افغانستان

د بګرام په هوايي اډه په توغندیز برید کې اووه تنه بهرني عسکر وژل شوي دي

تېره شپه اته نیمې بجې د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کې د بهرنیو ځواکونو په پنډغالي توغندیز برید شوی دی، چې درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې ده.
دولتي مسوولینو هم د پېښې پخلی کړی دی، خو د تلفاتو اړوند يې څه نه دي ويلي.
طالبانو رسنیو  ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دوی د بګرام په هوايي اډه دوه توغندي ورتوغولي دي، چې په پایله کې يې اووه تنه امریکايي عسکر مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي. طالبان وايي چې د پېښې عیني شاهد ورته د پورته شمېرې عسکرو د مړینې او ګڼو نورو د ژوبلې پخلی کړی دی.
ویل کېږي، چې له برید وروسته د سهار تر اتو بجو د بګرام د پنډغالي شاوخوا چورلکو پروازونه کول.
دا په داسې حال کې دی، چې له یاد برید څو ساعته وروسته د کابل په لویدیځ ارغندي سیمه کې طالبانو د ناټو د اکمالاتي کاروان په سلګونو موټرو برید وکړ چې خورا دروند مالي زیان يې اړولی دی، په سیمه کې د نن ټکی اسیا د همکار له خولې د سهار تر رڼايي پورې لمبې له کیلومترو لرې لیدل کېدلې.
د یو بل خبر له مخې نن سهار نږدې شپږ بجې د کابل څرخي پله سیمه کې د درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دي، چې د تلفاتو اړوند يې څه نه دي ویل شوي.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې له ځینو رسنیو نه د کابل د امنیت د ښه کېدو خبرونه خپرېدل او داسې ویل کېدل چې د هېواد دنورو سیمو په پرتله پکې بریدونه کم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x