شخصیتونهنظــر

غازي محمد جان خان وردګ؛ او د مبارزې او پاکۍ پرتمینه میراثه!

استاد محمد زمان مزمل

د کوه کرغ نارامه غازي:
چاردهي او کٌویې کورغ د پرنګي پر ضد جهاد کې د خپل وخت توره بوړه وه او د کابل په ټولو ولسوالیو کې د پرنګي ضد مقاومت په دوران کې دغه سیمه یوه مخکښه سیمه وه.

د افغان انګلیس دویم جنګ کې چې پرنګیانو تر ټولو زیاته صدمه ولیده د مجاهدینو د کوه کرغ لوی مشر محمد جان خان غازي پکې غوښنه برخه درلوده هغه په داسې حال کې چې د جنګ د میدان غازي وه هغه د قومونو د اعتماد وړ پخوانۍ سټه هم وه، جبارخیل لوی خان عصمت الله خان چې د خپل وخت وزیر داخله وه زموږ له غازي سره یې پخه همکاري درلودله.

کٌوه کرغ چې د وردګو له سیمې سره نښتې سلسله ده هغه د وردګو د مجاهد ولس د جهاد هم لاره وه هم سنګر.

غازي محمد جان خان داسې یو تاریخ پرېښود چې د وردګو په سیمه کې یې اثرات د شوروي ضد تر جهاده او د امریکا ضد تر جهاده ،همداسې د یوه غني پوښښ لاندې تسلسل لري.

د ملي شخصیتونو وده په وردګو کې د همدغې ریښې پاتې ښاخونه دي، په کابل تر دې دمه بلا والیان تېر شول خو د اکا واصل وروسته تر ټولو مشهوره څهره پکې اسماعیل خان وردګ وو، هغه د کابل په مرکز کې دغسې یو والي تېر شوی چې د کابل کلي او بانډې به یې نیم قرن نور هم یاد ژوندی وساتي.

ښه مې یاد دي چې تاج محمد وردګ خدای بخښلي ویل چې یو ځل مې د خپل کور په مخکې اسماعیل خان واورې ته ولاړ ولید ورته ومې ویل:

چې واوره ووري دننه کور ته ولاړ شه.

ویل: د کوره خو په همدې خاطر راووتم چې د غرو له مجاهدو ورونو سره د سړو د عذاب په څکلو کې ځان شریک کړم.
د ظاهرشاه په دیموکراسۍ کې د ولسي جرګې تر ټولو فعال رئیس عمر وردګ او هغه پلار عبدالاحد خان وه باور مو وشه چې تر ننه یې چا ځای هاغسې ډک نشو کړای.

د اسلامي نهضت په سلسله کې دغه ولایت ډېر عزیز او مخکښ مجاهدین درلودل.

هغه مهال چې په ولبدین کې دستاربندي وه ما پکې د اول ځل لپاره د شهید فرقاني نه د سیاسي اسلام په اړه د سید قطب نوم او تاریخ واورېد.

خدای بخښلی شهید مولوي عبدالاحد احدي د علماو په سطحه د وردګو په ولایت کې هغه مخکښ نهضتي مٌلا وه چې د هغه ځای چا له هغه وروسته نه په ابوحنیفه کې ډک کړ او نه په وردګو کې.

خدای بخښلي عبدالرحیم نیازي به هغه ته د معنوي احترام په خاطر د پیر خطاب کاوه، شهید پیماني صاحب چې زما همصنفی هم وه هغه هومره یو متحرک او جامع ځوان وه چې د ځوانۍ په پیل کې یې د ګهیځ د جریدې مسؤل مدیر شو د یوې جریدې د مبارزې پر سټیج دغو درېواړو عزیزانو د شهادت ویاړ وګاټه او دا زما له نظره د سیاسي مبارزې د میدان یوه موته وه.

داسې چې د وردګ ولایت ته ورښکته شو هومره مخکښ علماء دغه ولایت درلودل چې په هر تنظیم کې یې د اول سر مقام درلود په تېر په حزب اسلامي کې مولوی صاحب یوسف خیل اخوندزاده،نصیرالدین اخوندزاده ، مولوي صاحب عبدالرباني او مولوي فیضان صاحب.

که ددې پرتمینې میراثې بل اړخ ته لاړ شو نو ګورو چې حفیظ الله امین ۱۸۰۰ میله وسله وردګو ته د شیعه ورونو د اېل کولو په خاطر ورکړه ولې د وردګو مجاهدو مشرانو په پنځه ماښامو کې د یوې جرګې په لړ کې خپل قوم او دا وسله د خلقي حکومت پر ضد راوڅرخوله او د ملي وحدت په اړه دغه ژوندی مثال او تمثال چې په وردګو کې جوړ شو ددې څاری په هېڅ ولایت کې ونه لیدل شو.

ددغسې یوې لویې معاملې مخه په ۱۸۰درجه په جهاد او پخپله د ښکرورو پر ضد راګرځول دا د هغه میړني وردګو عزم وو چې خپل ولس ته یې تاریخ وګاټه.

همداسې چې ددې پرتمینې میراثې بل اړخ ته لاړ شو د جهاد په دوران کې چې د عربو او غیر عربو بلا مرستې د کلینیک، مکتب او جومات په عنوان ولایتو ته لاړې ۸۰% یې مافیایې قومندانانو په میلمستیاو کې مصرف کړلې یوازې درې ولایتونه و چې د سر ولایت پکې همدا وردګ وه چې جوړ شوي شفاخانې او مکتبونه یې اوس هم د خلکو په خدمت کې دي ،پدې اړه زه د وردګو د مخکښو مشرانو چارګل نثار صاحب، مولوي فیضان صاحب، عبدالمتین صاحب، مولوي مؤذن صاحب ،قاضي بشیر صاحب، مولوي شیرین صاحب، تورن امان ظابط ولي صاحب ،مولوی صاحب حلیم او ټولو هغو مشرانو چې زما زاړه له حافظې وتي درناوی کووم.

د غازي بابا دغه برکتناک ماحول همداسې د جهاد په دوران کې هېڅ وخت د داخلي جګړو کوربه نه شو،  اوس هم او پدې بدرنګه دیموکراسۍ کې که د یوې خوا د کابل په ګاونډ کې وردګ د مقاومت یو ژوندی تمثال و، ولې د دیموکراسۍ دننه پکې د څو درجنو وزیرانو په منځ کې د وردګو وزیران تر نورو زیات اخلاقي، تر نورو زیات فعال او نسبي د ښه کردار خاوندان دي ،عبدالکریم خرم، فاروق وردګ، تاج محمد وردګ یې یو ښه مثال دی.

شل کلنې دیموکراسې چې د امریکا په مشرۍ د فرهنګي یرغل توره کیږدۍ پر ارګ، کابل او پر ټول افغانستان نسکوره کړه د بدرنګه شکست په بدرنګ دوران کې د افغانستان ځوانانو له دغه یرغل سره ژوندۍ مبارزه وکړه چې په همدې سلسله کې شهید ډاګټر عبدالباقي امین، شهید مژده صاحب او جناب نیازي صاحب تر وروستۍ سلګۍ میدان خالي نکړ او اوس هم تر نورو زیات د خیاطانو افسانه همدغو اسد وحیدي، ولي الله شاهین او نورو د محمد جان خان غازي لمسیانو د ناکامۍ په وروستۍ کرښه درولې ده.

همداسې په تېر تاریخ کې محترم زبیر شفیقي، سلطان محمود صلاح او احمدضیاء شهید هغه ستومانۍ ګاللي دي چې د وردکو په ځای یې زه یو لرې کابلی مشکور یم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x