نظــر

امارت كه جمهوریت

میرویس الفت او عبدالباقي خوګیاڼی

د سیاسی ټرمینالوژۍ په ګڼ ځنګل کښی مبتدیان خو لا پریږده چی استادان هم له ګڼو مشکلاتو سره مخ کیږی. د سیاست د علم او یا په بهتر عبارت د سیاسی علومو د ساحی بی سیاله پراخوالی او د سیاسی ر‌ژیمونو منحصر بخود ځانګړنی چی په خاصو کتګوریو ویشل یی تقریبا ناممکن دی د دی سرګردانۍ یواځینی دلایل نه دی بلکه هغه شاګردان چی په غربی تعلیمی موسساتو کښی زده کړی کوی او یای  ډیګریانی  تر ګوتو کړی دی دا ټرمونه له یوه خاص نقطه نظره(سیکیولریزم) چی نه په هیواد کښی د مشکلاتو د حل سره مرسته کوی او نه په  اجتماعی عینی حقایقو ولاړ یو سیاسی مسلک دی ګوری، استعمالوی یی، موقف نیسی  فضیلت فروشی کوی، بی فایدی او بی ځایه جنجالونه رامنځ ته کوي.

افغانستان د یو اسلامی هیواد په حیث د نړۍ د اسلامی او خصوصا عربی امت سره ژوری دینی او کلتوری اړیکی لری چی اهمال یی ناشونی دی. په هیواد کښی د دی ژورو اړیکو اغیزه د ژوند په مختلفو اړخونو کښی ډیره ښکاره او بالخاصه د سیاسی ټرمینالوژۍ په ډګر کښی نن تر هر څه زیاته محسوسیږی. له بلی خوا دا هیواد له موجوده نړیوال نظامی او کلتوری یرغله چی تر ننه دوام لری ډیر پخوا یعنی د نولسمی پیړۍ د اولی نیمایی راهیسی د انګلیسی یرغلګرو سره چی لمر یی په امپراطورۍ کښی نه ډوبیده لاس او ګریوان وه. دری مهمی جګړی یی په تاریخ کښی ثبت دی.

د ۱۹۱۹ کال څخه وروسته یعنی کله چی شاه امان الله خان د افغانستان پوره خپلواکی کومه چی د ګندمک د معاهدی په نتیجه کښی له محدودیت سره مخ شوی وه تر ګوتو کړه حالات په بدلیدو شوه. حتی  تر دی چی د ۱۹۵۰ کال څخه په وروسته کلونو او تر یوه حده د دیموکراسۍ په لسیزه کښی بیا اروپایانو، امریکایانو، او حتی روسانو د افغانستان په ابادۍ کښی یو له بله سره په سیالی د دی هیواد په اقتصادی انکشاف کښی د ملاحظی وړ مرستی وکړی چی تر ننه یی ځینی پروژی ژوندۍ او د استفادی وړ دی. په نظامی ساحه کښی د ترکیی همکاریو خپل تاثیرات د افغانستان په عسکری نظام کښی داسی ښکاری په دایمی ډول پریښودل. څه له همدی امله او څه د ګلوبلایزیشن (Globalization) له وجهی چی د نن ورځی د نړیوال سرمایه داری اقتصادی نظام یوه مهمه پایه جوړوی مونږ بی له دی چی د کلماتو منبع او ریښی ته متوجه شو په پښتو او دری محاوراتو کښی په سلګونو عربی، روسی، ترکی او فرانسوی کلمات په روان ډول استعمالوو. انګریزی خو نن سبا دی مقام ته رسیدلی چی لوستی قشر یی یوه جمله هم  بی د انګریزی اصطلاحاتو څخه نه وایی ان تر دی چی  په پښتو او دری کښی  د انګریزی بی ضرورته ورګډول نن سبا د تفوق پوهی او عالی تعلیم نخښه بلل کیږی.  د امارت ،جمهوریت، سلطنت،  خلافت، پارلمان، ولایت، بانک، موزیم، حزب ، ګارډ، قراول، قشله، قول اردو، میټنګ، بس، پاچا، ویترین، افندی، زون، ګارنیزیون او په سل ګونو نورمثالونه یی نمونی دی.

سیاسی ټرمونه بیا د تاریخ په اوږدو او هم د نورو ژبو سره د مستقیم تماس یا ټکر په نتیجه کښی د معنی له نظره کله کله نوی چسپکونه اخلی او کله بیا د ابتدایی مفهوم ځینی اړخونه چی تت اوپیکه شوی وی له تداوله غورځوی چی اکثرا د سؤتفاهم او غلط فهمۍ باعث کیږی. د افهام او تفهیم مشکلات هله زیات محسوس شی چی د بحث موضوع جدی وی، جدی بحث او دقت ته ضرورت ولیدل شی او یا دی سیاسی پنډتانو ته د اظهار نظر څه کومه بله موقع چی غالبا ورته مهیا کیږی په لاس ورشی.

مونږ د مسالی د وضاحت له پاره د امارت، جمهوریت، سلطنت او خلافت ټرمونه چی نن سبا د هیواد له پاره حیاتی ارزښت لری د تاریخ او منبع له نظره او د امارت په مقایسه تر بحث لاندی نیسو. واضح ده چی دا وړه لیکنه  د موضوع د پوره شننی او روڼتیا له پاره بسنه نه کوي سم شاربل یې په کار دي.

اول: خلافت او امارت
خلیفه د ځای ناستی (successor) په معنی دی په قران شریف کښی یی هم په همدی معنی ذکر شته ( انی جاعل فی الارض خلیفة). واضح ده چی د حضرت محمد مصطفی (ص) له وفات څخه وروسته  حضرت ابوبکر صدیق د خلافت مقام ته ورسید. څرنګه چی حضرت محمد مصطفی (ص) ته د هغه د مبارک حیات په دوران کښی د رسول الله خطاب کیده نو حضرت ابوبکر صدیق ته د خلیفة رسول الله خطاب عام شو او ده مبارک به هم په خپلو فرمانونو کښی د (من خلیفة رسول الله ) جمله کښله.

د حضرت محمد مصطفی (ص) له وفات څخه وروسته  خلک د حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر (رض) په شمول د سعد بن عباده په کور کښی  د حضرت محمد مصطفی (ص) د ځای ناستی ټاکلو په مقصد را ټول شوه چیری چی دواړو مهاجرینو او انصارو د حضرت ابوبکر صدیق سره د خلیفه په حیث بیعت وکړ. د بیعت تفصیل یی جالب دی  خو مونږ له موضوع لیری کوی. په یاد کښی د ساتلو نقطه دا ده چی د بیعت او خلافت ترمنځ ټینګ او د ترتیب (تقدم او تاخر)  خورا مهم ارتباط موجود دی. خلافت په بیعت ولاړ دی، بیعت تر خلافت د مخه صورت نیسی. خلیفه د ټول عمر له پاره تعینیږی خو خلک که خلیفه له سمی لاری واوړی د هغه د عزل صلاحیت لري.

د امارت خبره هم خورا جالبه ده. حضرت عمر( رض) د خپل خلافت په اوایلو کښی په خپلو مکاتیبو او فرمانونو کښی د (من خلیفة خلیفة رسول الله) عبارت که څه هم چی اوږد ښکاریده کاراوه. خو کله چی د عراق عامل د هغه مبارک په غوښتنه دوه تنه په خبره پوه او با خبره کسان (لبید بن ربیعه او عدی بن حاتم) د عراق د حالاتو د بیان له پاره مدینی منوری ته ورولیږل نو په جومات کښی د عمرو بن العاص سره مخ شول او ورڅخه یی وغوښتل چی د امیرالمومنین د ملاقات اجازه ورته واخلي، نو عمرو بن العاص د امیرالمومنین د کلمی په اوریدو سره دستی وویل: والله انتما اصبتما اسمه. او له  همدی شیبی وروسته د امیرالمومنین اصطلاح د خلیفة خلیفة رسول الله د کلمی ځای ورو ورو ونیوه او استعمال یی عام شو.

حضرت ابوبکر صدیق(رض) هم د خپل خلافت په دور کښی یو ځل خلکو ته په خپلو خبرو کښی و فرمایل:  والله ما کنت حریصا علی الامارة یوما ولا لیلة قط…و مالی فی الامارة راحة….

لذا له پورتنی لنډ تفصیله په ډاګ ښکاری چی خلیفه او امیر د یوی سکی دوه مخونه دی. فرق یی دا دی چی د خلیفه کلمه سلف یا اسلاف تداعی کوی په داسی حال کښی چی د امیر کلمه هغه مسلمانان چی د ده متابعت کوی ذهن ته وریادوی. حضرت عمر( رض) د حضرت ابوبکر صدیق خلیفه او د خپل دور د مسلمانانو امیر وه او حضرت ابو بکر صدیق(رض)  هم په خپله خپل منصب امارة نومولی دی.

دلته دا ذکر هم ګټور بولو چی څرنګه چی د دواړو کلمو خارجی مصداق یو دی نو دا دواړه کلمی د مترادفو کلماتو په حیث هم په پراخه پیمانه استعمال شوی دی.

د امارت دویمه معنی (المنجد) یو وړوکی مستقل دولت دی چی په راس کښی یی امیر قرار ولری. کله چی امیر دوست محمد خان د خپلو کندهاری او پیښوری ورونو د مخالفت له ویری ځان د کابل او د هغه د شا او خوا سیمو امیر اعلان کړ بی له شکه له امارت څخه یی هدف همدغه دویمه معنی یعنی د یو وړوکی مستقل دولت تاسیسول وه. دا توضیح ته ضرورت نه لری چی ووایو چی د امیر دوست محمد خان د امارت او د حضرت عمر( رض) د امارت ترمنځ بی له لفظی اشتراکه بل هیڅ مشابهت موجود نه دی. دا یو له خپلو ورونو په کور کښی ویریږی او له هغه بله قیصر او کسری دواړه په یوه وخت په خپلو مرمرینو او زرینو ماڼیو کښی د توت د پاڼی په څیر په لړزه دی. د دی یو غازیان په اذربایجان، کرمان، مکران، مصر او المغرب کښی جنګیږی، فتوحات کوی او مخ ته ځی او دا بل له خپلی شنی پګړۍ او اوږده قطار وینځو سره له تسلیمۍ وروسته د برتانوی هند په لور خوځی. خپل غازی زوی ته له میدانه د په شا کیدولارښوونه کوی او د نصوارو خپل ډبی ورته د لارښوونی د ثقه توب په موخه د لاس نخښی په حیث استوی.

باید وویل شی چی د امارت د دی دویمی معنی مصداقونه او ژوندی مثالونه اوس هم په عربی نړۍ کښی شته. نو په دی اساس ویلای شو چی د امارت د کلمی څخه یواځی او یواځی په دویمه معنی مفهوم  اخستل د کلمی له تاریخی پس منظره ناخبری او یا عمدی او هدفمند اهمال دی. نا خبره موقف نیول او دی موقف ته  بیا خلک رابلل د افترا په مردار ډنډ کښی چی ستره خطا ده غورځیدل دی.

دویم: امارت او سلطنت
سلطنت ته په انګریزی کښی مونارکی(  Monarchy) وایی چی یونانی ریشه لری. مونو د یو او ارکی د حکمرانۍ مفهوم  افاده کوی چی په دی ترتیب مونارکی د یو تن د حکمرانۍ  په معنی دی. په بل عبارت مونارکی هغه حکومتی نظام دی چی قدرت د یو تن په لاس کښی منحصر او بی له دی چی چاته مسوولیت ولری مستقیما په خپله او یا د خپلو عمالو په وسیله خپل قدرت اعمالوی. د سلطنتی نظام دویمه ممیزه د نظام میراثی والی دی. د پاچا د مړینی په صورت کښی قدرت اولاد ته انتقال مومی او د خلکو رایو ته د مراجعی ضرورت نشته.

البته ټول سلطنتی نظامونه په دی محدود تعریف کښی نه ځاییږی. د مطلقه شاهی نظام تر خوا داسی شاهی نظامونه هم شته چی د پاچا قدرت په کښی د قانون اساسی په واسطه محدود شوی وی چی مشروطه شاهی نظام بلل کیږی.

د انګلستان په شاهی نظام کښی بیا شاهی خاندان یواځی سمبولیک رول لری چیری چی قدرت د حکومت په واسطه چی له پارلمان څخه نشات کوی د شاهی خاندان له هرنوع مداخلی څخه پرته اعمالیږی. د انګلستان شاهی خاندان چی اصلا یو انګلیسی خاندان نه دی بلکه د اروپا له شماله  یوه راکوچیدلی کورنۍ ده د حکومت په چارو کښی عادتا مداخله نه کوی خو ملکی الیزابت هلمند ته د خپل ځوان لمسی په رالیږلو سره د تونی بلیر په کښلی لاره چی نورڅه نه بلکه یواځی او یواځی د بش د پالیسیو سګ صفته امتثال وه د تایید مهر ولګاوه. هیله ده د انګلستان ظاهراً ازاده میډیا یوه ورځ د دی ځوان پیلوټ د بمباریوعکسونه او د هغو ښځو او ماشومانو چغهاری او بغهاری  خپری کړی چی د دی بمباریو په نتیجه کښی یی کورونه کنډواله شوی او خپل ګران خپلوان  یی له لاسه ورکړی دی. په هر صورت د دی ډول نظامونو او امارت تر منځ فرق په لاندی ټکو کښی واضح دی.

•په امارت کښی اساسی شرط بیعت دی په داسی حال کښی چی په سلطنتی نظام کښی د خلکو رایو ته مراجعه نشته. په بل عبارت امارت میراثی نه دی.

•امارت یا د امیر مقام یو دینی او دنیوی مقام دی. یعنی امیر مسوولیت لری چی خلک د دین او دنیا ښیګڼو ته راوبولی په داسی حال کښی چی د پاچا مقام یواځی یو سیکیولر مقام دی. په اروپا کښی د شهزاد ګانو او کلیسا سخت او اوږده رقابتونه او جګړی د همدغه دوالیزم (Dualism) بوږنونکی مظاهردی. دی جنګونو او جګړو په اروپا کښی حالات دی ته ورسول چی ډیرو فکر کاوه چی صلح او ارامی یواځی هغه وخت شونی ده چی وروستی پادری د وروستی پاچا په کولمو په دار وځړول شی.

په افغانستان کښی بیا حالات بل ډول وه چی تصویرول یی یو څه ستونزمن دی. داسی هم شوی دی چی یو پاچا یا امیر د مذهبی اهدافو د پیشرفت له پاره او یا په ټولنه کښی د خپل تصویر د ښایسته کولو په منظور له خپل قدرت او نفوذ څخه د دین په ګټه کار اخستی وی. په کابل کښی د فحشا د منځه وړلو په مقصد د امیر حبیب الله خان اقدامات یی نمونه ده. پلار یی امیرعبدالرحمن خان بیا ملا مشک عالم چی په نوی کلنۍ کښی یی د انګلیسی اشغال پر ضد د مریضۍ په حال کښی له خپل بستره د جهاد اعلان وکړ مشک عالم نه بلکه موش عالم باله. د روحانیت خوځښت یو ځل د ظاهرشاه په وخت کښی هم شکل واخست خوټولنه یی د پل خشتی په جومات کښی وځپل شوه. د امان الله خان او ګوډ ملا مصاف یی بله نمونه ده. خوعموما پاچایانو دخپلو تعین شوو اهدافو د لاسته راوړلو له پاره همیشه کوښښ کړی دی د مذهبی فتوی ګانو له لاری د علماوو پراخ تایید او د ملت د پراخه پرګنو ملاتړ تر لاسه کړی. د دی معترضه پاراګراف هدف انذاراو خبرداری دی چی دا اجتماعی درز د دین او وطن د دښمنانوپه وسیله د استعمار په نفع ونه کارول شی. عمومی ملامح یی په بازارونو ،کوڅو او وړو وړو لیدنو او کتنو کښی که څه هم لږ تت خو ښکاری.

•امارت د اسلامی ثقافت یو ټرم دی چی په نورو کلچرونو کښی معادل نه لری. په داسی حال کښي چی سلطنتی نظامونه په دواړو اسلامی او غیر اسلامی نړۍ کښی موجود وه او دی. د ملک (…ملک القدوس السلام…) او ملیک(عند ملیک المقتدر)اصطلاح ګانی چی په قران شریف کښی یی ذکر راغلی دی د الله تعالی د صفاتو له جملی څخه  دی او انسان ته یی استعمال د پاچا او یا د یوه قوم ،قبیلی، یا امة د صاحب الاختیار معنی افاده کوی.

د اسلامی نړۍ په تاریخ کښی سلطنت په یوه بله خاصه معنی هم استعمال شوی دی. او هغه دا چی سلطان په خپلوټولو چارو کښی مطلق استقلال لری خو یواځی د خپل وخت خلیفه ته په بغداد کښی چی د اسلامی نړۍ مرکز وه خپله وفاداری څرګندوی او ساتی یی. خلیفه د ضرورت په وخت کښی له سلطانه د نظامی مدد غوښتنه کولای شی. سرکش یعقوب لیث خو یو ځل دجګړی په نیت په ډیر قهر او غضب بغداد ته روان شو او د بغداد دمرستو پیشکش یی هم رد کړ. خو په لاره کښی ومړ.

دریم:  امارت او جمهوریت
د جمهوریت معادله کلمه په فرانسوی کښی د (Republique) کلمه ده چی د لاتینی ژبی د (res publica)  له اصطلاح څخه یی اشتقاق موندلی دی. دا اصطلاح  له دوه کلمو (res) څیز او (publica) عام څخه جوړه ده چی د عام څیز(la chose publique)) مفهوم افاده کوی. نو په دی اساس جمهوریت هغه سیاسی رژیم دی چی په هغه کښی قانون بی له استثنا په ټولو یو شان عملی کیږی او چیری چی د دولت د ریاست مقام میراثی نه بلکه انتخابی دی. دا ټرم ډیر زوړ دی او د Larousse)  Le petit) مطابق د حضرت عیسی (ع) له میلاد څخه شپږ پیړۍ د مخه په روم کښی رامنځ ته شوی دی.

د جمهوریت اصطلاح په منځنیو پیړیو کښی په بعضی ارستوکراتیک رژیمونو لکه د وینیز (venise) رژیم اطلاق کیده خو د اتلسمی پیړۍ څخه وروسته یی د یوه نسبتا زیات دیموکراتیک واقعیت د څرګندونکی اصطلاح حیثیت خپل کړی دی. د نړۍ مختلف سیاسی رژیمونه نن سبا د جمهوریت په نوم نومول شوی خو دا اصطلاح په هیڅ  صورت د دیموکراسۍ  د لزومیت معنی نه افاده کوی. په بل عبارت په نړۍ کښی ډیر جمهوریتونه بی له دیموکراسۍ او ډیری دیموکراسۍ بی له جمهوریته شتون لری. د دی معلوماتو په رڼا کښی د جمهوریت او امارت تر منځ  لاندی فرقونه ذهن ته خطور کوی.

•جمهوریت د زاړه اروپایی کلچر زیږنده ده او په اسلامی نړۍ کښی یی رواج ‌ډیر وروستی دی. په ۱۹۱۶ کال کښی یعنی کله چی لمړۍ جهانی جګړی جریان درلود  عثمانی خلافت په وړو وړو دولتونو وویشل شو او د دی دولتونو اداره د قیمومیت لاندی هیوادو په نامه فاتح ممالکو ته وسپارل شوه.  په ۱۹۲۳ کال کښی د سویتزرلنډ په لوزان کښی خلافت رسما لغو اعلان شو. له دویمی جهانی جګړی وروسته یعنی کله چی متعدد مستقل اسلامی دولتونه له نوو سرحداتو سره د نړۍ په نقشه کښی را ښکاره شول د اروپایی تمدن ظواهر من جمله د جمهوریت ظاهره را ښکاره او ورو ورو یی زور واخیست. د امارت په باره  کښی همدومره ویل کافی بولو چی دا پدیده په صدر اسلام کښی زیږیدلی چی لنډ تفصیل یی لږ څه د مخه لوستونکو ته وړاندی شو.

•د جمهوریت فکر یو هیومانیستی فکر دی: هیومانیزم (Humanism)هغه فلسفی موقف دی چی انسان او انسانی ارزشونه تر نورو ټولو ارزشونو لوړ بولی. د دی تفوق او برترۍ معنی دا هم کیدای شی چی انسان د خپل تقدیر مالک دی او کولای شی په خپله خپل سرنوشت ته که وغواړی تغیر ورکړی. په داسی حال کښی چی اسلامی تعلیمات مونږ ته راښیی چی عزت او ذلت د الله له طرفه دی. د انسان ارزش په تقوی کښی دی. انسان ضعیف پیدا دی. تقدیر په دعا بدلیږی. انسان مسؤل دی. انسان محتاج دی.( اللهم ربنا اتنا فی الدنیا حسنة …) انسان که څه هم چی اشرف المخلوقات دی خو بیا هم مخلوق دی. د خالق او مخلوق تر منځ  د واټن درک د عقل له بدیهیاتو څخه دی. خپل مقام ته رسول یی انسانیت مګر افراط او پورته بیول یی نه بخښونکی ظلم دی.

نتیجه:
د پورتنیو تفصیلاتو په رڼا کښی د جمهوریت او شاهی نظام په مقابل کښی انتخاب اسان دی خو د خلافت په مقابل کښی لږ څه غور او دقت غواړی. خو تغیر صرف د تغیر له پاره بی له دی چی د کوم ضرورت په رفع یا تخفیف کښی مفید واقع شی صرف د وخت او منابعو ضیاع ده. دا هم واضح ده چی هغه ملتونه چی د ککریو په بدله خپله ازادی ساتی خود به د خپلی مینی د نامه د اختیار صلاحیت لری خو معمولا او هغه هم د فشار لاندی خپل هویت په هیڅ صورت نه بدلوی. د کار شروع او ختم تر یوه نامه او یوی جهنډی لاندی آینده نسلونو ته واضح او د ابهامه لیری د رڼو یخو اوبو د یوه ډک جام په څیر چی سوځیدلی سینی خړوبوی یو شفاف پیغام دی چی صاف صاف او بی له خو او خو لیکل یی په کار دی. داسی نخښی نښانی هم ښکاری چی امریکایی یرغلګر زبر ځواک د خپل نفوذ او حیثیت د ساتلو په موخه صرف خپلی تګ لاری ته تغیر ورکول غواړی او اوس یی یوی نوی روانی جګړی ته  یی لاس اچولی ملامح یی لږ تر لږه په دری جبهو کښی څرګند دی.

•د بین المللی ملیشی (ناټو) په اظهاراتو کښی
•د اروپایانو خصوصا د فرانسی د سفارت په اظهاراتو کښی
•د خلیل زاد په سفرونو کښی
دا او د امریکایانو تهدید چی وتل یی مشروط او په حالاتو پوری اړه لری ټول د فشار د ستراتیژۍ بیلی بیلی برخی دی چی ستر هدف یی د هغه څه لاس ته راوړل دی چی ویی نه شو کولای د جګړی په میدان کښی یی ترلاسه کړی. عجیبه دنیا ده زورور بیا خپله دنیا لری په جنګ کښی در څخه ژوند اخلی او په مذاکراتو کښی در نه هویت.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
نه جمهوریت،او نه امارت،ځنګلات د وی خو چه سوله وی،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x