دیني، سیرت او تاریخ

د رجم د حد ( سنګسار ) په هکله اړین وضاحت

لیکنه: دکتور عمر عماد
د وړمې ورځې راهیسې یوه ویډیو په فیسبوک کې ښکته پورته کیږي چې یو ځوان پکې سنګسار کیږي ، چې له یوې خوا یې ډیر عاطفي مسلمانان په احساساتي او ناسنجیده غبرګون د خپل ایمان تجدید کولو ته اړ کړل ، او له بلې خوا ملحدانو یو ځل بیا پلمه پیدا کړه چې اسلام پکې وټکوي، او سیکولرانو ته فرصت په لاس ورغی تر څو ووایي چې اسلام په نننۍ زمانه کې د تطبیق وړ نه دی ، او د حدیث منکرینو سیکولرانو بیا دا مناسب فرصت وګاڼه تر څو د لیدونکو عاطفه وتخنوي او ورته ووایي چې د سنګسار حکم اصلا په اسلام کې نشته ، او ځینې نورو بیا د هغې څخه په دې نازکو حالاتو کې د سیاسي موخو د تر لاسه کولو لپاره هڅې پیل کړې تر څو لیدونکي د هغه چا څخه وویروي چې وایي باید شریعت – منجمله شرعی حدود – پلي شي .
زه مخکې له مخکې دا خبره کول غواړم چې دغه سنګسارول چې په دې ویډیو کې شوی ،اصلا غلط کار دی ، ځکه چې په شریعت کې د حدودو تنفیذ – من حیث المجموع – د امام دنده ده او افراد حق نه لري چې پر چا یې تنفیذ کړي، او دا کار د امام په دنده کې مداخله ګڼل کیږي.
اوس به راشو اصلي مطلب ته ، او هغه د سنګسارولو حکم :
– د رجم حکم د رسول الله صلى الله علیه وسلم په قول او فعل ، او د عمر او علی – رضی الله عنهما – په قول او فعل ، او د هغو ټولو علماوو په اجماع ثابت دی چې قول یې معتبر دی ، یوازې معتزله او خوارجو ترې انکار کړی دی او ویلي یې دي چې هغه منسوخ شوی دی ( چې دا دعوی غلطه ده ، او په راتلونکو ورځو کې به د غامدي د یو مرید سره په دې موضوع پوره او مدلل بحث ولرو ، ان شاء الله تعالی ) .
– د رجم شرطونه :
ټول علما‌ء په دې کې په یوه خوله دي چې هغه زناکار چې رجم پرې عملي کیږي باید :
عاقل او بالغ وي .
په صحیحه نکاح کې په فرج کې کوروالی باید شوی وي.
– ازاد وي ( یعني په مریي او مینځې رجم نشته دی )
– د جمهورو علماوو ( احنافو مالکیانو او حنابله وو ) په نزد کې : باید مسلمان وي ، یعني په ذمیانو رجم نشته دی .

د رجم ثبوت :
د رجم د ثبوت لپاره د جمهورو علماوو په نزد یوازې دوې لارې دي :
۱- څلور کسان نارینه ، بالغ عاقل او عدول به په یو مجلس کې داسې ګواهي ورکوي چې موږ دواړه په داسې حالت کی ولیدل چې د هغه آلة د هغې په آلة کې داسې ننوتې وه لکه سلایي چې د رنجو په کڅوړه کې دننه کیږي ( یعني داسې الفاظ به استعمالوي چې پرته له فعلي جماع بل هیڅ احتمال پکې نه وي )
۲- اقرار : چې عاقل او بالغ … به په خپله خوښه د قاضي په وړاندې په خپل فعل اقرار کوي ، او ځینې فقهاء وایي چې خپل اقرار به په بیلا بیلو وختونو کی تکراروي ، او جمهور فقهاء دا هم وایي چې قاضي ته مستحب دی چې هغه ته د اقرار نه رجوع او پر شا تګ تلقین کړي .
او كه زنا په اقرار ثابته وي ، او د حد د جاري كيدلو په وخت كې وتښتي ، نوبيا د جمهور فقهاوو ( احنافو , مالكيانو , او حنبلیانو ) په نزد كې به پریښودل کیږي، ځكه چې دا كار د اقرار نه رجوع ګڼل كيږي , او پرته د ق‍ذف د حد څخه په نورو حدودو کې د اقرار څخه رجوع منل کیږي .

احناف دا هم وایي چې : که زنا په شهادت ثابته شوې وي نو ګواهان باید د رجم په وخت کې موجود وي او د رجم پیل هم هغوی وکړي ، او تر څو چې هغوی ټول موجود نه وي نو حد به نه جاري کیږي .
رجم به په متوسطو کاڼو کیږي ، چې نه ډیر غټ وي چې په یو ګوزار یې مړ کړي او نه به ډیر واړه وي چې ډیر په تکلیف شي .

د پورته څرګندونو څخه دا حقیقت جوته کیږي چې: په اسلام کې د حدودو پلي کولو ته لیوالیتا نشته دی ، بلکې برعکس فقهاء وایي چې( الحدود تدرأ بالشبهات ) حدود به په شبهې دفع کیږي ، او دلیل یې هم هغه حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې فرمایي : ( ادرءوا الحدود عن المسلمين ما استطعتم، فإن كان له مخرج فخلوا سبيله، فإن الإمام أن يخطئ في العفو خير من أن يخطئ في العقوبة ) یعنی تر څو مو چې وسع رسیږي تر هغې د مسلمانانو څخه حدود دفع کړئ ، او که امام د متهم په عفوه او براءت کی غلط شي د دې نه غوره دی چې د هغه په عقوبت او سزا کې وغولیږي .
– د زنا اثبات په شهادت که ناشونی نه دی خورا ستونزمن دی ، نو ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رجم درې واړه پیښې په اقرار ثابتې پاتې شوي، نو سیکولر یارانو او د رجم منکرینو هسې شور او غوغا جوړه کړې ده چې: هلئ راځئ د اسلام غیر عبادتي احکام یا بیخې پریږدو او یا یې داسې نوي، برابر او ترمیم کړو چې د دې عصر سره اړخ ولګوي !!

هو ، په شریعت کې په پورتنیو شرائطو رجم شته دی ، او موخه یې د مجرمینو څخه د ټولنې ساتل او هسې د امن او ډاډ چاپیریال رامنځته کول دي، او دا د هرې ټولنې حق دی چې څرنګه ورته مناسب او اغیزمن ښکاري د خپل امن د خوندي کولو لپاره قوانین جوړ کړي ، دا کار په ټولو ټولونو کې شته دی ، او په دې کې د نیوکې کوم ځای باید نه وي چې اسلام د ټولنې د خوندیتوب لپاره داسې وېرونکي او رادع قوانین وضع کړي دي ، همدغه په اسلام کې د حدودو فلسفه ده .
نو هغه څوک په تیره بیا افغانان چې په مجرمینو د تمساح دروغجنې اوښکې تویوي هغوی ته وایو چې:
ستاسې کوم یو دا منلای شي چې ستاسې د میرمن او یا خور او یا مور سره دې څوک زنا وکړي؟
آیا تاسې دا زغملای شئ چې یوه ورځ کور ته راشئ او د ښځې سره مو یو لونډ په همدې حالت کې ووینئ ؟ او یا ستاسې مور یا خور یا میرمن د کوم سخوندر سره د یارانې تار وغځوي او څوک یې په همدې حالت کې ورسره ګیر کړي ،ستاسې غبرګون به څه وي؟
زه خو وایم چې که څوک ځان ته مسلمان او افغان وایي ، او د یوې شیبې لپاره همدغه فکر وکړي نو بیا به کله هم په زاني زړه سوی ونه کړي ، او هغه چې د غرب په آخور را لوی شوی او د هماغو عادات او صفات یې خپل کړي دي، د هغوی نه بیا ګیله نه کوو .
په پای کې د یو ټکي یادول راته ضروري ښکاري او هغه دا چې: هر هغه چا چې د هغې ویډیو د لیدلو په وخت کې او یا بې له هغې ، دې حکم ته من حیث الحکم وحشت ویلي وي هغوی دې الله تعالی ته توبه اوباسي او بیرته دې خپل ایمان نوي او تازه کړي،ځکه چې د الله تعالی حکم ته وحشت ویل او یا تې کرکه کول د اسلام څخه وتل دي.( الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُل وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلاَ تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآْخِرِ ) . ( وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالا مُبِينًا “) . ( ” إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَنْ يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ)

مونږ خپل مسئولیت پر ځای کړ ، نور د هر چا خوښه چې پر کومه خوا ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x