روغتیا

لس اروپایي هېوادونو په رسمي ډول د کرونا وبا دوهمې څپې پېل اعلان کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ تله، ۱۳۹۹ل): په ځینو اروپایي هېوادونو کې د ټولبندیز بشپړ له منځه وړلو په لړ کې تېره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وبا د دوهمې څپې خبرداری ورکړی و.

اوس لس اروپایي هېوادونو په رسمي ډول د کرونا وبا د دوهمې څپې د خپریدو اعلان وکړ.

دغه لس هېوادونه په لاندې ډول دي: بلجیم، بوسنیا او هرزیګوینا، کرواتیا، چک جمهوریت، یونان، هالنډ، سربیا، سلواکیا، سلووینیا او هسپانیه.

پورتینو هېوادونو په تېرو څو ورځو کې په جلا ډول د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د دوهمې څپې د پېل اعلان کړی دی.

دغه راز ځینو نورو اروپایي هېوادونو کې هم د پخوا په پرتله د کرونا پېښې په چټکۍ ډیرې شوي دي، خو په رسمي ډول یې د دوهمې څپې اعلان نه دی کړی، په دغه هېوادنو کې البانیا، بلغاریا، مونټینیګرو، شمالي مقدونیا، فرانسه، انګلستان او پولنډ شامل دي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ اروپایي اتحادیې د کرونا خپریدو په اړه د خطر زنګ وهلی و، دوی خبرداری ورکړی و چې دا وار به کرونا د تېر په پرتله چې په مارچ میاشت کې خپره شوې وه لا هم په چټکۍ خپریږي.

د یادونې وړ ده، تر دې دمه په نړۍ کې له ۳۲ ملیونو زیات کسان په کرونا اخته شوي دي، چې له مخې یې شاوخوا یو نیم ملیون په افریقایي هېوادونو، نږدې ۱۰ ملیونه په اسیايي، ۱۶ ملیونه په امریکایي او په اروپایي هېوادونو کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۴ لکه او ۸۰ زرو ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x