افغانستانسولې اړوند خبرونه

ازبکستان: ملګري ملتونه دې افغان سولې پروسه کې د همکارۍ په موخه کمېټه جوړه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۳ تله، ۱۳۹۹ل): د ازبکستان ولسمشر « شوکت میرضیایف» له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغان سولې په پروسه کې د هڅو د همغږي کولو او د تسهیلاتو برابرولو په موخه یوه دایمي کمېټه جوړه کړي.

نوموړي دغه وړاندیز تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته په خپله وینا کې کړی.

ضیایف ویلي، چې افغانستان د مرکزي اسیا یو مهم هیواد دی چې تاشکند یې د سولې او بیارغونې په برخه کې هڅې کړې او د طالبانو په ګډون هلته له شته ټولو جهتونو سره د افغان سولې په اړه غږېدلي.

د نوموړي په قول، ازبکستان افغانستان کې د ثبات او سولې په موخه ډېره پانګونه هم کړې ده، او د پلخمري-سرخكان تر منځ د سړک د جوړولو چارې یې پیل کړې.

د ازبکستان ولسمشر په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له روانې پروسې ملاتړ کړی او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی چې په دې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یوه دایمي کمېټه تشکیل کړي «موږ غواړو چې ملګري ملتونه یوه کمېټه تشکیل کړي، تر څو د افغانانو هیلو او غوښتونو ته غوږ ونیسي، د کمېټې اصلي موخه به په ټولنیزه او اقتصادي برخه کې د افغانستان له پراختیا سره مرسته کول وي.»

د ازبکستان د ولسمشر پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان جهتونو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پيل شوې.

ازبکستان یو له هغو هیوادونو دی چې له طالبانو سره یې د افغان سولې په اړه اړیکې نیولې او د بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب وړاندیز یې هم کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

میرزایفه ! دا ارمان به ګورته یوسی .
افغانان د پردیو مداخله نه غواړی ، دا شل کاله ټولو خپل امتحان ورکړ ، ټوله مونږ ته ناکامه دی ، د ناکام څخه د کامیابی هیلی نسی کیدلای .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x