د واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

کلیوالي افغانان طالبانو ته ورمات سويدي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۹ل): اغلې سټیفاني ګلینسکي د سپټمبر پر ۲۴ د فارن پالیسي په مجله کي لیکي د ننګرهار په مومند دره کي ۲۵ کلن ښاغلی ارمان عمري پداسي کلي ژوند کوي چي څو کرته يې کنټرول لاس پر لاس سویدی.  د دې تر مخه چي ارمان عمري د خپل نوم لیکل زده کړي، د توپک چلول يې زده کړي ول.

عمري وايي د کابل رژیم د اوسني حاکمانو سره ژوند کول ناممکن دي. همدا سبب وو چي تېره میاشت عمري فیصله وکړه چي د طالبانو سره یو ځای سي. هغه وايي«زه ځکه طالبانو سره یو ځای سوم، ځکه چي حکومت فاسد دی.» عمري، چي یو وچ کلک ځوان دی، سترګي یې په رنجو توري کړيدي، او اوږده تک تور ورېښتان يې پر اوږو راشوه سويدي، زیاتوي«په افغانستان کي دوه ډوله قانون سته. یو د ثروتمنو لپاره بل د غریبو لپاره. پدې ملک کي زما غوندي خلګ هیڅ چانس نلري. زه هلیمن یم چي د اسلامي نظام د ټینګېدو سره به دا بدل سي.» هغه اضافه کوي«حکومت موږ هېر کړي یو. نو لهذا، زه طالبانو ته هیلمن یم. که چیري هغوی قدرت ونیسي، زه غواړم چي د هغوی سره واوسم.»

اغلې سټیفاني کاږي پداسي حال کي چي په قطر کي د طالبانو او کابل حکومت ترمینځ خبري رواني دي، د افغانستان په کلیوالي سیمو کي افغانان جوپه جوپه د طالبانو پر خوا ورمات دي. طالبان هره ورځ نوي غړي جلبوي، او تر بل هر وخت قوي ښکاري. 

لیکواله لیکي د افغانانو سره د کابل حکومت پرله پسې وعدې غلطې ثابته سويدي، او ۹۰ ٪ فیصده افغانان د فقر تر کرښي لاندي ژوند کوي.‌ قریب ۷۰ ٪ فیصده افغانان په کلیوالي سیمو کي ژوند کوي چیري چي مقدماتي خدمات مدام کم وي. د افغانستان د معارفو وزارت وايي د ښاغلي عمري د ولسوالي په شمول ۷۰۰۰ کلیوالي مکتبونه ودانۍ نه لري.

اغلې سټیفاني لیکي که څه هم په ښارونو کي زیات افغانان د طالبانو د راتګ په اړه اندېښمن دي، خو په کلیوالي سمیو کي د افغانانو بردداشت او اسرې بل راز دي. هغوی وايي طالبانو باید یو چانس ورکړل سي.

لیکواله کاږي امریکا په ۲۰۱۷ کي په همدې سیمه کي خپل «مور بم» واچاوه. اوس دا سیمه ورانه او وړیجاړه ولاړه ده. د حکومت کنټرول کمزوری دی، خو د طالبانو زیات پلویان په کښې اوسېږي. 

سټیفاني لیکي ارمان عمري چرس کري، او پاخه چرس د خرو په واسطه پاکستان ته قاچاقوي. هغه وايي«موږ طالبانو ته مالیات ورکوو. تفاوت دا دی چي طالبان فاسد ندي. هغوی زموږ څخه مالیات اخلي، خو موږ نه شکوي.»

ارمان عمري ۲۱ کلن وو چي واده یې وکړ، او اوس یو درې کلن زوی لري. هغه پدې نه پوهېږي چي مېرمن یې هم د طالبانو طرفداره ده او کنه. هغوی هیڅکله پدې برخه کي خبري ندي سره کړي. عمري هیلمن دی چي مېرمن به يې د ده لاره تعقیب کړي. هغه وايي«زما هیله دا ده چي زما زوی مکتب ووايي، او توپک وا نه خلي. ښايي د طالبانو سره دا ممکنه سي.» 

سټیفاني لیکي افغانان د مختلفو دلایلو پر اساس د طالبانو سره یو ځای کېږي. ځیني خلګ د خارجي اشغالګرانو څخه کرکه لري، ځکه هغوی يې خپلوان ور قتل کړيدي. ځیني د کابل حکومت څخه د غچ اخیستلو په غرض د طالبانو سره یو ځای سويدي. 

طالبان نه یوازي په کلیوالي سمیو کي خلګ جذبوي، بلکي په پوهنتونونو کي هم ځوانان جذبوي. د مې په میاشت کي په فراه ولایت کي یو جنرال هم طالبانو ته واوښت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نن سبا که ناتو ده او که خپله ترمپ د طالبانو په طرفداری خبری کوی. دا ځکه چی طالبانو له کفری نړی سره سازش وکړ خو د افغانانو وژنه یی خپله کړه. اوس به دوی ته د یهودو او نصری کمکونه له هر خوا را مات وی دی ته وایی آخرت په دنیا خرڅول.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x