نظــر

شھید نمانځنه

حفيظ الدين پيرزاده

زہ پرې د عقیدې له زاویې بحث نه کوم ځکه پوھیږ‎م خبرہ بدعت او تر ھغې ھم وړ‎اندې ځي!

که د ملي اتل شھید نجیب، ملي اتل شھید مسعود، ملي اتل شھید رباني، ملي اتل شھید مزاري، و انواعھم زندگینامې تر یوہ ځغلندہ څار لاندې ونیسو نو د دوی تر منځ به ځینې ډیر واضح مشترکات پیدا کړ‎و، چې زہ یې یو څو دلته لیکم:

۱- دا ټول اتلان د استعمار د باغ نیالگي و؛

۲- د دې ټولو اتلانو لاسونه د خپل ولس په وینو ککړ‎ و؛

۳- دا ټول اتلان تر اتلولی مخکې د کلي ولس عام خلک ول، څوک ډاکتر، څوک معلم، څوک متعلم، څوک جوالي او څوک بل څه خو د کمونستانو دې کور وران شي چې سم جوړ‎ نظام یې را گډوډ کړ‎ او دا اتلان د ھمدې گډوډې پیداوار دی؛

۴- د دوی یو ھم د وطن یا دین څخه د دفاع په لار کې نه دی مړ‎ شوی بلکې په کورنیو جگړ‎و کې تلف شوي؛

۵- د دوی د ھر یوہ، پاتې شونی، لارویان او د کورنیو غړ‎ي د اشغال په خدمت کې دي او په مالي، اخلاقي او نورو فسادونو کې تر سپیږ‎مو پورې ډوب دي؛

۶- د دوی څخه د اتل جوړ‎ونې فارموله د غربي ښکیلاک چال دی تر څو مو تاریخ را مسخه کړ‎ي، تر څو موږ‎ د ھغو مشرانو پر ځای دوی و نمانځو چا چې د استعمار په مقابل کې مقاومت کړ‎ی؛

۷- د دې ټولو اتلانو ورځې نمانځل په یوہ شکل اجباري حیثیت غورہ کړ‎ی، که د چا زړ‎ہ ښه وي که بد، نمانځي به یې؛

۸- د دې ټولو اتلانو د ورځو د نمانځلو پر مھال، لارې بندې وي، مظاھرې، ډز او ډوز او نورې نخرې وي، ولس سخت په عذاب وي؛

۹- دا ټول ھله ملي اتلان شول چې الله عزوجل د طالبانو منگولو ته وسپارل، یانې دا طالبان ول چې خلک یې د اتلولۍ اوچت مقام ته ورسول او که داسې وي بیا خو دې لوی څښتن مفکر، سالې، دانشی او نور ټول بې ھویته سیکولران او د ارگ جمبوریان د سیاف او مسلمیار په شمول د طالبانو په لاسونو اتلان کړ‎ي!

دې کار کې ھم دوہ گټې دي؛
ھغوی به د ملي اتلولۍ لوړ‎ مقام ته ورسیږ‎ي او ملت به یې له شرہ خلاص شي!!
_______
حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۲۵/ ۲۰۲۰ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x