افغانستان

په ارګ هوټل کې د ډزو له امله ۵ تنه مړه او یو شمېر نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند ارګ هوټل کې د واده مراسمو په ګډونوالو د ډزو پایله کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن ماخوستن د د ارګ هوټل د ودونو په تالار کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د واده مراسمو په ګډونوالو ډزې وشوې.

نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.

که څه هم نوموړي ددې ډزو لامل شخصي دښمني یاده کړې؛ خو زیاتوي چې پولیسو د پېښې عاملین نیولي او په اړه یې څېړنې پيل کړي دي.

په ورته مهال د پېښې عیني شاهدانو بیا رسنیو ته ویلي، چې په دغه پېښه کې د پنځو تنو د مړینې ترڅنګ ګڼ کسان ټپيان شوي هم دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د دولت لخوا د امنیتي میثاق په نوم په عامو خلکو د وسلو د ویش نه وروسته په کابل ښار کې نا امنۍ او وسله والې غلاوې ډیرې شوي، چې د کابل ښاریانو ژوند یې ورباندې تریخ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د شمالی والانو په ودونو کی اکثرآ داسی پیښی پیښیژی. الله کی برکت واچوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x