ټولنیزه برخه

د اسلامي کال دوهمه میاشت صفر المظفر او غلط توهمات

راټولونه او ترتیب: نوراحمد نور

د اسلامي کال دوهمه میاشت ”صَفَرُ المُظَفَّر“ شروع ده، دا میاشت د جاهلیت له زمانې څخه منحوسه، له اسمانو څخه د بلاګانو او افتونو د نازلیدلو میاشت ګڼل کیږي، د جاهلیت په زمانه کې به خلکو په دې میاشت کې د خوشحالۍ مراسم (واده وغیره) سرته رسول منحوس او بد ګڼل.

مګر د تعجب او افسوس خبره دا ده چې همدا نظریه تر نن پوري را روانه ده په کلیو او بانډو کې سپین سارې په شد او مد سره ورباندې عقیده لري او کله چې صفره په تېریدو شي بیا ډانګونه راخلې او د کور هر کونج ورباندې وهي او وایي: صفره ووته بلا ووته.

په داسي حال کې چې نبی کریم صلی اللہ علیه وسلم په ښکاره او واضحو ټکو کې د دې میاشتې د نحوست په اړه موجود توهمات او غلطې عقیدې رد کړي.
فرمایي: ( د الله تعالی له امره بغیر) د یو کس ناروغي بل کس ته( پخپله) د پېښېدلو (عقیده) د صفري په میاشت( کې د نحوست عقیده) او د یو خاص مرغه د بد فالۍ(عقیده) ټولې بې حقیقته خبرې دي.
حدیث شریف دی:
عَنْ أبي ھُرَیْرَةَ رضي اللہُ عنه قال: قال النبيُّ ﷺ :”لا عَدْوَیٰ ولا صَفَرَ ولا ھَامَةَ“․ (صحیح البخاري،کتابُ الطِّب،بابُ الھامة، رقم الحدیث: ۵۷۷۰ ، المکتبة السلفیة)

له ذکر شوي حدیث څخه ثابتیږي چې په اسلام کې د داسي فاسدو او باطلو نظریو هیڅ ګنجائش نشته دا ډول نظریې نبی کریم صلی الله تعالی علیه وسلم په کلکه سره رد کړې دي له همدې امله د صفرې میاشتې له نامه سره په اسلام کې “المظفر” یعني د کامیابۍ میاشت او یا “الخیر” یعني د خیر میاشت لفظ هم ور اضافه شوی دی.

اصلا په مسلمانانو کې د صفرې د میاشتې په باره کې د توهماتو اساس یو موضوع حدیث دی.

”مَنْ بَشَّرَنِيْ بِخُرُوْجِ صَفَرَ، بَشَّرْتُه بِالْجَنَّةِ “․

ترجمہ:”کوم کس چې په ما د صفرې د ختمیدلو زیری وکړي زه به پر هغه د جنت زیری وکړم۔

له دې حدیث څخه د صفرې پر نحوست په دې ډول استدلال کیږي چې دا میاشت د نحوست ده ځکه چې نبی کریم صلی الله تعالی علیه وسلم د دې میاشتې د صحیح اوسلامت تیریدلو په بدل کې د جنت زیری ورکړی دی۔

مګر دا حدیث موضوع دی، نبی اکرم صلی اللہ علیه وسلم ته یې نسبت کول جائز نه دی، ملا علی قاری، علامه عجلونی، علامه شوکانی او علامه طاهر پټني رحمهم اللہ دغه حدیث موضوع ګڼلی دی.

ملا علی القاري رحمه اللہ لیکي:

”مَنْ بَشَّرَنِيْ بِخُرُوْجِ صَفَرَ، بَشَّرْتُہ بِالْجَنَّةِ“ لَا أصْلَ لَه“․(الأسرار المرفوعة في الأخبار الموضوعة المعروف بالموضوعات الکبریٰ، حرف المیم، رقم الحدیث: ۴۳۷،۲/۳۲۴،المکتب الإسلامي)

اوعلامه اسماعیل بن محمد العجلونی رحمه اللہ د ملا علی قاری رحمه اللہ په حواله لیکي چې:

”مَنْ بَشَّرَنِيْ بِخُرُوْجِ صَفَرَ، بَشَّرْتُہ بِالْجَنَّةِ “ قال القاري في الموضوعات تبعاً للصغاني: ”لَا أصْلَ لَه“․ (کشف الخفاء و مزیل الإلباس، حرف المیم، رقم الحدیث:۲۴۱۸، ۲/۵۳۸،مکتبة العلم الحدیث )

او علامه محمد بن علی الشوکانی رحمه اللہ فرمایي:

”مَنْ بَشَّرَنِيْ بِخُرُوْجِ صَفَرَ، بَشَّرْتُہ بِالْجَنَّةِ “ قال الصغاني: ”موضوع“․ وکذا قال العراقي․ (الفوائد المجموعة في أحادیث الضعیفة والموضوعة للشوکاني، کتاب الفضائل، أحادیث الأدعیة والعبادات في الشھور، رقم الحدیث: ۱۲۶۰،ص:۵۴۵، نزارمصطفیٰ الباز، مکة المکرمة)

او علامه محمد طاہر پټني رحمه اللہ فرمایي:

وکذا (أي: موضوع) ”مَنْ بَشَّرَنِيْ بِخُرُوْجِ صَفَرَ، بَشَّرْتُہ بِالْجَنَّةِ “ قزویني، وکذا قال أحمد بن حنبل:اللآلیٴ عن أحمد ومما تدور في الأسواق ولا أصل لہ․ (تذکرة الموضوعات للفتني،ص:۱۱۶، کتب خانه مجیدیه، ملتان)

د حنفي فقه په مشهور کتاب فتاویٰ عالمگیري کې داسي راغلي دي:

ما د داسي کسانو په باره کې پوښتنه وکړه چې د صفرې په میاشت کې سفر نه کوي(یعني: سفر کول صحیح نه ګڼي )او نه په دې میاشت کې خپل کارونه پیلوي، مثلاً: نکاح کول وغیرہ او په دې باره کې د نبی اکرم صلی اللہ علیه وسلم په دې فرمان: څوک چې ماته د صفرې د ختمیدلو زیری راکړي زه به هغه ته د جنت زیری ورکړم “ باندې دلیل وایي، نو ایا د نبی اکرم صلی اللہ علیه وسلم دا فرمان(د سند په اعتبار سره )صحیح دی؟ او ایا په دغه میاشت کې نحوست شته؟ او ایا په دې میاشت کې د یو کار له پیلولو منع شوې ده ؟․․․․․ نو ځواب راکړل شو چې د صفرې په باره کې چې د خلکو په منځ کې څه مشهور دي، دا داسي خبرې دي چې نجوم ګرانو به کولې؛ او دا دوی د دې لپاره رواج کولې تر څو د هغوی هغه قول صحیح ثابت شي کوم چې هغوی نبی کریم صلی اللہ علیہ وسلم ته منسوب کاوه؛ په داسي حال کې چې دا ښکاره درواغ دي.(۵/۴۶۱)۔

بله خبره دا چې موضوع حدیث یو لور ته بل لور ته د دې مقابل د صفرې په باره کې ډیر صحیح احادیث داسي شته چې د صفرې د میاشتې نحوست نفی کوي نو د دا ډول صحیح احادیثو په شتون کې په موضوع حدیث عمل کول او یا هغه مشهوره کول او د هغه مطابق عقیده جوړل غیر معقوله ده.

همدا ډول د محدثین عظامو د تصریحاتو مطابق مذکور حدیث موضوع او غیر ثابت دی، مګر که بالفرض د لږ وخت لپاره موږ دا ومنو چې دا حدیث صحیح دی بیا هم په دې حدیث د صفرې میاشتې نحوست ثابتول صحیح نه دي؛ بلکې په دې صورت کې به یې صحیح معنی دا وي: څرنګه چې د ربیع الاول په میاشت کې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم وصال کیدونکی و او نبی کریم صلی الله علیه وسلم له خپل رب سره د ملاقات بې اندزاې زیات اشتیاق درلود له دې کبله یې د ربیع الاول د پیل کیدلو انتظار کاوه او د هغه کس لپاره یې د جنت د زیري خبره کوله چې د صفرې د ختمیدلو (او ربیع الاول د پیل کیدلو) زیری ورباندې وکړي.

لنډه دا چې: دا حدیث د صفرې میاشتي له نحوست سره هیڅ تعلق نلري بلکې په مسلمانانو کې د غلطو عقیدو د خپرولو لپاره وضع شوی دی.
او نه د صفرې میاشت د بلا ګانو او نحوست میاشت ده.
الله تعالی دې موږ ټولو ته توفیق راکړي چې خپلې عقیدې د شریعت له اصولو سره سمې کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx