افغانستانسولې اړوند خبرونه

عمران خان له غني سره په خبرو کې له اوربند ملاتړ کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴تله، ۱۳۹۹ل):  د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره تلیفوني خبرې کړې او د سولې پروسې او اوربند په اړه غږېدلي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني مکالمه کې د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند ټينګښت په اړه خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې غني په افغانستان کې د اوربند په ټینګښت ټینګار کړی او عمران ته یې د کابل د لیدنې بلنه ورکړې، چې عمران خان یې د کابل د سفر بلنه منلې  او په افغانستان کې یې د اشرف غني د اوربند له غوښتنې ملاتړ اعلان کړی.

د عمران او غني تر منځ خبرې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات روان دي او دواړه لوري له نږدې دوو اوونیو راپدېخوا د ناستو لپاره د طرزالعمل او کاري اصولو د نهایي کولو په اړه بحثونه کوي.

له کابله تللی پلاوی د خبرو په لومړي پړاو کې د اوربند په اړه بحث کول غواړي، خو د طالب لوري له څرګندونو ښکاري، چې د مؤقتي اوربند په اړه بحث ته تمایل نه لري او د جګړې د دایمي ختمولو په لټه کې دي.

دغه خبرې چې د تېرې څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو هیلې یې راټوکولې؛ د بندو دروازو تر شا روانې دي او د طالبانو تر ټینګار وروسته دواړو لورو توافق کړی، چې بهرنیانو ته  به د مداخلې اجازه نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

عمران اوس خپله اوبواخستۍ دۍ چاپلوسی کوی چه امریکا راضی کی په ملک کی دتنخاووپیسی نلری آی ایم ایف پورنه ورکوی دۍ غواړی چه پرطالبانودافغان ملحد حکومت اوغربیان له ځانه خوشحاله کی چه بیایوڅه پلاس ورسی،زماپه فکراوس پاکستان دتجزیی په موډکی دۍ،ده فقط کرکیټ زده کړۍ دی ملک نسی چلولای درواغ وایی ټولی وعدی یی درواغ سوی اوس هیڅوک باورنه په کوی;کم وخت چه اول پرقدرت راغلۍ وعده یی وکه چه دافغانستان سره سرحدونه داسی خلاصوم لکه یورپین یونین ترنوازشریف اوزرداری هم ظالم سو-وږی فوجیان یی پرسرحددرولی دی چه هیڅوک بی رشوته نه پریږدی ،دقوم سره یی وعده وکړه چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x