ورزش

افغانستان کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پېل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۹ل): د افغانستان فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالۍ نن پنجشنبه د سپتمبر په ۲۴مه نېټه په کابل کې له پرانېستغونډې وروسته پېل شوې.

د یاد لیګ په افتتاحي سیالۍ کې د هریرود توپان او اباسین څپې لوبډلې مخامخ شوې چې د هریرود توپان لوبډلې په یو صفر بریا خپله کړه.

هریرود توپان د تېر ۲۰۱۹م کال د افغان پریمیئر لیګ اتم پړاو اتله لوبډله ده چې یو وار بیا یې پېل په بریا وکړ.

د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکي وایي چې لوبې به د نندارچیانو په شتون کې د روغتیایي خوندیتوب او اصولو مراعاتولو سره ترسره کیږي.

خو بل لور ته د کرونا ویرې سربېره ددغه لیګ په پرانېستغونډه کې د نندارچیانو پراخ شتون انديښنې ښودلې دي.

د عامې روغتیا وزارت هغه مهال چې د شپږیزې کرکټ لیګ ته د ترسره کولو اجازه ورکړې وه، د فوټبال لیګ ته هم اجازه ورکړه خو د کرونا د مخنیوي پر اقداماتو یې بشپړ ټینګار کړی و.

که څه هم د پرانېستغونډې پرمهال د خلکو پر مخونو زیاته کچه ماسکونه نه لیدل کیږي خو د فوټبال فدراسیون وایي چې له نندارچیانو یې د ماسک کارولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان په فوټبال پریمیئر لیګ سیالیو کې ۸ لوبډلې ګډون کوي چې په دوه ګروپونو ویشل شوي او د اکتوبر تر ۹مې نیټې به دوام وکړي.

په لومړي ګروپ کې د شاهین آسمایي، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش او د میوند اتلان دي. په دویم ګروپ کې د هریرود توپان، د سپین غر بازان، موجهای آمو او د اباسین څپې لوبډلې دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x