

بین الافغاني مذاکرات: طرز العمل کې د اختلاف اساسي مادې

عمر عبدالرحمن

له هغه راهیسي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او د کابل څخه د مختلفو ډلو څخه جوړ مذاکراتي ټیم غړو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پيل شوي دي، افغانان د یوې چټکې جوړ جاړي، اوربند، سولې او چټک بدلون په هیله دي خو د دوحې څخه خپرېدونکي خبرونه او د اړوندو جهتونو څرګندوني له هیلو ډکې نه ښکاري بلکې تر اوسه حتی د مذاکرات پيل شوي نه دي او د مذاکراتو د پیل لپاره پر یوه کاري طرز العمل باندي خبرې رواني دي چې شاوخوا شل مادې لري، د اوریدو سره سم دوه مادې يې تر اوسه متنازع فیه دي او نوري حل شوي دي. او ځیني بیا وایی چې دا مادې ۳ دي خو اکثریت سرچینې د دوه مادو خبره کوي.

د طلوع نیوز او ځینو نورو سرچینو په حواله هغه دوه مادې چې اختلافي دي په لاندي ډول دي:

لومړی: بین الافغاني مذاکرات د امریکا سره د تړون پر اساس او د هغه په پایله کې پیلیږي.

دوهم: په مذاکراتو کې د اختلاف په صورت کې به پریکړي د حنفي فقه پر اساس کیږي.

دا دواړه داسي موارد دي چې غالبا د طالبانو له لوري مطرح شوي دي، او مقابل لوری یې مخالفت کوي او یا هم غواړي چې بڼه او صیغه یې ور بدله کړي خو طالبان وايي چې په همداسي مختصره توګه سم دي.

د مثال په ډول که لومړۍ مادې ته راسو نو رشتیا هم طالبان اوس د افغانستان په سطحه یو متحد قوت او ځواک دی، داسي قوت چې امریکا او ورسره د څلویښتو هیوادونو ایتلافي ځواکونو او په کابل کې د هغوی لخوا تپل شوي حکومت ته یې په هر ډګر کې ماتې ورکړې او بهرني ځواکونه یې بالاخیره د ۱۹ کلونو مبارزې وروسته بهر وتلو او د روان کال ۲۰۲۰ د فروري پر ۲۹مه نیټه د نړۍ په مخکې د قطر په دوحه ښار کې د تړون امضا ته مجبوره کړي چې پر اساس به یې بهرنیان په ۱۴ میاشتو کې د افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه باسي.

خو همدې تړون بیا طالبان مجبوره کړي چې د کابل میشتي حکومت او سیاسي جهتونو او تنظیمونو سره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

طالبان چې کولای یې شوای، د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته په ډیره لنډه موده کې ټول افغانستان تر خپلې ولکې لاندي راولي، د امریکا سره د تړون پر اساس دې ژمنې ته پابند دي چې دوی به د کابل د حکومت او نورو ټولو جهتونو سره د خبرو له لاري هڅه کوي چې د افغانستان څلویښت کلن ناورین ته د پای ټکی کښيږدي. او دا خبره نه یوازي امریکا د ټولۍ نړۍ په مخکې منلې او امضا کړې بلکې د ملګرو ملتونو اکثریت غړو هیوادونو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم منلې او تصویب کړې ده. ځکه نو د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوی تړون به هر وخت په هره موقع کې حاضر وي او باید وي تر څو هم طالبان او هم نړیواله ټولنه دغه تړون ته ژمن پاته شي او دا مذاکرات پر مخ روان شي..

که چیري دا تړون تر منځ نه وي، فکر نه کوم چې طالبان به په اوسني قوت او ځواک کې دېته اماده شوي وای چې د کابل د پاشلې ادارې او بې واکه پخوانیو تنظیمي مشرانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته کښيني. طالبانو په ډیره اسانۍ سره کولای شوای چې د بهرني ملاتړ څخه بې برخي کابل حکومت په لنډو شپو کې را چپه او یا د سختو مشکلاتو سره مخ کړي.

دوهمه ماده چې په مذاکراتي بهیر کې د اختلاف پر مهال به د حنفي فقه پر اساس پریکړه کیږي، هم ډیره معقول ښکاري او همدا د افغانستان د ټولو پخوانیو حکومتونو معمول او رسمي دریځ دی.

د افغانستان اهل تشیع افغانان دي او حقوق یې پر سر سترګو، نه یوازي اهل تشیع بلکې ټول اقلیتونه لکه اسماعیلیان، هندوان، سیکان او نور اقلیتونه ټول حقوق لري او په ازاد افغانستان کې جوړېدونکی اساسي قانون باید دغه حقوق ټول تضمین کړي، خو اوس ددغو اقلیتونو احوال شخصیه مربوط قوانینو اړتیا د مذاکراتو په طرز العمل کې هیڅ نه لیدل کیږي.

په دې وروستیو کې د حنفي فقه پر اساس د پریکړې پر خلاف ځینو رسنیو مغرضانه بحثونه را پیل کړي او د اساسي قانون هغه برخه نشروي چې هلته د اهل تشیع د احوال شخصیه قوانینو یادونه شوې، او بیا د احوال شخصیه قانون تر بحث لاندي نیسي خو دلته پوښتنه داده چې د اهل تشیع په خپل منځي احوال شخصیه پوري د مذاکراتي بهیر څه تړاو دی؟ ایا په مذاکراتو کې به پر دې بحث کیږي چې اهل تشیع به په خپل منځ کې نکاح پر کومو شرایطو تړي او یا به څرنګه میراث سره تقسیموي او یا به څرنګه پر اولادونو نفقه کوي وغیره.؟ د اخو ټول ددوی احوال شخصیه مربوط قوانین دي چې هیڅ کلهیوه حکومت یې مخالفت نه دی کړی، حتی د طالبانو د حکومت پر مهال شیعه ګانو خپل منځ کې د خپلو قوانینو پر اساس پریکړي او معاملات کول او هیڅ چا مداخله نه پکښي کول، اوس په مذاکراتي بهیر کې د دې څه اړتیا ده چې د اهل تشیع د احوال شخصیه یادونه د حنفي فقهې تر څنګ وشي؟

زما په نظر د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره طرز العملونه جوړول یو مثبت ګام دی، باید ژر تر ژره په معقوله توګه نهايي شي او پر اصل مذاکراتي اجنډا باندي کار پیل شي، چې باید د اولویتونو پر اساس جوړه شي او سمدستي مسایل تر بحث لاندي ونیول شي. په اوس وخت کې د اهل تشیع د احوال شخصیه بحث نه دی راغلی او نه هم اولویت دی، د دوی حقوق به په هر حال خوندي وي او کله به هم ضایع نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x