افغانستان

چارواکي: که مرسته ونه ورسېږي، د روزګان دوه ولسوالۍ سقوط کېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴تله، ۱۳۹۹ل):  د روزګان ولایت امنیتي چارواکي وایي، سلګونو طالب جنګیالیو په یاد ولایت کې د ولتي ځواکونه محاصره کړي او که چېرې مرسته ونه رسېږي، د ګیزاب او دهراو ت ولسوالۍ به سقوط شي.

ځايي چارواکو اریانا نیوز ته ویلي، چې د روزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راپدېخوا د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې ده چې د مسلسلو جګړو له امله تر شپېتو زیات دولتي عسکر وژل شوي او ملکي وګړو ته هم زیان اوښتی.

د چارواکو په وینا، د یاد ولایت دهراوت ولسوالي هم له څه وخت راهیسې طالبانو محاصره کړې، چې که له مرکزه  مرسته ورته ونه رسېږي؛ سقوط به وکړي.

ورته مهال د کندز قومي مشران وایي، حکومت د یاد ولایت د جګړې په مهار کولو کې پاتې راغلی.

د روزګان د غبرګو ولسواليو د سقوط خبرونه داسې مهال دي، چې طالبان وايي، حکومت په ګڼو ولایتونو کې نظامي عملیات پیل کړي او د طالبانو له لوري د جګړې د کموالي له فرصت څخه په ګټه اخیستلو یې د نویو پوستو جوړول شروع کړي، چې له امله یې جګړه تېزه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x