نظــر

افغاني احزاب؛ هوښیار او پاک څنډې ته کوي!

استاد محمد زمان مزمل

زه په خټه طالب او د مٌلا په کور کې زېږیدلی یم، په یوه اوږده زمانه کې او د اسلامي نهضت د تحریک د مشرانو غوره او الګو دريځونو زه په ډېره سختۍ له نهضت سره روان کړم زما همصنفیان په تېره دوکتور محمد ظاهر مکي زما د زیرو بم راغلي کجاوه ژوند په اړه ډېر پوهېږي.

هغه ورځې چې زه په صنف کې اول نمره وم او د اسلامي نهضت د بې ږیرې مشرانو پر ضد مې بې توله اعتراضونه په صنف کې کول او خدای خبر چې زما د خپل وخت طالبي شډل ذهن باندې بلا کسانو کار وکړ چې زه یې د نهضت منلو ته اهلي کړم یو پکې زما محترم ورور ډاکټر محمد ظاهر مکي و، ما د هغه په روایت د عبدالرحیم نیازي صاحب یوه خبره او یو دریځ واورېد او له هماغه ورځې ولاړم له شهید مولوی حبیب الرحمن سره مې د شریک کار لاس ورکړ.

د اسلامي نهضت په پیل کې له نهضت سره د مجاهد مولوي صاحب فضل الحق چې زما استاد هم وه او بهترین استاد چې زما د غوره اوو(۷) مرجع علماو په جمله کې هم دی، خان مولوی صاحب، مولوي عبدالقدوس صاحب او مولوي صاحب شینوار زه ددغو عزیزانو حمایت او ملګرۍ او بیا د مولوي صاحب شینواري د اولې ورځې ملګرۍ او بیانو یې زه د نهضت په تایید کې له ۶۰ نه تر ۹۰ درجو پورته کړم.

د ۱۳۵۴ کلونو مسائل و، اوږده زمانه د نهضت د څانګو په انتخاب کې له تردد سره مخامخ کړم، که په حزب اسلامي کې مې د اختلاف په مهال د مولوي صاحب خالص بابا او مولوي جمیل الرحمن صاحب تایید او ملګري نه وه موندلې زه به لا هماغسې پخپل تردد کې اوږد پاتې شوی وای، ولې د حاجي خزان خروټي په کور کې چې محترم حکمتیار صاحب یې میلمه کړی و او هغه پکې د خپل کوربه دا سوال:

چې په قوم دې فکر وي.

ددې سوال په ځواب کې د ملت لپاره د خپل کار او هوډ ښه تمثیل اداء کړ هغه ورځ ایله زه د حزب په انتخاب کې د قناعت پر کرښه ودرېدم.

وروسته چې مولوي بابا په یو سیاسي چیکړ کې جلا شو ما پکې ډېره صدمه ولیده او کله کله به یې ماته په اعتراض ویلې:

چې څلور واړه وروڼه د حکمتیار د خدمت لپاره برتي شوئ.

ولې هغه مهال چې مولوي جمیل الرحمن صاحب او څه نور کسان خفه شول زه پکې هومره متأثر شوم چې ما او ډاکټر انور ددغو عزیزانو د راضي کولو په خاطر یو سوزکی موټر زوړ کړ.

د ۱۳۶۰ هـ ل کال وروسته چې د اتحاد او تجزیو لیونی جذر و مد پیل شو له هماغه مهاله مې د افغاني ډلو د پوخ او خام مسیر او ټیټو پاس پړاوونو باندې ژور نظر شو.

زه له هماغه مهاله دې قناعت ته ورسېدم چې دا په عجلو او اضطراري اوضاع کې جوړې شوې ډلې ټولې او یا زیاتې د خپلو خامو تشکیلاتو او کم تجربه مشرانو د عمل او رهبرۍ له ضعفه ټول پدې کې شریک دي چې هغوی خپل پاک او هوښیار څنډې ته کوي، له هماغه وخته ماسره همدا اندېښنه ده چې مبادا په یو نږدې تسلسل کې دغه ډلې د کم فهمو او ناپاکو میراثه شي.

که څه هم دغسې یو حکم زما غوندې سړي په خوله چې له همدې عزیزانو سره ګډ راغلی یم زما د عقل له توان پورته ده، ولې په هېڅ صورت؛ چې په همدې بحراني تاریخ کې او افسانو ته نږدې انشعابونو کې راغلی یم زما له تجربې پورته ندی.

څنګه چې له حزب نه د مولوي خالص بابا، مولوي جلال الدین حقاني، مطیع الله خان، حاجي دین محمد او مولوي جمیل الرحمن او داسې په بلا نورو عزیزانو په تګ او جلا کېدو خفه شوم، ولې به خفه نه وم چې د خالص بابا زامن اوس هم د افغانستان په سیاسي بډایانو کې تر ما فقیرانه ژوند او په ټول افغانستان کې یوه د تیارچتي ویلا نلري.

داسې په جمعیت کې د انجنیر احمدشاه او استاد یاسر صاحب او ملګرو په تلو یې خفه شوم ځکه هغوی چې د جمعیت په جوړولو کې تر هر چا ونډه زیاته وه پای جمعیت دفع کړل.

همداسې په درېیم پړاو کې او د مجاهدینو په محشر تېښته کې له اتحاد نه د استاد یاسر صاحب او انجنیر احمدشاه شاته کېدو ډېر وځورولم، ځکه که اتحاد استاد سیاف پخپل مشرتابه یو تنظیم کړ خو دا کار یې بې انجینر احمدشاه او بې استاد یاسر سرته نشو رسولی.

همداسې جبهه نجات پای مولوي صاحب محمد میر چې یو مرجع عالم وه او مولوي صاحب عبدالشکور او نور دفع کړه چې په جبهه کې که څه وه همدا علماء وو.

همداسې پدې سرخوږي پړاو کې حرکت اسلامي افغانستان چې د ډلو په ردیف بندۍ کې تر ټولو لویه ډله وه له هغې بلا مشران په تېره بیا مولوي صاحب شهید منصور، مولوي صاحب مؤذن او یو ګروپ نور علماء له هغه نه جلا شول چې دغه حرکت ونشوای کولائ پخپل ژوند کې دغه لویه صدمه تلافي کړي.

همداسې که په وروستي مثال کې د طالبانو اسلامي تحريک ته ورشو په هغه کې هم زه چې د مشرانو په صف او کاروان کې مولوي صاحب متوکل،  ملا صاحب ضعیف او طیب اغا صاحب نه وینم  او خاصتا پدغسې یو مسیر جوړونکي پړاو کې چې د شړېدلي ملت تقدیر پکې له سره جوړیږي، پوهېږم چې دغه سیاسي رنځ لکه د ننۍ کورونا د هېځ ډلې مشرتابه ټیم بې صدمې ندی پرې ایښی.

دا یوه فاجعه ده چې په یوه ډله کې د نظر په تفاوت دغسې عزیز مشران د معقولو پرېکړو او معقولو دریځونو او ملت جوړونکو تصمیمونو پر مهال غائب شي.

او چې شاته وګورو د امریکا راتګ د کرزي او اشرف غني مشرۍ ته د همدې کنډواله ډلو کم فهمه او ناپاکو لار هواره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د لیکوال تل څراغ په لاس په طالبانو کی عیبونه لټوی ، کوم قیاس چی دوی کړیدی سم ندی ، کوم تنظیمونه چی یی یاد کړیدی هغوی یا ویلی سول او یا د کفارو په خدمت کی د ویلیدو په حال کی دی ، خو اسلامی امارت د یاد سوی دریو کسانو په نه شتون کی نور او نور هم غښتلی سو او د هغو د نه شتون احساس یی هم ندی کړی . که سبا طالبان د هیواد پوره آزادی واخلی او اسلامی نظام هم پلی کړی بیا به لیکوال نور او نور عیبونه پکښی لټوی او په همدی… نور لوستل »

تراب

صدقتَ رښتيا دي وويل زه خو لا وايم چي خَسِرَ الدنيا و الاٰخره به ولاړسي ځکه چي نه يي په دنيا کي د کلبدين د کاميابي او قدرت ته د رسيدو ارمان پوره سو او نه يي د خپل حسد له مخي دحق پلو ونيوئ او داسي هم نده چي حق او باطل نه پيژني يا! ښه يي سم دم پيژني خو دحسد له مخي ، مخ ځني اړوي «…. حَسداً مِّنْ عندِ أنفسهم منْ بعد ما تَبَيَّنَ لهم الحق…. إلٰي آخر الآية» صدق الله العلي العظيم. يا دي خداي اصلاح کړي که نوي الله دي قلم ځني واخلي ځکه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x