لیکنېنظــر

سوله، افغان چارواکي، عصبیت او د ډېورنډ کرښه

مفتون احمدزی

په هېواد کښې د سولې د راتلو هیلو او بین الافغاني خبرو اترو د پیلېدو سره سم ګورو چې په حکومتي او غیر حکومتي کچه داسې مسایلو ته لمن وهل کیږي کوم چې د سولې د خبرو د ناکامۍ او د یوې نوې بدمرغۍ بنسټ ایښوودلو معنی لري.

د ولسمشر د لومړي او دوهم مرستیالانو وروستۍ مرکې او ویناګانې د دې امر غمازي کوي چې د پردې تر شا داسې لاسونه کار کوي کوم چې غواړي د سولې خبرې ناکامه او ولس له یو نوي ناورین سره مخ سي.

د ولسمشر دوهم مرستیال په دې وروستیو کښې په خپله یوه وینا کښې د افغانستان تاریخ او ددې هېواد د مؤسس او له هغه نه وروسته ولسواکانو ته سپکاړی کړی دی او دا دوه نیم سوه کلونه  یې د ظلم او استبداد دوره بللې او د طالبانو د اسلامي امارت غوښتنه یې هم د همدې لړۍ کړۍ بللې ده.

د سرور دانش دا بې دانشه څرګندونې که یو خوا ډېرې بې بنسټه دي بلخوا ډېرې بې وخته، له تعصب، نفرت  او له غرضه ډکې او پارونکې دي.  د خواشینۍ خبره خو لا دا ده چې دا څرګندونې د ولسمشر په حضور کښې په رڼا ورځ او په ډېرې سپین سترګۍ سره کیږي کوم چې ولس په دې مجبوره کوي چې د ولسمشر په موخو هم شک وکړي. دانش او د هغه همفکران غواړي چې په دغه راز ناکامه هڅو د انګرېز زړه شیطاني ایدیالوژي پلي کړي کوم چې وايي ‘نفاق واچوه او حکومت وکړه.

سرور او سروران یې دا اندېښنه لري چې ګویا مشه مشه د سولې د خبرو په پایله کښې د دوی نه د قدرت ګدۍ بل چا ته وسپارل سي خو راځه د قوم او ملیت کارت ولوبوه تر څو د خلکو حساسیت راوپارول سي او د ملت د سولې دا ستره هیله له خاورو سره خاورې سي.  خو ملت د دوی په چلوټو باید اوس پوه سي او پرېنږدي چې یو ځل بیا دغه عظیم ملت د قومي جګړو په اور کښې وسوځي.

خو د دې لیکنې اصلي موخه د ډیورنډ د کرښې په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال وروستۍ څرګندونې او د دې کرښې تاریخي پس منظر ته  او د هېواد د اوسني سیاسي حالاتو ته په کتو سره د داسې څرګندونو د ګټې او زیان اړخ ته کتنه ده.

د ډیورڼډ فرضي کرښې په هکله د ولسمشر د لومړي مرستیال وروستۍ څرګندونې خو ظاهراً په هر افغان باندې ښې ولږېدې ځکه  د لر او بر افغان ولس له دغه کرښې سره  ځانګړی حساسیت لري چې په هکله یې څرګندونې او بیا  په حکومتي کچه  په ولس لویه اغېزه کوي.

د ډیورڼډ کرښې په هکله د امرالله صالح وروستۍ څرګندونې د ولس له لوري په  پراخ هرکلي بدرګه سوې خو په داسې حساس وخت کښې چې د ډېرو بدمرغیو تېرولو وروسته دغه غمځپلي ولس ته د سولې د راتلو یو چانس په لاس ورغلی د داسې مسئلو په هکله څرګندونې کول د ګټې په ځای تاوان ډېر لري.

د یو افغان وګړي په حیث د ډیورنډ د کرښې ستونځه زمونږ په خټه کښې په وینو او اوښکو لیکل سوې ده چې له نسلونو نه راروانه ده او همداسې به ادامه لري  تر څو پورې چې دغه کرغېړن بیلتون د ملت له ټټر نه لرې سوی نه وي او د افغانانو دغه ستر ارمان پوره سوی نه وي. خو د عقل تقاضا دا ده چې د وخت حساسیت باید په پام کښې ونیول سي کانه د سولې او یوموټي افغانستان دغه تنکۍ هېلې له خاورو سره خاورې کېدی سي.

افغان ولس ډېر غیرتمند، په دین مین، اسلامپال، وطنپال، مېلمه پال او زړه ور ملت دی.  تاریخ ثابته کړې ده چې په مخامخ ګواښ کښې دغه ملت چا نه دی مات کړی، که هغه پخواني ښکېلاک ګر ؤو او که اوسني زبرځواکان او د هغوی لاسپوڅي دي.  خو په خواشینۍ سره دغه لوی ملت تل د دښمن د پټو چلوټو ښکار سوی دی او د سیاست په ډګر کښې یې بایلوودې ده.

د دې نمونې زمونږ په تاریخ کښې ډېرې دي چې یوه یې هم د ډیورنډ د کرښې ستونځه ده.

دا کرښه انګرېز ښکېلاک د جګړې له لیارې په دې ملت ونه منل سوی لیکن د مکرجن سیاست په وسیله یې زمونږ امیران او مشران  تېر ایستلي دي او خپله شومه موخه یې عملي کړې ده.

د هندوستان د دوه ټوټې کېدو او د پاکستان د تأسیس نه رانیولې تر ننه پورې چې په افغان ملت او افغانستان باندې څومره ستونځې او ناخوالې راغلې دي دا ټولې له یو سره د پښتونستان او بلوچستان د مسئلې سره مستقیمه اړیکه لري.

د هند د تقسیمیدو او د پاکستان د جوړېدو نه وړاندې کله چې لویه برتانیا نوره خپل زوال ته رسېدله وه او امریکا په خپل ټول قوت د لومړۍ نړیوالې جګړې نه راپدیخوا د نړۍ د زبرځواک سینه ټکوله، افغانستان ته اشارتاً دا وړاندیز سوی ؤ چې د پنجاب، سند او کشمیر په ګډون کولی سي چې د ډیورنډ د تقسیم په پایله کښې خپلې سیمې بېرته واخلي.  خو شرط پکښې دا ؤ چې افغانستان به د امریکا متحد هېواد جوړیږي او د امریکا ګټو ته به د شوروي اتحاد په پرتله لومړیتوب ورکوي.  خو لکه څرنګه مو چې وویل مونږ په مخامخ جګړه کښې نه ماتېدونکي یوو خو د سیاست په ډګر کښې تل پاتې راغلي یوو.  امریکا د دې وړاندیز سره سم دا هم جوته کړې وه چې که چېرته یې افغانستان دا فرمایش و نه مني نو د خپلو ګټو د خوندیتوب او د منطقې د څارګر په توګه به یو بل هېواد تأسیس کړي چې هماغسې یې وکړل.  زمونږ پادشاه محمد ظاهرشاه چې په هغه وخت کښې شازلمی ؤ په دې سیاستونو د پوهېدو ورنه تمه هم نه کېده لیکن د هغه ترونو هر یو د سلطنت چارې او د سیاست کړنچاره په لاس کښې وه خو سیاسي تدبر یې یاري ورسره  نه وه کړې چې له داسې موقعو نه د خپل ملت او هېواد لپاره  ګټه پورته کړي.

وایي چې که چېرته یو ډاکټر غلطي وکړي نو د یو کس ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي او که د بس یو ډرائیور او یا هم د الوتکې یو پیلوټ غلطي وکړي نو د لسګونو او سلګونو خلکو ژوند ختموي لیکن که چېرته د یو هېواد واکمن غلطي وکړي د درست ملت ژوند له نه ختمیدونکي ګواښ او وژنې سره مخ کوي.  زمونږ غمیزه هم همدا ده.  د پښتونستان او بلوچستان په هکله زمونږ د پادشاهانو غلطیانې، له عبدالرحمن نه رانیولې تر امان الله شاه پورې او له هغه نه وروسته د ظاهر شاه اشتباه زمونږ ملت د تل لپاره له داسې ناورین سره لاس او ګرېوان کړی چې که پرېږدو یې نو ایمان، غیرت او وجدان اجازه نه راکوي او که نه یې پرېږدو نو تل یو په بل پسې په نوي ناورین اوړو.

عبدالرحمن خان د څو روپیو ته د زړه ښه کولو او خپلو رقیبانو ته د پیاوړیتوب په تمه د ډیورنډ شرم واخیست خو تر څو چې  په خپله تېروتنه پوهېدهَ کار له کار نه تېر ؤ.  تاریخ دا هم وایي چې د امان الله شاه د خپلواکۍ له اعلان سره سم د پښتونخوا په مختلفو سیمو کښې قبايلو په انګریز پوځ بریدونه وکړل او وايی چې د انګرېز پوځ څه ټولګي په بیړه د اټک له پله نه د تېرېدو په حال کښې ؤو او ځینې حتی راولپنډۍ ته رسېدلې ؤو، لیکن د سیاسي تدبر او موقیعتي ځیرکتیا د نشتوالي له کبله مات سوي انګرېز د سیاسي چلوټو په پایله کې بېرته خپله ماتې په بریا بدله کړه.  انګرېز یوازې د افغانستان دولت په لفظي ژمنتیا بسنه ونکړه بلکه د یو ګډ هیأت په تشکیلیدو بریالی سو او د دغه هیأت کار دا ؤ چې د ډیورنډ په کرښه نښخې ولږوي او د تل لپاره دغه لویه او زرخیزه سیمه د افغانستان له تنې نه جلا کړي.  د مزې خبره خو لا دا ده چې په یو مهال د افغانستان له لوري د دې نخښې لږولو د هیأت مشري د یو سیک په لاس کښې وه.

د نوولسوه څلویښتمې لسیزې په سر کښې مخکې له دې  چې هند په دوه حصو تقسیم سي د افغانستان د قدرت په ګدۍ ناستو واکوالو یو تاریخي سیاسي تېروتنه وکړه چې په هکله یې ما پورته یادوَنه وکړه.  د پاکستان د جوړېدو نه وروسته د افغانستان واکمنانو ته د خپلې تېروتنې معلومات وسو خو ډېر ناوخته سوی ؤ.  افغانستان په دغه وخت کښې د پښتونستان او بلوچستان داعیې په خاطر د ناوخته هڅې په دود غوښتل امریکا ته ځان نزدې کړي او په دې هکله یې د پاکستان په خلاف د ځان په پره کړي خو امریکا لا دې وخته یوه هندواڼه په لاس کښې نیولې وه او د دوهمې نیولو امکان نه ؤ.  امریکا پاکستان په هېڅ بیه نه سوی خفه کولی نو د افغانستان هڅې هسې بې ګټې او ناوخته وې.  دغه کار افغانستان مجبوره کړ چې د شوروي اتحاد سره ځان نزدې کړي او انجام یې هماغه ؤ چې مونږ په خپلو سترګو ولید.  دا د عبدالرحمن خان او امان الله خان نه وروسته دریمه اشتباه.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی معین صمد غوث په خپل یو کتاب کې وایي چې په نوولسوه پنځه شپېته میلادي کال کښې کله چې هند او پاکستان سره په جګړه سول، د ظاهر شاه په حکومت کښې د څه حیثیت لرونکو خلکو پادشاه ته دا مشوره ورکړه چې د افغانستان لپاره دا یوه ښه موقع ده چې په پاکستان برید وکړي او خپلې مقبوضه سیمې بېرته له ځان سره وتړي خو پادشاه د اسلامي ورورګلوۍ له کبله له دغه کار نه ډډه وکړه او دا یې ویل چې خلک به وايی چې افغانان دومره بې شهامته خلک دي چې یو مسلمان هېواد له یو نامسلمان سره په جګړه دی او دوی له شا نه په هغه برید وکړ.  په دوهم ځل په کال نوولسوه یو اویا میلادي  کښې د هند او پاکستان د دوهمې جګړې په مهال پادشاه ته بیا دا مشوره ورکړل سوه خو د هماغه پخوانیو دلایلو په بنسټ پادشاه بیا دغه غوښتنه رد کړه او لا هند ته یې د پښتونستان په سیمو په بمبارد هم خبرداری ورکړ.  د افغانستان د دې پالیسۍ نه د مننې په دود د جګړې د پای نه وروسته د پاکستان صدراعظم ذوالفقار علي بوټو کابل ته سفر وکړ او افغانستان نه یې مننه وکړه.

خو ددې هرڅه سربېره پاکستان د خپلو ستراتیژیکو ګټو په مقابل کښې په سخت وخت کښې د اسلامي وروولۍ په بنسټ په افغانستان او افغان ملت رحم نه دی کړی او خپلو ګټو ته یې د اسلام په ګډون په هر څیز لومړیتوب ورکړی دی.

په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د سرو پوځونو برید او د دې په پایله کښې د افغانانو هجرت پاکستان ته ښایي ځینې په اسلامي ورورولۍ تعبیر کړي خو که په ځیره د دې هجرت او جهاد پایلو ته وګورو نو په ښکاره به راته جوته سي چې پاکستان له لومړۍ ورځې نه د خپلو ګټو د خوندیتوب په خاطر له دغه طلایي چانس نه ګټه پورته کړه او د اسلامي خواخوږۍ له پردې لاندې یې هر څه په خپله ګټه وڅرخول او افغانستان یې له داسې یو ناورین سره لاس او ګرېوان کړ چې پښتونستان او بلوچستان خو څه کوې چې خپل موجود جغرافیایي تشکیل یې هم دا څلویښت کلونه کیږي چې له شدید ګواښ سره مخ دی.  پاکستان نه یوازې دا چې وتوانید د افغانانو د تورې شاته د سرو پوځونو له شر نه ځان محفوظ وساتي بلکه ټوله نړۍ یې د خپلې داعیې تر شا ودروله او په ډېره ځیرکۍ سره یې له دې نړیوال دریځ نه پوځي، سیاسي او اقتصادي ګټې تر لاسه کړې.

په افغانستان باندې د شوروي د لښکرو د برید په مهال پاکستان یو دوه ټوټې سوی، په اقتصادي توګه بېرته پاتې او په سیاسي توګه یو ناکام هېواد ؤ چې د دې وضعیت په لږ دوام کېدی سي په خپله ټوکر ټوکر سوی وای خو د افغانستان بدمرغۍ له پاکستان نه اتومي ځواک، مجهز پوځ، د مځکې نه نه مځکې او هوا ته ویشتونکو توغندیو او سپکو وسلو جوړوونکی، د ایف شپاړس جنګي الوتکو او د مدرنه ټانګونو لرونکی پیاوړی ځواک جوړ کړ.  په سیاسي ډګر پاکستان ته په لومړي ځل په نړیواله کچه د یو نسبتاً مهم هېواد په سترګه وکتل سول او دا لړۍ که څه هم د دوه زره میلادي کال په لومړیو کښې اغېزمنه سوه لیکن  د سیاسي تدبر او لر اندېښمندۍ په وجه دا دی ګورو چې پاکستان یو ځل بیا هر څه په خپله ګټه د څرخولو په درشل کښې دی.

لکه څنګه مو چې وویل د افغانستان په عکس، پاکستان د اسلامي ورورګلوۍ په ګډون هر څه له خپلو سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو قربان کړل.  د روس په مقابل کښې د افغانانو په ملیونونو خلکو وژل کېدل او هجرت ته مجبوره کېدل، په لکونو معیوبه کېدل او د افغانستان اقتصادي او ټولنیزه شیرازه ړنګېدل او د هېواد اکثره سیمې ورانیدل پاکستان د خپلو ګټو په مقابل کښې داسلامي ورورګلوۍ فریاد ته د لبیک ویلو په کار مجبوره نکړ بلکه برعکس پاکستان د خپلو ښکاره او پټو دسایسو په پایله کښې نه یوازې دا چې د افغانستان سل کلنه ملي اردو او د هغه جنګي الوتکې، ټانګونه او سپکې وسلې لمنځه یوړلې بلکه د کابل ښار یې هم په ولاړو پښو پرېنښوود.  دا هرڅه د هغې ښېګڼې په مقابل کښې ؤ کومه چې دوه ځله د افغانستان واکمنانو له پاکستان سره د هند او پاکستان د جګړې په مهال کړي ؤ.  پاکستان په دې هم بسیا ونکړه بلکه په دوه زره یو میلادي کال کښې چې کله امریکا د نړۍ د څلور درجنه پرمخ تللو هېوادونو په سرکښۍ په افغانستان برید وکړ نو پاکستان یو ځل بیا اسلامي ورورګلوي د فنا کندې ته وغورځوله او امریکا او متحدینو ته یې په خپله خاوره کښې هوایي ډګرونه په واک کښې ورکړل د کومو نه چې د پاکستان د دفاع پخواني وزیر خواجه آصف په وینا دوه پنځوس زره الوتنې سوې چې او په افغانستان یې بمونه اورولي دي.  هرې جنګي الوتکې که یو بم غورځولی وي نو دا دوه پنځوس زره بمونه د پاکستان له اسلامي ګاونډي خاورې نه د افغانستان په ولس غورځېدلي دي.  خو دا معلومه خبره ده چې جنګي الوتکه په یو پرواز کښې یو بم نه غورځوي بلکه په لسګونه او سلګونه بمونه غورځوي نو په دې اساس که ووایوو چې  د پاکستان له خاورې په افغانستان باندې لسګونه لکه بمونه غورځیدلي وي هم نو غلطه به نه وي.

بلخوا پاکستان یو ځل بیا د “اسلامي ورورګلوۍ” په اساس غوښتل چې افغانانو ته خپله خوخوږي او ښه ګاونډیتوب ښکاره کړي نو دا ځل یې دوه کارونه وکړل.  یو دا چې چېرته به یې هم چې د پخوانیو مجاهدینو او یا طالبانو د لږ څه نوم سړی پیدا کړ نو د امریکایانو ته به یې لاس تړلی وسپاره.  د پاکستان پخوانی جمهور رئیس پرویز مشرف په خپل کتاب کښې وایي چې امریکا ته د افغانانو د سپارلو په مقابل کښې مونږ ته ډالر راکول کېدل.  د دې لړۍ یوه کړۍ هم د پاکستان د حکومت په لاس د افغانستان د سفیر ملا عبدالسلام ضعیف نیول ؤ چې د ټولو نړیوالو اصولو په خلاف د پاکستان پوځ امریکا ته لاس تړلی ورکړ.  ضعیف په خپل یو کتاب کښې لیکي چې کله زما کورته د پاکستان د جاسوسي سازمان خلک راغلل نو زه یې له کور نه وایستم، وړوکي زوی مې راپسې ژړل نو ما ورته دلاساینه ورکړه چې زه راځم ته کورته ننوځه.  هغه وايی چې ما پاکستانیانو ته وویل چې دا تاسو څه کوئ زه د یو هېواد سفیر یم او د دیپلوماتیکي اصولو سره سم زه په کار دی چې له هر ډول تهدید او ګواښ نه خوندي اوسم لیکن پاکستانیانو زما په دې خبرو سر نه ګراوه.  نو وروسته هغه وایي چې ما ورته وویل چې آخر تاسو خو مسلمانان یاست ولې داسې کوئ نو هغو په ځواب کښې راته وویل چې پهلی پاکستان پهر اسلام ـ یعنې لومړی پاکستان بیا اسلام.  ضعیف وایي چې بیا یې زه لوڅ لپړ د امریکایانو په لاس ورکړم او هغوی په الوتکه کښې واچولم او بویې تلم.

پاکستان په آزاد افغانستان کښې د افغانانو په وژنه د هغوی هېواد ویرانوونه او د هغوی د حکومت، اردو او .. پیکر ویرانولو باندې بسیا ونکړه بلکه د ډیورنډ کرښې کوزې خوا افغانانو باندې یې داسې ظلمونه وکړل چې کېدی سي ساری یې په فلسطینیانو د اسرائیلو په ظلم کښې هم ونه میندل سي.  پاکستان له دې کار نه دوه موخې لرلې؛ یو دا چې په کوزو افغانانو کښې د لر او بر یو افغان مفکوره وځپي او د تل لپاره دغه اندیښنه رفع کړي او بل داسې یو حالت رامنځ ته کړي چې امریکا او لوېدیځوالو ته وښیي چې دوی هم د ډیورنډ کوزې خواته له عین ستونځې سره مخ دي.  په دې وسیله به دوه کارونه د پاکستان په ګټه نور هم وسي.  یو دا چې پاکستان به د امریکا له یرغل نه خوندي پاتې سي او بل دا چې په دې سره به پاکستان امریکا ته دا وښیي چې د کرښې کوزې خواته یاغي قبائیلي سیمه کښې حکومتي کنترول ډېرو اخراجاتو ته اړتیا لري نو په دې اساس به له امریکا نه ډالر وشکوي چې هماغسې وسو هم.

د دوه زره یو کال نه راپدیخوا افغانستان په دې لږ او ډېر توانېدلی  ؤ تر څو د پاکستان په خلاف امریکا له ځان سره څه نا څه نزدې کړي.  په امریکا کښې  د ډونالډ ټرمپ تر بریالی کېدو وروسته د پاکستان دریځ نور هم ضعیف سو خو په خواشینۍ سره چې د افغانستان د حکومت د بې کفایتۍ، په قدرت خپلمنځي شخړې او اداري فساد کرار کرار امریکا دې ته اړ کړه چې بېرته پاکستان ته مخه کړي.  دا دی ګورو چې یو ځل بیا پاکستان د خپلو ځیرکو سیاستونو له کبله د افغانستان په پرتله په نړیوال سیاست کښې برلاسی ښکاري.  پاکستان نه یوازې دا چې امریکا د خپلو ناروا پالیسیو تر شا ودروله او یا چوپه خوله کړه بلکه د امریکا په پیسو او وسیله یې د افغانستان فاسد حکومت په پټه کښې دې ته جوړ کړ چې د ډیورنډ په کرښه اغزن تار وغځوي او هغه کار چې په لسګونو کلونو یې پاکستان تصور هم نه سوای کولی په عمل کښې تطبیق کړ.

د ډیورنډ کرښې په هکله د امر الله صالح د څرګندونو سره سم د امریکا پخوانۍ ډیپلوماتې الیس ویلز دغه کرښه رسمي سرحد بولي او امرالله صالح ته یې په زغرده د داسې “بې مسؤولیته” څرګندونو نه د ډډې کولو خبرداری ورکوي.  د مېرمن وېلز په ډانګ پېیلی خبرداری د دې خبرې پخلی کوي چې په واشنګټن کښې د پاکستان اغېز یو ځل بیا په زیاتېدو دی او همدغه راز دا هم جوتوي چې څرنګه د افغانستان حکومت د بې کفایتۍ له وجې نه د دې هېواد ګټې حاشیې ته غورځول کیږي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال څرګندونې نه یوازې داچې بې وخته وې بلکه د اخلاص نه خالي او د خپلو مرموزو سیاسي موخو لپاره وې.  امرالله صالح د لرو یا برو افغانانو له غمه نه دی مړ بلکه د خپل واک د ساتلو په خاطر په هېواد کښې د سولې د راتلو مخې ته خنډ جوړول دي.  صالح په دې توګه غواړي چې د ولس اذهان منتشر کړي او په خپله ګټه یې وڅرخوي تر څو د سولې خبرې بریالۍ نسي او د دوی په اقتدار پاتې کېدل یقیني سي.  هغه په دې توګه دا هم غواړي تر څو پاکستان، کوم چې د دې نه زیات نړیوال فشار، سیاسي او اقتصادي  تجرید نه د بچ کېدلو له کبله د سولې خبرو کښې د همکارۍ ژمنه کړې، په څټ سي چې په دې صورت کښې به د افغانستان په هکله دغه منطقوي او نړیوال یووالی او په زړه پورې توب اغېزمن سي کوم چې ډېره موده وروسته یې مونږ شاهدان یوو، او د سولې دا آخري چانس به هم لمنځه لاړ سي. دا به په دې معنی وي چې صالح او د هغه نیکټایي داره او بغیر نیکټایي والا لنډغر به د قدرت په ګدۍ مزې کوي او وطن او وطنوال دې نور هم د جنګ په اور کښې سوځي.  صالح په خپله په یوه وینا کښې اعتراف کوي چې د هغه مسلک جاسوسي دی او هغه جاسوس دی.  کله چې یو انسان خپله په دې اعتراف وکړي چې هغه یو جاسوس دی نو د داسې چا نه څه د خیر توقع کېدلی سي.  داسې خلک د خپلو موخو د پوره کولو لپاره له هر ډول دوه مخۍ، مکارۍ او نفاق نه کار اخلي تر څو خپل شوم اهداف لاسته راوړي.  نو د افغانستان ولس ته په کار دي چې ډیورنډ د مسئلې تر پوښښ لاندې د سمسرې په داسې اوښکو تېر نه وځي او پرې نږدي چې ناصلح او بې دانش غوندې  سټې د دې مظلوم او غیرتي ولس په تقدیر لوبې وکړي.

مفتون

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

مفتونه ته خپله سیاسی شعوراوعلم نه لری داصلح ددی ملحدحکومت سره ناممکنه ده طالبان یوافغانی قدرت دۍ امریکانوره په افغانستان کی نسی پاته کیدای ناټواوشوروی ونسوکړای چه داسلامی انقلاب مخه ونسی اشرفغنی ملحداونورملګری ملحدین هم نسی کولای ته واسلام اوکمونزم(کفر)ته بیخی متوجه هم نه یی نادرشاه اوزوی یی ظاهرشاه دغسی وطن فروشه وولکه کرزۍ اواشرفغنی دانګریزانوپه هدایت یی امانالله خان دملکه وایستۍ دکفر ټاپی یی پرووهلی دانګریزی ملایانوپه واسطه که دامان الله خان اسلامی تعلیمی نصاب وګوروبهترین مسلمان اومترقی قرآنی شخصیت ووکه پاته سوی وای نن به افغانستان تریورپ هم مختوای لکه جاپان،داسلام ترسیوری لاند ی داووچه نوجوانه ووښه تجربه… نور لوستل »

مفتون

عبدالواحد صاحب دا چې ته سیاسي بصیرت لرې دا هم ښه خبره ده خیر که مونږ یې نلرو. ستاسو سیاسي شعور ستاسو له املاء نه ښه جوتیږي نور به دې نه ښوروم. پاتې سوه د امان الله شاه خبره نو که خوله مې درخلاصه کړه اووږه او وېلنی به یې ټول درته راوباسم او هغه هم په ثبوت سره. زمونږ بدمرغي دا ده چې په مونږ کې ډېر وخت تورزن او ک…تېزن نه وي معلوم هر چا ته قهرماني ورکوو او هر څوک شهید دی یو هم په کې نامرده او مردار نسته. زمونږ د نن ورځې بدمرغیانو کې د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x