افغانستان

بلخ کې د هوايي برید له امله د یوې میرمنې په ګډون ۳ تنکي ماشومان «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو په هوايي برید کې د یوې میرمنې په ګډون ۳ تنکي ماشومان «شهیدان» شوي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي الوتکو پرون د چهارشنبې په ورځ مازدیګر د چهاربولک ولسوالۍ په هزار قشلاق سیمه کې د خلکو په کورونو «ړنده» بمباري کړې چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې د یوې میرمنې او ۲ تنکو ماشومانو په ګډون ۳ تنه «شهیدان» شوي او یو کور هم ویجاړ شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ولسي خلکو او تعلیمي مراکزو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې د تاوتریخوالي او پوځي عملیاتو شدت ښايي مذاکراتي پروسه تر خپل سیوري لاندې راولي او کیدای شي چې ددې پروسې د ناکامۍ لامل هم وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خو طالبان دی زر تر زره سوله وکی له یوی خوا هغوی خپلو حملو ته شدت ورکړی نو حکومت خو بله لار نلری بیغیره له بمبارده چی پکی بیګناه خلک ووژل شی. طالبانو هم ابل پرون ارزګان کی ۲۸ تسلیم شوی عسکر ګفته کړی او خوړلی یی دی. رنګ دی د دواړو ورک شی هم د حکومت او هم د طالبانو. خلک له دواړو څخه نفرت کوی. که طالب مسجد کی ځآی پر ځای نشی حکومت به ولی مسجد بمبارده وی، که طالب د خلکو کورو کی ځای وننسی نو حکومت به ولی د خلکو کورونه بمبارده وی؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x