افغانستان

بغلان کې یوې پوځي چورلکې سقوط کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د یوې پوځي چورلکې سقوط پېښه کې د ۲ پیلوټانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

دفاع وزارت نن د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پوځ یوې چورلکې د تخنیکي ستونزو له کبله په بغلان ولایت کې سقوط کړی او ۲ تنه پیلوټان په کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه نن مازدیګر څلور نیمې بجې د پلخمري ولسوالۍ په «کپرک» سیمه کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې نسکوره شوې «ام ډي ۵۳۰» ډوله چورلکه سیند ته لوېدلې او ویجاړه شوې ده.

له بل پلوه د بغلان د ولایتي شورا غړي بسم الله عطاش رسنیو ته ویلي، دا چورلکه نن ماسپښين د پلخمري په شمرق سیمه کې د وارداتي برېښنا یوې ستنې سره جنګېدلې او نسکوره شوې چې له امله یې د برېښنا ۲۲۰ کیلو ولټه مزي هم پرې شوي دي.

دفاع وزارت ددې پېښې په  هکله د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی؛ خو ددې پېښې په هکله یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x