نظــر

رښتیاهم بامیانیان باید ژور سوچ وکړي؛ چې د دانش غوندې په اوتو بوتو سر نشي!

استاد محمد زمان مزمل

څو ورځې مخکې د کنډواله افغانستان رئیس جمهور او محترم معاون یې چې د دنیا القاب پرې کم وه سرور دانش بامیانو ته په سفر ولاړه.

روان حکومت او مشران یې داسې یوه جلسه، داسې یو سفر چې هغوی جوړه کړې یې او یا کوم ولایت ته تللي یې په هر سفر کې هغوی یوه ماجرا یوه خندونکي فکاهي په میراث پرېږدي.

څو ورځې مخکې په کونړ کې همدغسې یوه د ټوکو ډک داستان یې د کونړ خلکو ته پرېښود.

پرون چې دوی د بامیانو خلکو ته په سفر ورغلل په ځای ددې چې د خپل کلابند ارګ افسانې توجېه کړي، په ځای ددې چې د ناټو او امریکا د نظامیانو او بیا د امریکایي سفارت په فیصلو د راغلي مشرتابه په کرختو تابوتونو پرده واچوئ او د بامیانو نه د خپلو کمو رایو په شرم جال وغوړوي هغوی د سولې خلاف پر امارت او طالب ګذارونه پیل کړل ،بیاهم معلومه نده چې طالب امارت غواړي او هماغسې امارت غواړي او که په یوه نوي پرېکړه له خپل مخالف سره شریک شي.

ولې جناب معاون د خپل محکوم او بدنام جمهوریت په استناد د امارت پر واژه او تاریخ نیوکې کوي او د طالب پر مخ د بېځایه څپېړې په ځای د یو مشترک هېواد پر تاریخ ،مشرانو او ثوابتو داسې زړور ورځي ته واا دا یې په قٌم کې د امام خمیني له فرمایشاتو یاداشت نیولی.

دغسې مرحله او دغسې حکومت چې د بهرنیو په حمایه راغلی یې د هغه مشران باید ددې جرأت ځانته ورنکړي چې د ارګ په جوړونکو سردارانو او د افغانستان پر عزیزو تاریخي مشرانو داسې زړور ورشي، که څه هم سرور دانش په روان حکومت کې هغه څوک وه چې هېڅ مهال یې پارونکي اظهارات نه و کړي او دۀ ته پکار وه چې د سولې او طالب په وروستي او تقدیر بدلونکي موج کې یې ځان یو درې میاشتې نور هم چوپ نیولی وه.

د افغانستان تېر حکومتونه او په تېره د احمدشاه بابا امپراتوري د ایراني یرغل په کنډواله افغانستان جوړه شوه په افغانستان کې مدینې فاضله نه وه، نادر افشار چې افغانان یې تر ډهلي پورې وکړول احمدشاه بابا په یو ځانګړي چانس او تدبیر کې د وخت شرائط ددغه لوی افغانستان د جوړولو لپاره وکارول چې نن پکې د یوه جعلي انتخاباتو په لړ کې تاهم هماغه ارګ ته لاره پیدا کړه او ته هم د هماغه ملک د معاون نوم ځانته کاروئ.

ستا دې په خدای قسم وي چې ستا اووه(۷)کلنه دوره په هرات کې د احمدشاه بابا د شیعه والي له حکمرانۍ سره مقایسه کړې په هغه کې مردم داري او مردم سالاري تر دغه حکومت سل برابره وه.

ته چې دا شل کاله د امریکایي عسکرو بلکې د امریکایي مسافرو انجونو په زور پدې ملک کې د جمهوریت او حکومت دعوه کوې او هماغه امریکایان دغه ته د وخت اول یا دویمه درجه فاسد حکومت وایې، ستاسې سوچ او خوله خو باید د ځان په هکله، د خپل نظام په هکله، پدې هېواد کې د یو مثبت تغیر په هکله مصروف وائ. تاسې د (۲۰۰)سوه کلن استبداد خبره کوئ پداسې حال کې چې پدې (۲۵۰)کلن تاریخ کې هر ځل ددې هېواد مشران د پردیو پر ضد راپورته شوي او ولس یې وسیع ملاتړ کړی او د وخت مطابق هاغسې تشکیلات او اجراآت یې درلودل چې ننی افغانستان بیا هغه ځای ته رسول دا د مبارزینو کار ده نه د ستاسې، تاسې خو د پردیو په ګرفت کې ورکړو.

ددې هېواد د مشرتابه په عنوان او بیا پدغسې یو حساس پړاو کې چې کشران په سوله کې مصروف دي دغسې پارونکي اظهارات تر هرچا زیات ستاسې په خیر ندي.

افغانستان په (۲۵۰)سوه کلن تاریخ کې تر پاکستان، هندوستان ،تر فرغانې او تاشکند او تر دغه ایرانه چې تا پکې درس ویلائ اوچت تاریخ لري که ستا له تاریخ څه زده وائ نو افغانستان د ستا په تعبیر په هماغه استبدادي دوران کې تر ایراني شاهانو او تر سعودي عربستان او آن د مصر په پرتله ښه تاریخ درلود.

دا چې د هندوستان لوی شاعر علامه اقبال په بلا ملتونو کې افغانستان ستایې د هغه سوچ او ترازو صحیح وه.

او متأسف یم چې په یوه بده اشتباه کې تاسې په هغه هېواد کې چې اوسېږئ د هغه تاریخ ښه او بد مو لکه د ارګ د تدارکاتو د ادارې په شان.

دانش صاحب د خپلو اوتو بوتو په پای کې بامیانیانو ته وویل چې باید ژور سوچ وکړي.

زه باورلرم چې بامیانیان زموږ په شان ددې هېواد طبیعي اوسېدونکي دي هغوی به ستا ددغو خبرو په اورېدو حتما دا فلسفه زده کړې وي چې انسان باید ژور سوچ وکړي او هر څه یې چې په خوله رازي هغه بهر نکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x