fbpx

طالبان د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي

نن ټکی اسیا: د طالبانو له لوري د «د ملکي تلفاتو د مخنیوي» ادارې په خپلو ملګرو غږ کړی، چې په هېواد کې له وړاندې تګ سره ـ سره دې عامو وګړو ته هم متوجه وي، چې باید ترې ازار نه شي.
«د افغانستان اسلامي امارت» په چوکاټ کې د نظامي چارو د کمیسیون ترڅارنې لاندې د « د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره» وايي، چې طالبان باید په خپلو «فتحو» کې د ولس ملګرتیا هېره نه کړي او له ولس سره د همکاري په تمه د ملکي تلفاتو مخنیوي ته باید کلک متوجه وي.
د یادې ادارې مشرانو په خپلو ملګرو غږ کړی، چې «مجاهدین باید د ولسي خلکوژوند ژغورلو ته د جهاد دیوه اساسي هدف په حیث متوجه وي.»
د نظامي چارود کمیسیون د ملکي تلفاتو د ادارې بشپړ پیغام، د لته کټ مټ ولولئ:

د ملکي تلفاتو د مخینوي په خاطر د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته پیغام
د هیواد په لراوبر کې دحق سنګر ساتونکو مجاهدینو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

له هرڅه وړاندې له الله تعالی څخه درته بریا او نصرت غواړو او د وروستیو ټولو فتوحاتو، لاسته راوړنو او حماسو مبارکي درته وایو، الله تعالی دې ستاسو جهادي هڅې او ستومانۍ قبولې کړې، الله تعالی دې دجهاد دلارې دشهیدانو لوړ درجات نصیب او زخمیانو ته دې الله تعالی عاجله او کامله شفاء نصیب کړي. آمین یا رب العلمین
مجاهدینو وروڼو!
څرنګه چې زموږ برحق جهاد داسلام اومسلمانانو د سرلوړۍ، سوکالۍ او خوندیتوب لپاره پیل شوی دی، نوځکه مو باید په جهادي مبارزه کې د عامو مسلمانانو د سر او مال خیر او سلامتي همیشه په نظر کې وي او همیشه باید کوښښ وکړو، چې عام مسلمانان د جګړې له زیانونو څخه وژغورو.
په دې وروستیو کې چې په هلمند ولایت او دهیواد په ځینو نورو سیمو کې مجاهدینو ستر فتوحات ترلاسه کړي، سیمې یي فتحه کړې او لاهم په ګڼو سیمو کې جګړه په شدت جریان لري، مجاهدین باید دهمدې سیمو د ملکي خلکو د سر او مال د حفاظت لپاره خپل ټول وس په کار واچوي، مجاهدین باید ټوله هڅه وکړي چې ملکي افغانان، ښځې او نارینه، ماشومان اولویان هم د مجاهدینو او هم د دښمن لخوا له متضرر کیدو وساتي.
د همدې لپاره دښمن ته دماینونو دایښودلو په چاره کې باید ډیر احتیاط وشي او د ملکي خلکو حفاظت په کې لحاظ شي، په تعرضي جنګونو او هاوان ویشتلو کې دي نهایي کوښښ وشي چې عامو خلکو ته زیان وانه وړي، کوم خلک چې غواړي دجګړو له سیمو ووځي باید مرسته ورسره وشي ترڅو په خوندي توګه خپل سر او مال په امن کړي،په ټوله کې مجاهدین باید د اولسي خلکوژوند ژغورلو ته د جهاد دیوه اساسي هدف په حیث متوجه وي.
د ملکي تلفاتو دمخنیوي اداره د ټولو مجاهدینو د بریا او سرلوړۍ هیله لري او دملکي افغانانو دژوند د ساتنې په چاره کې له مجاهدینو سره په ګډو هڅو ټینګار کوي .
والسلام

د افغانستان اسلامي امارت
د نظامي چاروکمیسیون
د ملکي تلفاتو دمخنیوي اداره
۱۴۳۵/۹/۶هـ ق
۱۳۹۳/۴/۱۳هـ ش ــ 2014/7/4

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د