ورزش

د افغانستان او استراليا ترمنځ يوازينۍ ټيسټ لوبه بل کال ته وځنډېده

نن ټکی اسيا (جمعه، ۴ تله، ۱۳۹۹ل): د استراليا کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ لوبډلې سره ټاکل شوې يوازينۍ ټيسټ سيالۍ د ۲۰۲۱م کال تر نامعلومې نېټې وځنډوله.

ټاکل شوې وه دغه سيالۍ د نومبر مياشتې په ۲۱مه نېټه پېل شي خو د استراليا کرکټ بورډ وايي، د کرونا خپريدو دغه بهير ستونزمن کړی چې له کبله يې يادې سيالۍ ځنډول کيږي. په دی لړ کې د استراليا او نيوزيلاند سيالۍ هم اغيزمنې شوي دي.

بل لوري ته استراليا د هندوستان سره د ټيسټ، يو ورځنيو او شل اوريزو سياليو سيريز لري چې د استراليا په کوربه توب به په ټاکلي وخت پېل شي.

له دې وړاندې د زمبابوې کرکټ بورډ هم افغانستان سره ټاکلی سيريز د کرونا وبا خپريدو په خاطر لغوه کړی و.

د استراليا کرکټ بورډ د افغانستان سره ټيسټ لوبه او د نيوزيلاند سره د يو ورځنيو سيريز تر ۲۰۲۱/۲۲ پړاو سياليو وځنډاوه.

بايد وويل شي چې له دې وړاندې د شل اوريزو نړيوال جام چې سږکال د اکتوبر او نومبر مياشتو پرمهال په استراليا کې ترسره کېدونکی و هم ځنډول شوی دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x