نظــر

انقلاب «دريمه برخه»

اسدالله رزین

وروره! ستا انقلابي ژوند دښمن په ملا مات ، فرعوني نشه یی ور وا لوزوله. او دوست یی قانع او هیله من کړ. ته ټول انقلاب وي، ستا بلنه هم انقلابي او زړه را ښکونکي وه. ستا انقلابي مخامخ کیدود (ایوان ریډلې)زړه هم ښکار کړ.

وروره! نه ستا بلنه عادې وه او نه هم ایوان ریډلې یوه عادې میرمن وه، چې ستا انقلابي بلنه یی ومنله. هغې ستا د انقلابي دریز د حیا او رڼا په څرک کې یورپ له یاده ویوست، هر څه یی شات وا چول. هغې با احساسه او زړورې میرمنې د یورپ په زړه کې قرآنکریم په اوښکو او سلګو بدرګه کړ. ور پورته یی کړ. او په ټوله مینه یی مچو کړ. هغه په اروپا کې ستا پیغام او د انسانیت آواز سوه. او ټولې نړۍ ته ورسیده.

وروره ! ته د انقلابي نظم له مخه ژوندی پاته یی . تر څو د انقلاب پاته پړاؤنه په همدغسې انقلابي تصور کې مخ ته بوزئ. وروره ! ستا له شور اوزوره ډک د تکبیر نارو د انساني فکر مخ ځانته رواړا ؤ. ستا انقلاب ده چې هم دئ نازوي، هم دئ ستا یی او هم دئ مطرح کوي. ستا انقلابي هوډ ؤ چې د موسی او فرعون ناسته تجلیل او تمثیل سوه.

وروره! ته تش لاس له څپلکو او پلرني توپک سره ور ؤ وتئ، کارتوس دئ هم په شمار ؤ. مسلح دښمن ولي و منلئ؟ او فاتح په څه سوئ؟

د سترګو توره! تا د آسماني استازو انقلابي کړنو ته ور کتل. او په هغو پلو دئ پل ښود چې فاتح سوي. ته د حالاتو او امکاناتو فاتح نه یی . ستا د مکې فتحه تر سترګو ګرزیده چې فاتح سوئ.

وروره! د مکې له فاتح سره ولسونه او د هغوی زړونه ؤ، هغوی(ص) مینې ور کولې او بخشنې یی لورولې . هغه (ص) مکې ته له اوښکو او تواضع سره ور ننوت. هغوی(ص) چې د بتانو له ماتولو وزګار سو، نو بیا له مسکا ډکه خوله په اکا برو مجرمینو چې په حرم کې را ټول ؤ ور ؤ وت. هغو خپلې ګناوې شمارلې. او په ځانګړي ډول سره د هغه (ص) په حق کې بی ادبې ، بی وفا یی او ګستاخیوی یی تر سترګو ګرزیدې، خو له هغه لویه انسانه نا هیلې نه ؤ.

وروره ! انقلاب هوښیاره، سنجول سوې ، په چوکاټ کې ، رغنده، اوډلې او موخنه کړنه ده، نو ته چې یو اوږد عمر انقلابي پاته سوی یی، په پاته موده کې به هم انقلابي اوسي. ته په انقلاب کې نړۍ ته را غلئ ، په انقلاب کې دئ په بریتو ګوتې ؤ وهلې ، په انقلاب کې انقلاب ته را ؤ وتلئ، او په انقلابي مزله کې دئ د انقلابي منزل واټن لنډ کړ. چې اوس یی په ډیر حساس او پایله لرونکې پړاو کې اوسئ. تا په یاده موده کې د شالید غمه هم خوړلې ده. او په یوه کچه کې دئ ولس هم له ځانه سره لرلی دی. دا ځکه چې ته وئ په ولس کې، نو اوس انشاءالله په هسي مخ ور اړولو سره د فکري جهاد اړینه د زهنیت جوړوني او پاروني مرحله مخ ته وړلای سئ. ترڅو د ولس د قهر اوغضب منګولې د ښکیلاکي پاتي شونو مزدورانو ستوني ته ور و رسیږي.

وروره ! د زهنیت جوړوني یوازنی او بنسټیز مرکز مسجد هم له تا سره دی. او هغه د خپلې فلسفې له مخې هم همدغه مهم مخ تا بیا یی. ستا انقلابي پاڅون هم له یاده مرکزه الهام اخلي . تاریخ هم منلې ده چې د مسجد د کړاوو رول د ادا په بڼه کې د فارس او روم امپراتوریوي را و نړیدې. د مسجد بریالی رول به تل فعال او آزادي بښونکی رول وي. ان تر څو چې د (یوم الدین) روځ را رسیږي.

محمد رسول الله(ص) ته د هجرت په لاره کې  د مسجد بنا اړینه سوه، نو را زده کوي چې په ټولنه، د ټولنې په جوړیدو او تنویریدو کې د مسجد رول بنیاد ي ارزښت لري. او که کله په ټولنه کې فساد را ښکاره کیږي. هغه بیا د مسجد د رول تکلیف نه  بلکې د مسجد رول ته د نه پام او نه کتو تکلیف ده چې په پایله کې یی د خپل سرئ او نه باور فضا را منځ ته کیږي، اختلافات سر را پورته کوي. چې د غلیم لاس له ورایه پکې ښکاریږي. او یاد په مورچل کې ناست غلیم ته د نورې لاس وهنې موقع په لاس ورځئ لکه چې وینو یې.

وروره ! د نن ډیری مسجدونو او محرابونو یی دودیزه بڼه غوره کړې ده. او نور هم دودیز کیږي، عظمت ته یی صدمه رسیدلې ده، پیغام یی خپل نه ده. او یا بیخې پیغام نه لري. ملکوتي منبر نن خوار ده، هرڅوک ور پورته کیږي، ډک ده اوباد نه ده. هرکلی نیژدئ ده چې یوه بله پوسته جوړه یي.

فساد په چټکتیا سره په نجونو، هلکانو او لویانو واک چلوي. پوستې له کلو جوړیږي. هرفاسد ژوندی پوسته ده. اخلاقي او معنوي ارزښتونه تهدیدوي او تدمیره وي.

وروره! د افصح العرب (ص) د ورختو او دریدو مبارک ځای  چې له هغه به یی  د انسان جوړوني او زهنیت پالنې الهي پیغام  رساؤ کمرنګی. او ماته د مستشرقینو خطرناکه دسیسه ښکاریږي.

منم چې د محراب د اوبادیدو لپاره ډیر تعمیري کار سوی دی، خو په تاسف سره استعمال سوی نه دی. کلي او ښارونه پری ډک دئ . د دسترخوان د چکن کیدو ډولونه یی د ناستې او بحث موضوع ، د غاښو د خلال خلکې یی ښه مشغولا، عطر، لنګۍ او پیکی یی پیشن ده.

هر ماموریت ته وړ کسان د ارزونې له وره ور وزي.  یوازي محراب ده چې ډیری بی ارزوني، غیر مسئول، بی کفایته ، بی مناسبته ، ویده ، ساړه،  بی احساسه او زکات خواره پکې ویده دئ. په داسي حال کې چې ګران هیواد د خپل تاریخ په سختو او بحراني شیبو کې اوسي. د هرچا یو څه کولو ته اړتیا لري. په ځانګړي ډول سره د افصح العرب په مقدس مقام ولاړ ته چې د وراثت دعوه یی هم لري.

وروره! د ګران هیواد په هر نارینه او ښځینه لازمه ده چې خپل د خاپوړو ، پالي پالي او له عظمتو ډک هیواد له بحرانه د وتلو او اشغال د ختمولو لپاره  چې کفن پوښو زمنو یی د تیښتې لیخکې ته رسولي دي. تاسي هم په هغه جذبه چې پلرونو مو ګورګین خیلو، انګریزانو او روسانو ته ور ښودلې وه په یوه آواز اوږه په اوږه د خپل کړاوو، هوښیار، زړور، ستاسي له منخه او ستاسي د مشرتابه تر بولۍ لاندي د خپل پریکنده  رول د ادا لپاره د ( ښکیلاک او مزدوران یی نه غواړو، ورک دئ سي. موږ شهید غواړي اسلامي نظام غواړو) تر سرلیک لاندي د مبارزې ډګر ته را وړاندي سئ. خپل ولایت او اړوندي ادارې یی بیله دې چې وینې و بهیږي په خپل واک کې واخلی.

لوستئ وروره! که د سپیڅلې خاورې ملکي مامور یی او که عسکري صاحب منصب! هر چیرته چې یی را ؤوزه، را ولاړسه . د ګران هیواد ټول نعمتونه ، مسته آب او هوا، ټولې لوریدنې، تر تا د هرڅه جاروني ، له مینې اوغیرته ډکه غیز مه هیروه. اوس ستا وار ده  ویی پاله ، ویی نازوه، د غلیم بدې سترګې چې بد یی ور ته کتلې  ور وباسه . ستا د هیواد د شهامت نه ده خوښه  چې په له غروره ډکه سینه یی پردي ، شین سترګې او تالۍ څټې یی نور هم د پښو لګولو فرصت ولري. هغه کرکه تری کوي. و یی شړه او د مرګ کندې ته یی ور ټیل وهه.

وروره! ته پخپل ولس ګران یی ، غواړي دي، بی تا ځان نیمګړی ویني. ځکه چې ته یی د بدن برخه یی. راشه د خپل ولس مټ او وزر سه، منظم یی کړه. د غلیم او غلام لاس او پښې ور ماتې کړه. او ستاسي په یاد ډول را وتل د غلیم ورکیدل، د ښکیلاک پرزیدل او د ګران افغانستان له بحرانه وتل دي.

استاذه، ښوونکئ، خطیبه، لیکواله، شاعره، ډاکتره، انجنره، متقاعد ملکي ماموره، عسکري صاحب  منصبه، پولیسه، په بنک کې ماموره، محصله او زده کونکئ ! چاته ګورئ، ستاسي د بري په لیخک کې ولاړ انقلاب او انقلاب وهلئ ټپي ولس ، خو تاسي ته ګوري. نو تاسي به مو د ستړي، او ټپي ولس په درملنه  کې څه وخت ونډه اخلئ.

د اشغال د کرایی عسکرو مو چې د وریندارې له سره ټیکری په ټوله بی شرمي وغورځاؤ، څه وخت یی ور په سر کوئ؟ د یتیمو اوښکو پوښتنه به څه وخت کوئ؟ کوئ یی او کنه؟ او وراره مو چا په بده ژړا وژړاؤ؟ وروڼو ! دغه یی وخت ده نور ځنډ شرم دی. ماته غوږ سی!  وراره مو هغو ښکیلاکي ځناورو وژړاؤ چې له سمندرونو، غرونو، بیدیاؤ او براعظمونو ور ته را وښتي ؤ. او هغو و ژړا ؤ چې جنګ جوړونه او جنګ اوږدونه ییی کار او بار دی.
په هدیره کې د شهید زوی سر ته له سلګیو سره  ناسته بوره مور به څوک او څه وخت کور ته راولئ؟

ایا دغه بشري ناورین چې د هیواد وروڼه  موپه پردیو دښتو ، غرو ، سمندرونو او ښارونو کې لیوانو، مارانو، او کبانو وخواړو. او د ؤر په لمبو کې پردیس ، بی یاره او مدد ګاره لولپه سوو. ایا په پردو هیوادو کې د کاغذ او پلاستیک  ټولولو تر نامه لاندي  د کچرې په ډیرانو کې په نشه اخته ، او له سپو سره په خوا کې مړه د هیواد ګلالي زمن مو هم نسي را ویښه ولای. ایا د سوځیدلي پله او په سلاؤ نورو پلونو لاندي د نشه یانو امریکایی تحفې غمیزه مو هم افغاني غیرت نسي را ولاړولای. ایا د هیواد خویندې ، میندې او وریندار ګانې مو چې له ټول عفت او عصمته سره دلته او هلته د بدو سترګو او مجرمو لاسو تر هوس جاریږي، پت ، عزت  او پرده یی د لوټلو تر شدید تهدید او پوښتنو لاندي ده په تاسي کې د میړاني او عزت وینې نه سې ګرمولای؟ او را وتلو ته مو نسي چمتو کولای؟ ایا دا ستاسي په ناروا او وحشت ویجاړ هیواد په تاسي د بیرته ودانولو حق نه لري؟ خدای در کړي او د ګران هیواد په تازه او له حماسو ډکه هوا او اوبو کې روزل سوي استعدادونه او صلاحیتونه به  کله د هیواد او هیواد والو په چوپړ کې استعمالوئ؟

وروره ! دا ټول زما او ستا په ځان او وجدان ټپونه ، دردونه او د بی ننګۍ تور داغونه دي.
وروره! دا نه ده ستونزه چې ولي داسي وسوو؟ دا هم نه ده ستونزه چې غلیم ولي دومره بر لاسی سو؟

وروره ! انسان چې زه او ته یی هم د کورنۍ غړې یوپه امتحان کې او د حالاتو په لوړ او ځوړ کې اوسي.

وروره ! ستونزه او شرم دا ده چې له دی بده حالت  ولي د وتو احساس او هوډ نه لرو؟
وروره ! ستونزه د حل له سیمې نه ده وتلې. را ؤ وزه او د خپل را وتلي ولس سترګې او عقل سه له مخې یی سه، منظم یی کړه، او د تدریجې او بی غیرتي د مرګ مخه یی په اوډلي را وتو سره ډب کړه.او د په حقه لورې په حق کې چې ته یی هم برخه یی د آزادي او سرلوړي په شیبو کې خپله ایماني دنده سرته ورسوه او په ویاړنوکې یی خپل ځان ؤ وینه. غلیم د تیښتې پیټې تړلئ . ستا را وتو ته ګوري.

وروره! دغه یی حل، دغه یی شړل او دغه یې انقلابي ټیله کول دي.

رزين

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx