نظــر

یو ضبط پلازې؛ او د مارشال د پلان درې برابره څرب امکانات!

استاد محمد زمان مزمل

اروپایي سیاسي تهذیب د زمانې د حرکت سره همغږی تهذیب دی همدا وجه ده چې هغوی په شرقیانو باندې دوه پېړۍ باداري کوي.

اروپایان د زمانې او تحول سره په تدبیر او سرعت تعامل ته ځي او د بایلنو او لاسته راوړنو په محاسبه او غلبیل کې په سرعت نوي حالت ته مخه کوي.

همدا وجه ده چې دوهم نړېوال جنګ په ۱۹۳۹ کال کې پیل شو او په یو ځغلنده سرعت کې پر هغه سوله ودرېد که څه هم ظالمانه وه ولې جرمني پکې د مارشال پلان وژغوره او وران شوروي پکې د سوسیالیستي ټولنې وروستۍ قربانۍ او هاند په لسو کالو کې په یو اټومي قدرت بدل کړ.

همداسې چې یو واړه مثال ته راشو د شوروي په شکست د تیتو یوګوسلاویا خپل سرپوخ د لاسه ورکړ او په یوه سیاسي اینډه کې د پاتو لږګیو په اینډه کې وړه مسلمانه بوسنیا د یوه دروند اخ و ډب میدان شو.

که څه هم اروپا ته د یوې وړې مسلمانې بوسنیا تحمل ګران وه ولې ستر مفکر عزت بې کوویچ پخپل تدبیر او د اروپایي تحولاتو نه په الهام هغه ویاړلي دریځونه او د خپل ملت د قربانیو پاسداري نه په استفاده د اروپایي انډوخر دننه په لنډه موده کې د وړې مسلمانې بوسنیا بٌرج جغرافیه په شرقي اروپا کې شنه کړه.

د همدې ځایه زه د قطر د ډلو، حکومت، طالبانو ددغو ټولو ممثلو رجالو توجه همدېته راګرځوم چې د خدای په خاطر او د زمانې نه په زده کړه او د خپل وران او کنډواله افغانستان په پېغور جزیات او تفاصیل پرېږدئ د افغانستان خلک له طرحو او ایډیالوژیو ستړي دي او په یو جامع روایت افغانان پرېږدئ چې د امریکا سره د تړون وروسته اول جنګ ودروي ،اسلام او اسلامي نظام په یو شریک فهم کې دا د یو قاطع اکثریت ارمان دی په جزیاتو او د ډلو په ناندریو کې مه پرېږدئ چې ۱۰۰۰زر او یا ۱۵۰۰زر سېکولران پکې زموږ ملت تقسیم او د هغوی اراده او نقشه د یوه تعدد په مفهوم وتپل شي.

له همدې ځایه طالب مشران باید د افغانستان واقعیتونو ته د یو مؤقت حکومت له لارې ورنږدې او د یو واجب تحول سټیج ته ځان په خوږه ژبه او منطق را ورسوي.

د مثال په ډول په افغانستان کې جمهوریت، جمهوري انتخابات حتٰی په پوهنتون او بورسونو کې کامیابي او چانس دا ټول د مافیا ،ډلو او اشخاصو په ګرفت کې دی، جوړې شوې بېځایه بې پلانه پلازې چې شاروالان پکې مفت فیوډالان شول دا زیاتې د هماغه فنډونو او رقمونو ورک ډالر دي چې په امریکا کې د ټیکس ورکونکي نه نیولې تر سپيڼې ماڼۍ پورې یې د مشرانو او کشرانو ملاوې په یو بدرنګ سیاسي قمار کې چې نوم یې د ترورېزم پر ضد جګړه وه ماتې او کږې کړې.

اسلامي نظام په ځای پرېږده هر نظام چې د ملت ممثل نظام وي باید له دغو غلو سره محاسبه وکړي او چې سبا طالب کابل ته په یوه ګډه فیصله کې راځي هغوی له ځان سره د جرمني د مارشال پلان درې برابره څرب امکانات راوړي:
اول: هغه امکانان چې امریکا له طالبانو سره په تړون کې وعده ورکړې او کیدای شي غټ رقم وي.

دویم: همدا د ضبط پلازو امکانات دي چې د مارشال د امکاناتو دوه برابره دي.

درېیم: او د سولې د بختور تحول په لړ کې به ټول هغه پانګوال چې زامن او موټر یې د همدې ۶۰۰۰۰۰ لکه عسکرو او پولیسو په حضور کې ترور او اختطاف کېږي هغوی به له خپلو ټولو پانګو سره له اماراتو، ترکیي او اروپا خپل وطن ته راشي، موږ د همدغسې یو افغانستان خوب وینو ،چې د طالبانو له مغزو د کابلۍ شاککوګانو سره د لوپټې او حجاب مشکل چې اوس هم په ښکاره کابل کې حل ده.

طالب ولې ځان د ټولنې ددغه لطیف او سمې لارې ته په ژر راستنېدونکي قشر سره په بېځایه اصلاح او جګړه کې غورځئ، په افغانستان کې لویې لویې بدرنګې پدیدې دي چې د دنیا په هېڅ مذهب کې او د دنیا په هر نظام کې د هغوی سره ګذاره او بې تفاوتي جرم ده او دا هغه میدان ده چې طالب ورونه په یوه سیاسي ملي لویه برنامه کې شروع وکړي چې ضبط پلازې یوه برخه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x