افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: طالبان په مذاکراتو کې جدي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴تله، ۱۳۹۹ل):  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، طالبانو له تېر وخت زده کړې، یو پیاوړی مذاکراتي ټيم یې ګمارلی او په خبرو کې جدي دي.

نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د سولې انسټيټوت سره په تازه بحث کې د کوربه ددې پوښتنې  په جواب کې کړې، چې ایا طالبان د امریکا تر وتلو پورې مذاکراتو ته د ژمنتیا ښودلو څرګندونه کوي او که په رښتیا خبرو ته جدي دي.

خلیلزاد ویلي، چې طالبانو د مذاکراتو لپاره یو پیاوړي ټیم ګمارلی، چې ددوی لوړپوړي چارواکي او علماء پکې شامل دي او د نظامي، مذهبي او سیاسي برخې د لوړې کچې استازي یې پکې شتون لري کوم چې  په خبرو کې جدي ښکاري « طالبانو له تېرو کلونو زده کړې، هغوی له خپلې تېرې واکمنۍ تجربه اخیستې او په دې پوهېږي، چې د نړیوالې ټولنې له لوري د رسمیت پېژندني لپاره باید یو پراخ بنسټه حکومت رامنځته شي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې طالبانو له امریکا سره کړي توافق ته هم ژمنتیا ښودلې، په امریکایي ځواکونو یې بریدونه نه دي کړي او له القاعدې او نورو ډلو سره د اړیکو غوڅولو په برخه کې يې مثبت ګامونه پورته کړي.

خلیلزاد ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې د افغانستان کړکېچ سیاسي حل نه لري او یو باثباته او له ګاونډیانو او نړۍ سره د سوله ییزو اړیکو درلودونکی افغانستان نه یوازې د افغانانو لومړیتوب دی؛ بلکې د امریکا هیله هم ده «موږ له افغانستانه د وتلو په برخه کې د چا اجازې ته اړتیا نه درلوده، خو د روانې ډيپلوماسۍ موخه داده څو افغانانو ته یو ښه میراث پرېږدو.»

د افغان سولې پروسه کې د ښځو، لږکیو او نورو قشرونو د حقوقو په اړه خلیلزاد ویلي، چې له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای هڅه کوي، ټول اړخونه د ښځو او نورو حقونو منلو ته وهڅوي تر څو د حقونو د لاسته راوړلو په موخه د ښځو  له لوري ورکړل شوې «قربانۍ» ومني.

د خلیلزاد له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان جهتونو او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي، او د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو هیلي یې راټوکولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عارف

دا چی ورز تر بلی ټولی نړي ته ثابتيږي چې د طالبانو اسلامي تحريک د افغانستان د اصيلو بچيانو او واقعي مسلمانانو تحريک دي, او د غلام او غلو د دولت په څير يي هدف بلډنګونه رشوتونه او معاشونه ندي, بلکه د افغانستان ابادي ارامي او اسلامي نظام يي هدف دي نو د عزت شهادت ورته د ټولي نړۍ نه زيات دي, او بي ايمانه او بي عزته ژوند نه غواړي. نو نړي مجبوره ده چې نور د غلو او غلامانو په دا بيشرمه او بيغيرته دولت اعتبار ونکړي او حقيقت ته سترګې وروګرځوي. اوس د طالبانو نمايندګان خپل حق… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x