
طالبانو پنجشیر ته تازه دمي ځواکونه استولي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ تله، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د پنجشیر ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د طالبانو د مخ پر زیاتېدونکي ځواک او نفوذ د مخنیوي په خاطر د کابل حکومت په عامو خلکو او نامسئولو کسانو وسلې ویشلي، طالبانو هم دغه ولایت ته تازه دمي ځواکونه استولي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې د یو شمېر هغو طالب جنګیالیو انځورونه خپاره کړي، چې تازه پنجشیر ولایت ته استول شوي او د کابل حکومت د عسکرو او سیمه ییزو ملیشو پر وړاندې مقاومت کوي.
باید وویل شي چې طالبانو په پنجشیر او بامیان ولایتونو کې خپل فعالیتونه وروسته له هغه چټک کړل چې احمدضیاء مسعود او ځینو نورو پخوانیو «ټوپکسالارانو» د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته هېواد کې د کورنۍ جګړې د پېښېدو په هکله خبرداري ورکړل.
د چارو شنونکي په دې باور دي چې په پنجشیر او بامیان ولایتونو کې د طالبانو وروستي چټک پوځي تحرکات پخوانیو«ټوپکسالارانو» او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته دا پیغام ورکول دي چې د سولې پرځای دې جګړې ته ترجیح نه ورکوي، کنه طالبان کولای شي چې د پوځي انتخاب په کارولو سره د افغانستان قضیه په یو اړخیزه توګه حل کړي.
ژوند ژوندطالبانو
بهترین سنجس دۍ هرچیری چه ددوی منګولی ټینګیږی بایدمنګولی یی وخیژی رهبران یی ورمردارکۍ چه امید یی وخیژی دنسوڅخه یی باید دفساد بادونه ووزی چه پدی سره دجاهل فوج مرال کمزورۍ کیږی اوخود بخود تسلیمیږی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ
په یو اړخیزه توګه کچیری طالبانو دا قضیه حل کولای سوای دا لس کاله مخکی به یی حل کړې وه.