دیني، سیرت او تاریخ

حیاء او پاک لمني (څلورمه برخه)

لیکوال: مولانا ذوالفقار احمد نقشبندي

ژباړه: کریم الله زاهد

– د حضرت جنید بغدادي رحمه الله په زمانه کې یو امیر کس وو چې ښځه یې ډېره ښکلې او حسینه وه. دې ښځې چې نرمۍ ملا او ښکلې څېره یې لرل پخپل ښایست ډیر ناز کاوه. یو ورځ یې د سنګار کولو پر مهال خپل خاوند ته مخ ورواړاوه او په ډیر ناز او نخرو یې وویل داسي کس به نه وي چې ما وویني او په زړه کې زما امید ونه کړي. خاوند یې ورته وویل ماته معلومات شته چې که دي جنید بغدادي رحمه الله وویني پروا به دي هم ونه کړي. ښځې یې ورته وویل که اجازه وي نو جنید بغدادي امتحانوم. خاوند یې وویل دا نو څه خبره ده، دا ګز دا یې میدان، زه به هم وګورم چې جنید بغدادي په څومره اوبو کې دی – خاوند یې اجازه ورکړه.

هغې ښځې سنګار وکړ او د جنید بغدادي رحمه الله خوا ته راغله او د یوې مسئلې د پوښتلو په بهانه یې نقاب له مخي لیري کړ، کله چې د جنید بغدادي رحمه الله سترګې پرې ولګېدې په زور او لوړ آواز یې د الله تعالی نوم واخیست. دې نوم د ښځې پر زړه تأثیر وکړ او د زړه حالت یې وربدل کړ، بیرته کورته راغله، ټول ناز او نخرې ورڅخه پاته شوې، د ژوند شپې او ورځي یې بدلي شوې، ټوله ورځ به یې د قرآن کریم تلاوت او ټوله شپه به پر مصلې (جاینماز) ولاړه لمونځ کاوه. د الهي ویري او محبت له وجې یې پر مخ د اوښکو لاري جوړي شوې. ددې ښځې خاوند به ویل چې ما غوښتل جنید بغدادي رحمه الله امتحان کړم خو هغه زما له ښځې راهبه جوړه کړه او زما ټول کور ډوډۍ او کار یې پرېښود.

– حضرت بایزید بسطامي رحمه الله به ویل کله چې زما سینې ته د نسبت نور انتقال شو، نو داسي باطني یخوالی مي نصیب شو چې د ځوانۍ په پوره جوش کې هم پر ما د ښځې او دیوال فرق نه وو.

له دې لوړو واقعو ددې خبرې تصدیق کیږي چې کاملو اولیاؤ ته د الهي محبت داسي خوږوالی نصیب کیږي چې بیا نفساني او شهواني خوندونه ددوی په نظر کې هیڅ هم نه وي.

ګویا د اولیاء الله د نښانیو څخه یوه نښاني داده چې هغوی پاک لمنه ژوند او زنده ګي تیروي، که بالفرض د بشري تقاضا له وجې له هغوی څخه کومه ګناه کیږي، نو تر څو چې یې د ریښتنې توبې په واسطه هغه ګناه نه وي پاکه کړې آرام نه کښیني.

حضرت ماعز اسلمي رضی الله عنه ددې خبره عمده دلیل دی، ده ته پر ریښتني توبې دومره اجر ورکول شو چې که د هغه اجر زکات وایستل شي او وویشتل شي نو د ټول ښار ګنهګارانو ته به بخښنه وشي.

اهل الله فرشتې نه دي، انسانان دي، د هغوی څخه هم احیانا ګناه کېدل ممکن وي، خو هغوی پر ګناه ټینګار او دوام نه کوي، داسي واقعات بیخي شاذ بلکي د الشاذ کالمعدوم مطابق د نشت برابر دي. عام قانون دادی چې الله تعالی خپل اولیاء له کبیره ګناهونو څخه ساتي، کله کله خو د لږ وخت لپاره له هغوی څخه د خپل حفاظت چترۍ پورته کړي چې د هغې له وجي د اولیاؤ څخه خطا او کمی وشي، نو هغوی بیرته فورا د ډیر آه او زاریو په وسیله له الله تعالی څخه مغفرت غواړي. د الله تعالی د هغوی ژړا، فریاد، منت او زارۍ او بښنه غوښتل خوښیږي، ځیني وختونه خو الله تعالی پر ریښتنې توبې دومره خوشاله کیږي چې د هغوی ټول ګناهونه ورته په نیکیو بدل کړي. اصول همدا دي چې اولیاء الله پر ګناهونو او بدکاریو ټینګار او همیشه والی نه کوي او پر ګناهونو ټینګار کوونکی ولي الله نه وي. ددې مثال داسي دی لکه څنګه چې قرانکریم ته غلطي او باطل لاره نشي پيدا کولی همداسي اولیاء الله هم دي، ددې معنی دا نه ده چې په قرانکریم کې د کتابت یا پرینټ غلطي نشي راتلی، که چیري څوک په چاپ کې غفلت وکړي نو په قرانکریم کې د چاپ یا پرینټ غلطي راتلی شي، خو دا غلطي قرار نه نیسي، چې کله یې هم کوم حافظ یا عالم تلاوت کوي نو فورا یې چاپي غلطي نښاني کوي او غلطي سموي. باطل هیڅکله د همش لپاره له حق سره نشي پاته کېدلی. نو لکه څنګه چې په قرانکریم چې د کتابت او چاپ غلطي قرار نه نیسي همدا شان د ولي الله په ژوند کې هم د کبیره ګناه عادت قرار نه نیسي.

ولي الله هغه کس وي چې پر شریعت او سنت د استقامت ژوند تیروي، که شیطان د هغه څخه د کومي ګناه په کولو کامیابه شي، نو دا کس فورا پښېمانه او شرمنده کیږي او توبه کوي، پر ګناه دوام او ټینګار نه کوي.

په حدیث شریف کې راځي: ( التَّائِبُ مِنْ الذَّنْبِ كَمَنْ لَا ذَنْبَ لَهُ) (مشکوة، ۷۳۰)

(له ګناه څخه توبه کوونکی داسي دی لکه ګناه چې یې کړې نه وي)

اصول همدا دي چې انبیاء کرام معصوم او اولیاء کرام محفوظ وي. دلته ذهن ته دا پوښتنه راځي چې که کامل اولیاء له ګناه څخه محفوظ وي نو ولي ځیني وخت د حفاظت پرده یې له سره پورته کړل کیږي؟

جواب یې دادی چې الله تعالی د خپلو بنده ګانو مربي ( تربیت کوونکی ) دی او هغوی په مختلفو حالاتو کې تربیه کوي، پخپلو اولیاؤ کې له کوم یوه څخه داسي عمل صادر کړي چې له وجې یې هغه کس ته د خپل نفس د ښه ملامتولو موقع په لاس ورکړي، د هغه په داخل کې ځان خوښونه او عجب له مینځه یوسي، هغه محتاج کړي او د ناز ریښې یې له بیخه وباسي.

د حضرت ابو عبدالله اندلسي واقعه ددې ښه مثال دی، یو عیسائي پر لاره تېرېدی چې حضرت ابوعبدالله اندلسي رحمه الله ولید او وویل عیسائیان څومره بې عقل خلک دي چې له الله تعالی سره شریک نیسي. بس پر همدومره معمولي خبره الله تعالی د هغه ټول باطني کیفیات سلب کړه. هغه پر یوې عیسایۍ میرمني عاشق شو، د هغې سره د واده کولو لپاره یې یو کال خنزیران وڅرول، د قرانکریم او حدیثو حفظ یې هیر شو، بالاخره د هغه مرید حضرت شبلي رحمه الله چې د هغه ملاقات ته راغلی نو دواړو ښه ډېر وژړل، له الله تعالی څخه یې په ډیري ژړا ژړا بښنه وغوښته، الله تعالی هم ټول کیفیات بیرته ورکړه. دا ټول ددې لپاره پېښ شول تر څو اندلسي رحمه الله ته دا معلومه شي چې که دی پر هدایت باندي دی نو دا دده ده عقل کمال نه دی، بلکي د الله رب العزت د رحمت کمال دی. د حضرت ابو عبدالله اندلسي رحمه الله یاداښت بیرته کار وکړ، له مخکي حالت څخه یې ډیر د دین خدمت وکړ او د لکونو انسانانو د هدایت سبب شو، الله تعالی دي مونږ له خپل حفاظته کله هم نه لیري کوي – آمین ثم آمین

د خبره خلاصه داده چې مشائخ کرام خپلو مردانو ته د ذکر او مراقبې تعلیم ورکوي چې پر هغو د پابندۍ له وجې د سالک په داخل کې د نفساني خواهشاتو د کنټرول صفت پیدا کیږي، د هغوی نظرونه پاکیږي، زړونه یې پاکیږي، طبیعت یې د شریعت پابند کیږي، هغوی ته د پاکیزه او پاک لمنه ژوند تیرول آسانه کیږي، همدا صفت د ولایت مقام د حاصلولو سبب جوړیږي.

له حضرت نقشبند بخاري رحمه الله څخه یو کس پوښتنه وکړه چې حضرت! انسان کله بالغ کیږي؟

بخاري رحمه الله ورته وفرمایل چې د شریعت بالغ که د طریقت بالغ؟ هغه وویل چې حضرت ماته د دواړو تفصیل ووایاست. نو ورته وې فرمایل چې انسان د شریعت له نګاه هغه وخت بالغ کیږي چې له داخله یې مني راووزي او د طریقت بالغ هغه وخت کیږي چې کله دی له مني څخه راووزي (یعني د شهوت اړوند ګناهونو څخه ځان وساتي)

له دې معلومه شوه کله چې د ولایت نور سینې ته داخل شي نو د سالک هیجاني کیفیاتو ته سکون پیدا شي، د شهواتو په سمندر کې په پورته او کښته حالت کې نه وي، سالک ته د پاک لمنۍ ژوند نصیب شي، همدا صفت د ولایت د مقام منشا او شرط دی.

د پاک لمنۍ له وجې په دنیا کې الهي مرسته:

(۱) – په دنیا کې یې تخت او تاج نصیب شو:

راتلونکې برخه کې….!

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x