نړۍ

پیښور: دزدکونکو بس موټرباندي دډزو له کبله سخته مرګ ژوبله رامنځ ته شوه

 (نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۳)پيښور: نن ماپښين دیوي بجی اودیرشو دقیقو په شااوخواکي نامالومو وسلوالو دزدکونکویو بس موټرترسختو ډزو لاندی راوستي، له سیمي څخه امنیتي چارواکو خبرورکړی دي چي دډزو له کبله ۵ زدکونکي وژل شوی او دوو استاذانو په شمول ۱۸ نورسخت ژوبل شوی دي.
عیني شاهدان وایی چی بس هغه وخت ترډزو لاندی راغي کله  چی یی دښونځي له رخصت کیدو څخه وروسته  زدکونکي کورونه ته نقلول، پربس موټرباندی اول کی دراکټ فیرشوی دی او وروسته بیا دسپکو وسلو په واسطه ورباندی ډزي شوی دي.
دپیښی پړه تراوسه چاپه غاړه نه ده اخیستي اونه هم پولیسو تراوسه دپیښي په اړه څوک نیولی دی.
بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x