افغانستان

غني په ځانګړو مراسمو کې د پاکستان د سفیر «باور لیک» ومانه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۳ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» په ځانګړو مراسمو کې د پاکستان د نوي سفیر «منصور احمد خان» باور لیک ومانه.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې مراسمو کې منصور احمد خان اشرف غني ته د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» او د پوځ د لوی درستیز «قمر جاوید باجوه» سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کړې او وړاندې يې زیاته کړې چې هیواد يې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او په دې هیواد کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی.

د منصور احمد خان په خبره، د اړیکو، ترانزیټ او سوداګریزو همکاریو پراختیا او د دواړو هیوادونو د خلکو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو رامنځته کول یې د ماموریت برخه دي.

ورته مهال اشرف غني  د پاکستان نوي سفیر ته ښه  راغلاست  ویلی او په خبره یې له پاکستان سره د اړیکو پراختیا او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د افغان کډوالو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ستونزو د حل غوښتونکی دی.

یاده دې وي، چې منصور احمد خان د پاکستان د ډيپلوماسۍ په دستګاه کې د یوه تکړه او لوبېدلي ډيپلوماټ په حیث پېژندل کېږي، چې تر دې وړاندې په اسټرالیا او هند کې د پاکستان سفیر او په جینوا کې د پاکستان له لوري د ملګرو ملتونو لپاره دایمي استازی پاتې شوی.

نوموړی داسې مهال د افغانستان لپاره د سفیر په حیث ټاکل کېږي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د افغان سولې پروسه یوه حساس پړاو ته ننوتلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پر پاکستان باید هیڅ څوک باور ونکړی. دا سړی پدی خاطر دلته اوس سفیر شو چی کچیری طالبان حکومت سره یو ځای شی نو دا سړی درست تنظیم او اداره کولای شی. پاکستان هیڅکله د غنی دوست کیدای نشی مګر له طالبانو سره یی میلمه پالنه تر اوسه ټینګه ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x